دحج اړوندمعلومات


﴿  ••       ﴾

مختارالمناسک

﴿د حج لارښود﴾

مؤلف:
الحاج مولوي ګل محمد ”مسلم“ ابن ملاعبدالغفار


دا مناسک (وقف في سبيل الله) دی د خرڅولو او رانيولو
اجازه يې نسته

تاسو کولای سئ چي دا کتاب په انټرنيټ کي
له لاندي ويبپاڼو له لاري هم وګورئ
www.allmaka.blogspot.com
www.benawa.com


دا مناسک هرڅوک کولای سي چي چاپ يې کړي
خو د رد او بدل اجازه يې نسته!
د كتاب پېژندنه
  

د کتاب نوم :: مختارالمناسک
مؤلف :: مولوي ګل محمد ”مسلم“
خپروونکی :: په خپله مؤلف
د چاپ شمېر :: (۳۰۰۰) زره ټوکه
درېيم چاپ :: ۱۳۸۹ ل کال دوبی

چاپ چاري، صفحه آرايي، اهتمام او د ټايټل طرحه
صحاف نشراتي مؤسسه
hamdullahsahaf@yahoo.com

فون:- ۲٦٦۴۲۳٦- ۰۸۱

د ترلاسه کولو ځای:

دا مناسک په حسن کتب خانه ارګ د توپخانې بازار په سر کي
و حاجيانو ته مفت ورکول کېږي.
مير احمد موبايل:- ۰۷۰۰۳۷۴۵۲۴،
حاجي ملا محمد قسيم موبايل:- ۰۷۰۰۳۳۸۲٦۱


لَبَّيْکَ اَللّٰهُمَّ لَبَّيْکَ لَبَّيْکَ
لَاشَرِيْکَ لَکَ لَبَّيْکَ اِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَکَ وَالْمُلْکَ لَاشَرِيْکَ لَکَ

ترجمه:

حاضر (چمتو) ستا فرمان ته ولاړ يم، خدايه او چمتو ستا فرمان ته ولاړ يم، ستا شريک نسته، حاضر او چمتو يم، په تحقيق ستاينه، لمانځنه او نعمتونه ستا لپاره دي، او پاچاهي ستا ده، ستا شريک نسته.





شمېره سر ليک مخ
1. سريزه ۹
2. پنځه ورځي په لنډ ډول مکمل حج ۱۱
3. د حج تر روانېدو نه مخکي حاجي بايد څه وکړي ۱۴
4. حاجي چي له خپله کوره روانېږي بايد څه وکړي ۱۵
5. توبه پر پنځه ډوله ده ۲۰
6. د حج تاريخ او اهميت ۲۲
7. د حج فضيلت ۲۳
8. د حج اکبر حکم ۲۴
9. د حج آداب (۲۳) دی ۲۴
10. تر حج مخکي مکروهات (۹) دي ۲۵
11. د احرام تړلو وروسته ممنوعات ۲۵
12. احرام څه ته وايي؟ ۲٦
13. د احرام تړلو ځاى ۲۹
14. د حج نيت او د حج ډولونه ۳۰
15. ۱- حج قِران ۳۱
16. ۲- حج تمتع ۳۱
17. ۳- حج مفرد ۳۳
18. د حج فرائض (۳) دي ۳۴
19. د حج واجبات (۲۷) دي ۳۴
20. د حج سنت (۳۲) دي ۳٦
21. هغه کارونه چي اوښ لازموي (۳) دي ۳۸
22. هغه کارونه چي پُسه لازموي(۴۱) دي ۳۹
23. هغه کارونه چي دوه کيلوغنم لازموي (۲۰) دي ۴۲
24. د حاجيانو خطاوي (۱۳۷) دي ۴۳
25. هغه شيان چي د حاجي لپاره روا دي ٦٦
26. څو احکام د ښځو ٦۷
27. د کعبې شريفي فضائل او پخوانی احوال ٦۸
28. د کعبې شريفي برکات او فضائل ۷۴
29. په مكه مكرمه كي د زيارت كولو نور ځايونه ۷٦
30. عمره په ټول عمر كي يو وار سنت مؤكد ده ۷۷
31. د عمرې د اداکولو ترتيب ۷۸
32. طواف د حكم له حسابه څو ډوله دى؟ ۸۰
33. د طواف قدوم بيان او حرم شريف ته ننوتل ۸۱
34. د طواف د اوو شوطو دعاوي ۸۵
35. د حجرالاسود مبارک مچېدل او دعا ۸۹
36. د ملتزم شريف بيان او دعا ۹۲
37. مقام ابراهيم او واجب لمونځ د طواف ۹۳
38. د زمزم اوبه ۹۵
39. د صفا او مروا تر منځ سعى ۹٦
40. د صفااومروا پوره تفصيل ۹۸
41. د صفا او مروا د اوو شوطو دعاوي ۱۰۱
42. د اتم له ورځي څخه پوره تفصيلي بيان بيا د حج تر ختمېدو پوري ۱۰۸
43. د منْی او جبل رحمت دعاوي ۱۰۹
44. د عرفات ورځ ۱۱۱
45. د اختر شپه په مزدلفه كي ۱۱۹
46. د لوى اختر اوله ورځ، منْی او جمره يعني شيطانان ۱۲۳
47. د شيطانانو د ويشتلو طريقه ۱۲۴
48. د شكرانې ذبح ۱۲۵
49. د سر خرېيل يا لنډول ۱۲۸
50. طواف زيارت ۱۲۸
51. تر طواف زيارت وروسته د ملتزم شريف دعا ۱۲۹
52. د شيطانانو د ويشتلو وختونه ۱۳۱
53. د رخصتۍ طواف ۱۳۳
54. د مدينې منورې زيارت ۱۳۴
55. د سيد المرسلينﷺ د قبر زيارت ۱۳۸
56. د رسول اللهﷺ د يارانو قبرونه ۱۳۹
57. د جنةالبقيع هديره ۱۴۰
58. د اُحُد غر ۱۴۳
59. مسجد قبا او د مدينې منورې نور مسجدونه ۱۴۵
60. خاص د نبي کریمﷺ قبرشریف ته درېدل ۱۴۸
61. سلامونه د ابوبکرصديق ۱۵۰
62. سلامونه د حضرت عمر ۱۵۱
63. سلامونه د ابوبکرصديق او عمر ابن خطاب ۱۵۱
64. تر سلامو وروسته د شفاعت غوښتل د رسول اللهﷺ ۱۵۲
65. د دعا لپاره څو شيان ضروري دي ۱۵۹
66. د دعاد قبلېدو ځايونه (۲۲) دي ۱٦۰
67. د حج په اداکولو سره اللهﷻ حاجي ته پنځه انعامه ورکوي ۱٦۱
68. د مسافو جدول ۱٦۲
69. د مؤلف خاصه غوښتنه ۱٦۳
70. د جناب مو لو ی محمد اصغر «الحنفي» تقريظ ۱٦۵
71. د مؤلف لنډه پېژندنه په خپل قلم ۱٦٦




سريزه

د لوى خداىﷻ د احساناتو لړۍ ده چي زما په قسمت كي يې د بيت الله شريفي زيارت هم ليكلی و، او زياته هيله مي هم دا وه چي د بيت الله شريفي او محمدي روضې زيارت وكړم، هغه و، چي په ۱۹۹۶م كال كي زما نصيب وسو او اللهﷻور وغوښتم، هلته مي د حاجيانو حالات له نژدې څخه وليدل او ټولي نيمګړتياوي راته معلومي سوې. همدغه د حاجيانو مباركانو نيمګړتياوي وې چي زما په زړه كي يې
د خدمت اور بل كړ تر څو داسي يو لارښود وليكم چي هر حاجي صاحب په پوه سي او عمل په وكړي او حج ته يې هيڅ تاوان ونه رسېږي.
د اللهﷻ پېرزوينه وه زما په ۱۹۹۷م كال كي بيا د حج نصيب وسو او په ۱۹۹۹م كي مي د عمرې نصيب وسو هلته مي په مدينه منوره كي روژه او اختر تېركړ
د مناسكو د ليكلو شوق مي ورځ په ورځ زياتېده او په ۲۰۰۵م كال كي بيا اللهﷻ وغوښتم، د ۲۰۰۷م كال
د مارچ د مياشتي پر ۲۳ هلته مقيم سوم خو دا مي تر ټولو لومړنۍ هيله ده چي د حاجيانو په واك كي يو داسي لارښود وركړم چي ډېر لنډ، اسانه او د فهم وړ وي پاته دي نه وي چي دا وړوكى كتاب دوه ډوله حج بيانوي: يو په لنډ ډول چي تقريباً درې صفحې دي او بل ډول حج چي په تفصيلي ډول دى چي د كتاب پاته برخه رانغاړي او په علمي دلايلو اومعلوماتو سمبال دى. دا دى دا وړوكى كتاب او تاسو، د اللهﷻ څخه درته مقبول حج غواړم.

ستاسو خادم: الحاج مولوی ګل محمد(مسلم)







پنځه ورځي په لنډ ډول مکمل حج

د اتم په ورځ په خپله کوټه کي احرام يا لنګ وتړه، راسه حرم شريف ته د سهار لمونځ وکړه، چي لمر راوخېژي دوه رکعته لمونځ وکړه بیا سر لڅ کړه، نو د حج نيت وکړه هغه دا چي: (الْهي زه اراده لرم د حج فرضي اسلام احرام مي تړلی په حج فرضي اسلام ياالله ته يې راته اسانه کړې، ته يې راڅخه قبول کړې). درې واره لَبَيک ووايه، بيا درود شريف ووايه بیا دعا وکړه ځکه د قبلېدو وخت دی، بیا حجر اسود ته راسه د طواف نيت وکړه، کله چي اووه شوطه طواف پوره سو، بیا راسه د طواف دوه رکعته واجب وکړه، د زمزم اوبه وڅيښه راسه صفا ته نيت وکړه هغه دا چي:(الْهي زه
د صفااومروه په منځ کي د اوو شوطو اراده لرم، احرام مي تړلی په حج فرضي اسلام سره ياالله ته يې راته اسانه کړې، او را څخه قبول يې کړې) بيا نومنْی ته روان سه هلته د ماپښين، ماځيګر، ماښام، ماخوستن او سباسهار لمونځونه وکړه دغه لمونځونه په منْی کي کول سنت دي، کله چي لمر راوخېژي نوعرفات ته روان سه پرلارکه د غسل امکان و، غسل وکړه، ځکه غسل په دغه ځای کي سنت دی. پر دوولس بجې عرفات شروع دی بیا تر لمر لوېدو پوري، دعاوي کوه چي هر څه غواړې د اللهﷻ سترخوان لوی دی، خو دغه پنځه دعاګاني لا زمي وکړه هغه دادي:
۱- ياالله ستافضل راباندی وکړې.
۲- ياالله آخره خاتمه مو پر ايمان کړې.
۳- ياالله عمل نامه په راسته لاس راکړې.
۴- ياالله پرحوض کوثر مو اوبه کړې.
۵- ياالله پرپُل صراط مو رهنمايي وکړې.
او ورسره موږ د دې کتاب ترتيب کوونکي هم په دعاوو کي له ياده مه باسئ. بيا د ماپښين لمونځ پردوې بجې او د ماځيګر لمونځ پرڅلور بجې وکړه کله چي لمر ولوېدی بیا مزدلفې شريفي ته روان سه هلته غټ مسجد دی چي لويي منارې هم لري د هغه بغل ته کوچنی غر دی چي (جبل قــُزَح) ورته وايي اکثره افغانان دلته سره يوځای کېږي، دلته شپه وکړه د ماښام او ماخستن لمونځ يوځای وکړه. کله چي سهار سپېدې وچاودي نو لمونځ په جماعت وکړه بیا درانه علماء دلته دعاوي کوي خو آخرينۍ دعا به ان شاء الله زما وي اللهﷻ دي ژوند درسره راکړي، زما تر مخه د حاجي اخندزاده صاحب دعا ده چي دعا ختمه سي نو لمر راوخيژي، روان سه اول غټ شيطان اووه ډبري ووله، او بيا قرباني وکړه بيا سر وخرېيه بيا کالي واغونده راسه حرم شريف ته طواف زيارت وکړه نيت وکړه: (الْهي زه اراده لرم اووه شوطه طواف طواف فرضي حج اسلام، ته يې راته اسانه کړې ته يې را څخه قبول کړې).
کله چي دي طواف وکړ دوه رکعته واجب د طواف وکړه صفا و مروه، تا مخکي کړې ده، اوس يې ضرورت نسته، بیا ولاړ سه منْی ته د اختر دوهمه ده کوچنی شيطان اووه ډبري ووله، بيا ميانه او بیا لوی. شپه هم هلته وکړه بيا دا بله ورځ کوچنی شيطان، بياميانه شيطان او بیا لوی شيطان ووله، بيا نو راسه حرم شريف ته که دي د کور سفر نژدې و، نو طواف رخصت وکړه ځکه واجب دی او که دي د کور سفر ليري و، بيا تر تګ يوه ورځ مخکي طواف رخصت وکړه ستا حج خلاص سو د حج دي مبارک سه.
په پورته ذکر سوي ترتيب کي که څه رد او بدل درڅخه وسي بیا د علماوو څخه پوښتنه وکړه خدای نخواسته چي دم درباندي وا نه وړي دا ډېره اسانه طريقه سول.
د حج تر روانېدو نه مخکي حاجي بايد څه وکړي؟:
حاجي صاحبه! كله چي حج مبارك درباندي فرض سو نو فوراً به پيسې داخلي كړې، خپل نوم به راوغواړې، كله چي دي نوم راغلى نو د حج په مناسكو شروع وكړه ځكه حج يو مهم عبادت دى چي اللهﷻ پر تا باندي فرض كړی دى. دا پنځم ركن د اسلام دى، ډېر ډېر احتياط كوه داسي نه چي شا ور وګرځوې. ځه چي حاجيان څه كوي زه به هم هغه كوم نه به را څخه پاتېږي زه ورسره بيداره يم. دا خبره نه ده، دا ډېر لوى معتبر عبادت دى بايد فرض، واجب، سنت، مستحب او آداب يې ټوله زده كړې! كه په خپله نه وي له بل چا يې زده كړه خداى نخواسته چي حج دي فاسد نه سي دم او پُسه درباندي وا نه وړي نو به دي پيسې او وخت دواړه ضائع سي.
په لومړي قدم كي دا زده كړه چي د حج څه مطلب دى؟
د حج دا مطلب نه دى چي حا جي صاحب له حجه راسي نو خلک ورته حاجي صاحب ووايي، نه دا مطلب د حج نه دی بلكي د حج مطلب دا دى چي: حاجي صاحب ټوله ګناوي و خپل ځان ته ښكاره كړي چي ما خو دا ګناوي كړي دي. او هره ګناه ځانته معلومه كړي او بيا ټولي ګناوي په نظركي ونيسي او د توبې لپاره خپله لاره پيداكړي چي ما خو دا ګناه كړې ده څنګه به توبه وكاږم.
حاجي چي له خپله کوره روانېږي بايد څه وکړي:
اوس نو ته حج ته روانېږې، دا مستحب طريقه ده چي ته پر مريضانو، دوستانو، انډيوالانو، باندي وګرځې او د ځان لپاره په ډېره عاجزي سره عفوه ځني وغواړې، پام ډېركوه شيطان حملې درباندي كوي چي زه خو نو حج ته روان يم، د چا سره كار نه لرم. مينه
او ورورګلوي د خلکو سره مه شكوه، خداى نخواسته چي تكبر او غرور در څخه و نه سي. په ډېره عاجزي او ژړا د طيارو ميدان ته روان سه، هلته چي ورسې ټكټ او پاسپورټ ګوري او تلاشي اخلي چي جنجال ونه كړې ځكه بيا غرور ځني جوړېږي نو بيا بل كاغذ دركوي د طيارې د چوكۍ نمبر پكښي ليكلى دى، هغه كاغذ په لاس د طيارې انتظار كوه، كله چي طياره راغله بيا عمومي ږغ كېږي نو غسل وكه، لنګ ووهه، سر پټ كړه، دوه ركعته نفل وكړه او چي كله سلام وګرځوې نو په راسته لاس سر لوڅ كړه او داسي ووايه: اِلْهي زه د عمرې اراده لرم او د عمرې احرام مي تړلى دی نو ته يې راته اسانه كړه او ته يې را څخه قبوله كړې. درې واره لبيك ووايه او بيا دغه دعا ووايه:
﴿اََللّٰهُمَّ اِنَّا نَعُوْذُ بِکِ مِنْ عَنَاءِ السَّفَرِ وَکَابَةِ الْمَنْظَرِ وَسُوْءِ الْمُنْقَلَبِ فِیْ الْاَهْلِ وَالْمَالِ وَالْوَلَدِ اََللّٰهُمَّ اِ نِّیْ اَعُوْذُ بِکَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ وَقَهْرِ الّرِجَالِ اَلْـحَمْدُ لِلّٰهِ اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ اَللهُ اَ کْبَرْ سُبْحَانَکَ اِ نِّیْ ظَلَمْتُ فَاغْفِرْ لِیْ﴾.
تر دعا وروسته لبيك وايه ترمكې معظمې پوري او پام كوه چي مجلس ونه كړې خپل لبيك وايه.
او درود هم ورسره وايه.
کله چي له طيارې کښته کېږې بيادادعاوايه:
﴿ بِسْمِ اللهِ تَوَکَّلْتُ عَلَی اللهِ اَعُوْذُ بِکَلِمَاتِ اللهِ التَّآمَّاتِ کُلِّهَا مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ وَذَرَءَ وَبَرَءَ وَسَلَا مٌ عَلٰی نُوْحٍ فِی الْعَالَمَيْنَ ﴾.
﴿ اََللّٰهُمَّ اَعْطِنَا خَيْرَ هٰذَالْمَنْزَلِ مَا فِیْهِ وَقِنَا شَرِّهِ وَشَرِّ مَا فِيْهِ رَبِّ اَنْزِلْنِیْ مَنْزَلًا مُّبَارَکًا آمِيْنَ ﴾.
كله چي طياره په جده كي كښېنسته نو په انتظار ګاه كي په چوكۍ كي كښېنه، چي د پاسپورټ كار شروع سو ور ولاړ سه پاسپورت وركه چي دخول در ووهي، نو بيا دباندي ورسه خپل معلم درته ولاړدى او په موټر كي سپور سه ترمكې معظمې پوري خپل لبيك وايه، موټر مو د عمارې و بغل ته درېږي په احتياط ځني كښته سه، خپله كوټه دركوي، هلته ښه آرام وكړه او دماغ برابركه بيا مكې شريفي ته راووزه، خپل ټول ګناهونه در پياد كړه، په ډېر ادب او عاجزي د باب السلام چي سنت ده او يا بلي دروازې له لاري ور داخل سه
او مكې معظمې ته مخامخ وګوره لاس پورته كه او دعا شروع كړه. اول دا ووايه چي يا الله د ډېر وخت ګناه کار يم بخښي اوننواتي ته راغلى يم، بل دربار نسته ما ته بخښه وكړه او بيا ټول امت ته د بخښي دعا وكړه او زما عاجز بنده ګل محمد مسلم لپاره هم د بخښي دعا وكړه. بيا د حجر اسود پر ليكه و درېږه او طواف شروع كړه بيا راسه دوه ركعته لمونځ د طواف وكړه او بيا
د زمزم اوبه وڅښه، بيا صفا او مروا وكړه، سر وخرېيه او كالي واغونده نو عمره خلاصه سوه. اوس نو خپل نفلي طوافونه كوه او د مسجد تنعيم او جُعرانې څخه عمرې راوړه لكه مخكي چي تا عمره وكړه هم هغسي يې ټوله طريقه ده. تر طواف د عمرې ثواب زيات دی ځکه دوې عمرې د يوه حج ثواب لري.
د اتم په ورځ د سهار لمونځ په حرم شريف كي وكړه، ولاړسه كوټې ته، لنګ ووهه او احرام وتړه. احتياط كوه دا د حج ډېر مهم احرام دى، نورو خلکوته مه ګوره چي بې ادبي كوي يوازي خپل ځان ته ګوره. نو په پښو روان سه او يا هم په موټر كي سپور سه او په زوره زوره لبيك وايه او دا هم په ذهن كي ونيسه چي ټوله نبيان هم پر دغه لاره باندي تللي دي، زه هم بخت لرم چي دلته راغلم او شيطان درته غرور ښكاره كوي نو پام كوه چي مغروري ونه كړې، څوك غوځار نه كړې او يا جنګ او دعوه و نه كړې!.
و منْى شريفي ته ځان ورسوه، خپلي خېمې ته ولاړسه، خپل كارت او نمبر درسره وساته او هلته ارام وكړه. دلته د ماپښين، ماځيګر، ماښام، ماخستن او سبا سهار لمونځونه وكړه او بيا و عرفات مبارك ته روان سه، هلته تر زوال پوري ارام وكړه بيا نو تر لمر لوېدو پوري دعا وكړه (په دعا ځان سخت ستړى كړه ځكه دا ډېر مهم وخت دى) كله چي لمر ولوېدى نو مزدلفې شريفي ته روان سه، هلته په مزدلفه شريفه كي شپه وكړه، بيا چي كله لمر راوخيژي نو و منْى شريفي ته راسه او شيطانان ووله، راسه ذبح وكړه، سر وخرېيه، كالي واغونده او اوس نو په ډېر ادب او اطمنان طواف زيارت شروع كړه. دا بله ورځ بيا منْى شريفي ته ولاړسه او هلته بيا درې شيطانان ووله، بيا دلته شپه وكړه، دا بله ورځ بيا درې سره شيطانان ووله او بيا نو راسه و حرم شريف ته. دلته نو ستا حج خلاص سو او
د حج دي مبارك سه.
توبه پر پنځه ډوله ده:
لومړی: حق په مابين كي د خداىﷻ او بنده دی لكه لمونځ، روژه، زكْوة او داسي نور شيان چي د دغو شيانو اول خو به قضا راوړې د ټولو او يا به بخښنه وغواړې نو آينده به ستا توبه په رشتيا وي چي زه نه روژه خورم، نه زكْوة پرېږدم او نه لمونځ قضا كوم.
دوهم: د هغو شيانو څخه ده چي تا د خداىﷻ له امره مخالفت كړى وي مثلاً لكه غلا، زنا او شراب. دا توبه دا ډول ده چي په خُله بخښه وغواړې او پر مخكيني فعل باندي پښېماني په زړه کي وكړې او فورًا قصد وكړې چي يا اللهﷻ زه به په آينده كي دا كارونه نه كوم.
درېيم: د هغو ظلمو څخه ده چي ستا او د بنده تر منځ وي مثلاً رشوت دي ځني اخستي وي يا دي حق ځني لاندي كړى وي نو اوس به له خپله ماله و هغه مظلوم ته خپل حق وركوې او عفوه به ځني غواړې، كه مړ وي د هغه وارثانو ته به د هغه حق وركوې.
څلورم: د هغو ظلمو څخه ده چي تا ظلم ورسره كړى وي نو هغه نه پېژنې يا هغه سړی مړ وي، قريب او وارث يې هم نه وي نو هغه اندازه مال چي تا ورسره ظلم كړى وي، د هغه مال په اندازه به په نيت ددغه مظلوم خيرات كوې چي اللهﷻ يې ثواب و ده ته ورسوي او د اللهﷻ څخه به بخښه وغواړې چي توبه دي قبوله كړي.
پنځم: د هغو شيانو څخه ده لكه غيبت، وهل او ښكنځل. نو كه هغه څوك چي تايې غيبت كړى وي، وهلى دي وي او يا دي هم ښكنځل ورته كړي وي، مړ يا ورك وو نو دده په حق كي د خداىﷻ څخه بخښه وغواړه. ډېر ډېر اميد سته چي خداىﷻ به په خپل فضل ستا مدعيان ستا څخه راضي كړي، او كه ژوندى وو نو عفوه ځني وغواړه لپاره د ټولو حقوقو، داسي نه چي ته ورته ووايې: هغه فلانى حق را وبخښه بلكي ورته ووايه چي ما ته ټول حقوق را وبخښه نو ستا غاړي په خلاصي دي او همدغه د توبې طريقه ده.
د حج تاريخ او اهميت:
په ټوله دنياکي اول حج د آدم حج و، د ابن عباس څخه روايت دی چي رسول اللهﷺ وفرمايل: چي آدم د هندوستان څخه (۱۰۰۰) واره په پښومکې مکرمې ته تللی دی، درې سوه (۳۰۰) حجونه او اووه سوه عمرې يې کړي دي اول حج د آدم و، چي پر عرفات و درېدی جبرايېل ورته راغلی او ورته ويې فرمايل: يا آدم! ستاحج قبول سو او اې آدم! په زرو کلونو مخکي ستا تر پيدايښت ما پرخانۀ کعبه طواف کړی دی.[سبحة المرجان ص ۸، ۹]، [اعيان الحجاج ص۵۰]
امام اعمش چي لقب يې علامةالاسلام و، يو بې مثاله عالم و، د شریعت او سنت سخت پابند و، چي تر اويا کلونو پوري تکبیر اولْی نه دی ځني تېرسوی نو چي کوم وخت ده د حج اراده وکړه نو يې شاګرد علي بن سهر ته وويل چي ولاړ سه د امام ابوحنیفه څخه د حج مناسک وليکه او رايې وړه ځکه د حج په فرائضو او نوافلو کي تر ده بل واقف نسته، نو دلته دا معلومه سوه چي
د حج مناسک ضروري دي.[خيرات حسان، اعيان الحجاج ص ۱۴۹]
د حج فضيلت:
رسول اللهﷺ ويلي دي چي د حج مبرورمعنْی د قبول سوي حج بدله نه ده مګرجنت دی، رسول اللهﷺ ويلي دي چي د حاجي پرهرګام يوه نېکي نوشته کېږي او يوه ګناه يې بخښل کېږي او د عرفات په ورځ يې ټولي ګناوي بخښل کېږي که څه هم په حساب د باران
د څاڅکو وي او چي طواف زيارت وکړي داسي پاک سي لکه له موره چي تازه زوکړی وي، رسول اللهﷺ ويلي دي چي څوک حج وکړي او څوک په خُله او لاس زهير نه کړي مخکيني او راتلونکي ګناوي وربخښل کېږي که حاجي پر لار مړ سي د ده لپاره تر قيامته هر کال حج نوشته کېږي روايت دی چي ټولو انبياوو حج کړی دی.[ص: ۹۸نزهة الناظرين]
يو روايت دی چي ناقبول سوی حج تر دنيا اوڅه چي په دنياکي دي ترهغه بهتر دی.[ص: ۳۱۹ملاعلي قاري]
روايت دی چي حاجي هره دعاغواړي قبلېږي.
[ص: ۱۹ملاعلي قاري]
روايت دی چي بي رياحاجي نه فقيرکېږي.[ص: ۲۰ملاعلي قاري]
د حج اکبر حکم:
رسول اللهﷺ ويلي دي چي په حج کي که د عرفات او د جمعې ورځ سره برابره سي تر اوياحجو بهتر دی.
[ص: ۳۱۹ملاعلي قاري]
د حج آداب (۲۳) دی:
۱- پورونه د اللهﷻ او د بندګانو اداکول، ۲- توبه کښل، ۳- صحيح نيت، ۴- حلاله نفقه، ۵- ښه ملګری، ۶- حلاله نفقه عيال ته پرېښودل، ۷- تجارت نه کول که څه هم روادی، ۸- له قريبانو او يارانو څخه رخصت اخستل او بخښنه غوښتل، ۹- له کوره داسي وتل لکه آخري ملاقات چي وي، ۱۰- صفايي کول، ۱۱- امانت رسول، ۱۲- وصيت کول خاماخا، ۱۳- د حج ضروري احکام زده کول، ۱۵- د خلکو د نامعلومه حقونو پر اندازه خيرات د هغه په نيت کول، ۱۶- په خوشحالي وتل، ۱۷- پر لار د حج تقوْی کول، ۱۸- په سفر کي د حج ډېر ذکر کول، ۱۹- له خواشينۍ او خښمه ځان ساتل، ۲۰- سنګين ژوند کول، ۲۱- دوه رکعاته لمونځ کور کول بياوتل، ۲۲- خوشبويي لګول. نه په حالت د احرام کي، ۲۳- مناسک له ځانه سره وړل. [ص: ۲۱۹عالمګيری، ص: ۱۵۷ردالمحتار، ص: ۶۳ملاعلي قاري]
تر حج مخکي مکروهات (۹) دي:
۱- د تېرو درويشتوآدابو څخه يو پرېښودل،
۲- د مور او پلار بي اجازې حج کول چي د خدمت او نفقې سړی يې نه وي، ۳- همدغه رنګه د خاوند حج
بې له اجازې د خپلي ښځي چي نفقه يې نه وي،
۴- بې اجازې د ضامن، ۵- د لغړزني حج بې اجازې
د پلار يا بې امنيتي د لاري، ۶- قرض کول چي ګمان يې وي چي ادا يې نه سم کولای که څه هم حج پخوا پر فرض سوی وي، ۷- حج په پښوکول چي طاقت يې نه وي، ۸- د ښځي حج بې له محرمه، ۹- د ښځي حج په عده کي.
[ص: ۱۴۰ردالمحتار، ص: ۲۲۱ملاعلي قاري]
د احرام تړلو وروسته ممنوعات:
د احرام معنْى د حج د عبادت حريم ته داخلېدل دي او له هغو شيانو ځان ساتل دي چي په شرع كي حرام دي او هم د ځينو نورو هغو شيانو حرامېدل دي چي په نورو وختو كي روا وي.
هغه ممنوعات چي هر وخت منع دي د احرام تر تړلو وروسته لا زيات حرامېږي لكه فسق، شهوت پرستي، له شهوته ډك نظر كول، د شهوت خبري كول، غيبت كول او د ګناه نور ډولونه.
الف:- د ښځي او مېړه يوځاى كېدل او د ښځي او مېړه ترمنځ د شهوت حركات او شهوت پاروونكي خبري.
ب:- ښكار كول، د حج له سيمي څخه د شنو شيانو او درختو شكول او ماتول او حتْى د حج په سيمه كي
د ښكا ر لارښوونه كول.
احرام څه ته وايي؟:
احرام دحج په مناسكو ورننوتل دي له نيت كولو او تلبيې ويلو سره د احرام جامې ډېري ساده جامې دي تر داسي حده چي د نارينه وو لپاره ناګنډلي وي او دښځو لپاره ګنډلي دي. د دې سادګۍ څخه مطلب له دنيايي سينګار څخه فارغېدل، تش لاسي، بډايي، پاچا او ګدا، عرب او عجم تر منځ تو پير نه پاته كېدل دي. عارفانو ويلي دي احرام سړي ته كفن ور يادوي او مقصد يې
د هرڅه پرېښولوته چمتووالی دى چي نفس يې له سړي څخه غواړي او د خداىﷻ و لور ته تلل دي.
دنارينه د احرام جامه له دوو سپينو ټوټو څخه جوړه ده (نوې يا وينځلې)، يو لنګ او بل څادر چي كه اوږې پكښي پټي هم سي پروا نه كوي، د نارينه چوټي ياچمپلان هم بايد ډېرساده وي، داسي چوټي وي چي بجلکي او د پښو د مخ هډوکی پټ نه كړي، كمربند تر ملا كول د نارينه او ښځينه وو لپاره روادی چي په هغه كي همياني ټينګېږي. (حاجيان د سفر پيسې، پاسپورټ او خپل لازم كاغذونه پکښي ږدي تر څو ددې شيانو په اړه يې اندېښنه رفع سي)
د نارينه لپاره د لنګوټې، خولۍ او يا چلتار پر سركولو اجازه هم نسته بلكي سر يې بايد خامخا لوڅ وي او ترڅو چي يې احرام په تن وي سر يې بايد لوڅ وي. احرام په حج كي فرض دی او حاجي ته نه ښايي د اركانو يا
د عمرې ترختمېدو پوري د غسل ترمخ احرام ليري كړي.
د ښځو د احرام لباس اساساً ساده دى چي مخ يې لوڅ وي، د ښځو د حج لباس سپين رنګي ګنډلې جامه، د سر د ورېښتانو لپاره يوه ټوټه او يو ساده پرتوګ دى او داهم روادى چي پرتوګ يې پوندې پټي كړي. ځوانه ښځه كولای سي يوه ټوټه په خپل مخ را وځړوي په داسي توګه چي پرمخ يې موښتې نه وي خو د لويې او تړلي چادرۍ اغوستل روا نه دي.
يادونه:- د ښځو لپاره د سر مسح د احرام سره نه ده روا بلكي بايد پر لڅ سر باندي مسح وسي.
د حج يا عمرې كوونكي ته لازم دى چي د احرام
د جامې تر اغوستلو دمخه ځان په صابون ومينځي او تر ممكنه حده يې پاك كړي او د تخرګونو او ترنامه لاندي ورېښتان او نوكان پرې كړي، د احرام د اغوستلو په وخت كي دي خامخا اودس وكړي او كه امكان ولري نفلي او مستحب غسل دی هم وكړي، خوشبويي دي هم ووهي، دوه ركعته نفل لمونځ دي وكړي، په اول ركعت كي كه تر فاتحې وروسته ﴿قُلْ يَا اَيُّهَاالْكَافِرُونَ﴾ او په دوهم ركعت كي دي ﴿قُلْ هُوَاللهُ اَحَدْ﴾ ووايي، ثواب لري او روايت دى چي رسول اللهﷺ همدا دوه سورتونه په دې لمانځه كي ويلي دي.
د احرام تړلو ځاى:
حاجي بايد احرام مكې مكرمې ته تر رسېدو مخكي وتړي او د ميقات له پنځو ځايونو څخه بې له احرامه تېر نه سي، كه د مځكي له لاري سفر كوي يا له هري لاري چي د مكې مكرمې حدودو ته و رسېږي
د ميقات ځايونه معلوم دي، هلته دي احرام وتړي. كه په الوتكه كي سفر كوي څرنګه چي الوتكه ژر رسېږي نو ښه به دا وي چي احرام په الوتكه كي تر سپرېدلو وړاندي وتړي حاجي دي بيدار وي چي عورت پټ كړي يعني د نارينه بايد د احرام د درلودلو په وخت كي تر ورانه لاندي تر نامه پوري هيڅ ځاى لوڅ نه سي، خصوصاً د طواف او لمونځو په وخت كي د ښځي د مخ او لاسو پرته ټول بدن عورت دى.
يادونه:- له جدې نه ترمكې پوري ۷۵ كېلومتره لاره ده چي موټر يې له څو ځايه درېدو سره په دوه ساعته كي وهي، كه وخت ترلاسه سي دوه ركعته نفل لمونځ دي په دې لاره كي وكړي.
کله چي دمکې شريفي ښارته داخلېږې دادعاوايه:
﴿اَللّٰهُمَّ هٰذَالْبَلَدُ بَلَدُکَ وَالْبَيْتُ بَيْتُکَ جِئْتُکَ اَطْلَبُ رَحْمَتَکَ مُتْبِعًا لِاَمْرِکَ رَاضِيًا بِقَدْرِکَ اَسْئَلُکَ مَسْئَلَةِ الْمُضْطَرِّ اِلَيْکَ الْمُشْفَقُ مِنْ عَذَابِکَ اَنْ تَسْتَقْبِلَنِیْ بِعَفْوِکَ وَاَنْ تَجَاوَزَنِیْ بِرَحْمَتِکَ وَاَنْ تَدْخِلَنِیْ جَنَّتَکَ﴾.
د حج نيت او د حج ډولونه:
حج درې فرضونه لري: ۱- د احرام تړل ۲- پر عرفات درېدل ۳- طواف زيارت.
د پورته درې واړه فرضونو د پرځاى كولو ماسېوا حج نه كېږي، احرام ته د اقدام كولو په وخت كي دي په زړه كي د حج نيت او د احرام قصد وكړي او چي احرام يې وتړى بيا دي نيت په ژبه وكړي.
حا جي دي هڅه وكړي چي نيت په عربي ژبه و وايي او كه لازم و، د معلم له خُلې دي تكرار كړي كه دا هم سخته وه په خپله مورنۍ ژبه دي و وايي. ګونګی دي ېې په زړه كي نيت وكړي. په هر صورت حاجي بايد پوه سي چي د څه ډول حج لپاره احرام تړي. قارن، تمتع او مفرد په دغه درو(۳) حجو کي چي هر حج کوي نو دي
د هغه حج تصميم ونيسي او بيا دي نيت وكړي.
۱- حج قِران:
دې ډول حاجي ته په عربي قارِن وايي:
د قِران مطلب په يوه احرام باندي له يوه ميقات څخه د حج او عمرې سره يوځاى كول دي بې له دې چي د دواړو ترمنځ د زمانې فاصله راسي. په دې ډول عبادت كي عمره د حج په ترڅ كي اداكېږي، حاجي احرام د حج او عمرې د دواړو په يوه وخت كي تړي، طواف او سعى كوي او د عمرې او د حج د مناسكو ترپاى ته رسېدو پوري د احرام په قيد كي پاتېږي. دا حج ذبح لري او ذبح يې واجب ده. بيا دي خپل ورېښتان وخرېيي او يا دې لنډ كړي.
د حج قِران نيت:
﴿اَللّٰهُمَّ اِنِّيْ اُرِيْدُالْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ فَيَسِّرْهُمَا لِيْ وَ تَقَبَّلْهُمَا مِنِّي﴾.
ترجمه: خدايه! د حج او عمرې اراده مي كړې ده، نو راته اسانه يې كړې او دواړه را څخه قبول كړې.
۲- حج تمتع:
دې ډول حا جي ته په عربي كي متمتع وايي:
متمتع حاجي اول احرام په ميقات كي اغوندي
او عمره اداكوي چي په عمره كي طواف، صفا، مروا
او د سر خرېيل يا لنډول شامل دي.
بيا له احرامه وزي او عادي جامه اغوندي، د ذي الحجې پر اتمه د حج احرام تړي په حرم شريف کي،
د تمتع حج ذبح لري او ذبح يې واجب ده.
متمتع دي لومړى د عمرې په طواف كي تلبيه ويل قطع كړي، بيا دي د ذي الحجې پر ا تمه د حج لپاره له حرم شريف څخه احرام وتړي (د ذي الحجې تر اتمي مخکي احرام تړل بهتردى) بيادي حج وكړي (بې د قدوم له طوافه) او ذبح دي وكړي (كه دذبح توان يې نه درلودی نو روژه دي ونيسي چي بيا به د ذبح په باب كي خبري پر وسي) او د حج او عمرې له احرام څخه فارغېږي.
د عمرې نيت دا دى: چي د تمتع د مناسكو په پيل كي راځي.
﴿اَللّٰهُمَّ اِ نِّيْ اُرِيْدُ الْعُمْرَةَ فَيَسِّرْهَا لِيْ وَتَقَبَّلْهَا مِنِّي﴾.
ترجمه: خدايه! د عمرې د اداكولو نيت مي كړی، نو را ته اسانه يې كړ ې او راڅخه قبوله يې كړي.
دحج او عمرې په منځنۍ فاصله كي متمتع حاجي كه زياتي فارغي ورځي ولري، كولای سي چي څو واره عمره ادا كړي. خو د ذي الحجې د اتمي ورځي تر رارسېدو مخكي دي د حج احرام وتړي او منْی ته دي روان سي. د حج د احرام تر تړلو وروسته دي د حج نيت وكړي، په حنفي مذهب كي د قِران تر حج وروسته همدا د تمتع حج فضيلت لري.
يادونه:- زموږ د هيواد حاجيانو ته په کار ده چي
د تمتع حج وکړي په دې باره کي دي په خپل هيواد کي د علماوو څخه ضرور پوښتنه وکړي ځکه زموږ زيات هيوادوال په ژوند کي يو حج کوي نو دي د تګ په وخت کي د عمرې نيت وکړي، د حج نيت دي نه کوي او که د حج نيت کوي نو دي د قِران حج شرطونه ځان ته معلوم کړي، د عمرې نيت دي هم ورسره وکړي و دغه حج ته (قِران) وايي. او که مفرد حج کوي ضرور به شرطونه ورمعلوم وي.
۳- حج مفرد:
دې ډول حا جي ته په عربي كي مفرد وايي:
له افراد څخه مطلب يو كول دي يعني چي احرام يوازي د حج په نيت تړي او د حج تر پايه پوري له احرامه نه وزي او دا حج ذبح واجب نه لري او مسنونه ذبح لري او نيت يې دادى:
﴿اَللّٰهُمَّ اِ نِّيْ اُرِيْدُ الْحَجَّ فَيَسِّرْهُ لِيْ وَتَقَبَّلْهُ مِنِّي﴾.
ترجمه: خدايه! د حج د اداكولواراده مي كړې ده، راته اسانه يې كړې او راڅخه قبول يې كړې.
دې حاجي كه د حج تر ختمېدو او د اختر د ورځو تر تېرېدو وروسته وخت درلودى بېرته دي احرام له ټا كلو ځايو څخه چي تر حرم دباندي دي وتړي او عمره دي اداكړي، تر اختر وروسته هره ورځ عمره کولای سي.
د حج فرائض (۳) دي:
۱- احرام تړل، ۲- پر عرفات درېدل، ۳- طواف زيارت کول، چي هر يو رکن دی، په پرېښودلو يې حج فاسد او قضا پر واجب ده کوم افعال چي ځني پاته وي. [ص: ۲۱۹عالمګيري]
د حج واجبات (۲۷) دي:
۱- احرام تړل له ميقاته، ۲- سعی د صفااو مروا،
۳- شروع د سعی له صفا څخه، ۴- بي له عذره په پښوسعی کول، ۵- پر عرفات دوام تر لمر لوېدو پوري، ۶- يو څه حصه د شپې پر عرفات درېدل، ۷- تر امام وروسته راکښته کېدل له عرفات څخه، ۸- پر مزدلفه درېدل، ۹- د ماښام او ما خستن لمونځ يوځای کول په مزدلفه کي، ۱۰- د شيطانانو ويشتل، ۱۱- د اولې ورځي شيطان تر قربانۍ او سر خرېيلو مخکي ويشتل، ۱۲- د هري ورځي شيطان بلې ورځي ته نه ځنډول،
۱۳- د سر خرېيل يا لنډول، ۱۴- قرباني يعني شکريه
د حج تمتع ياقِران په نيت کول، ۱۵- تر سر خرېيلو مخکي قرباني کول، ۱۶- د سر خرېيل د اختر په ورځو کي، ۱۷- د حرم په مځکه کي د سر خرېيل که څه هم منْی نه وي، ۱۸- د طواف زيارت زيات شوطونه د اختر
په ورځوکي کول، ۱۹- هر طواف د حطيم تر شا کول، ۲۰- هر طواف په اوداسه کول، ۲۱- هر طواف پر راسته طرف کول، ۲۲- په هر طواف کي فرض پټول معنْی عورت، ۲۳- که عذر نه وي په پښوطواف کول،
۲۴- دوه رکعاته لمونځ له هر طوافه وروسته کول که وخت مکروه نه وي، ۲۵- طواف رخصت بياباني سړي لره، ۲۶- په پښو تګ په صفا او مروا کي، ۲۷- هر طواف په پاکو جامو او يا لنګ کي کول، که له دغو واجباتو يو واجب پاته سي په قصد او که په هېره، که په عذر، يا بي له عذره وي حکم د واجبو دا دی چي په پرېښودلو يې دم لازمېږي.
که له پورتنيو واجباتو څخه لاندي اووه واجب په عذر پاته سي دم نه پر لازمېږي:
۱- دوه رکعاته د طواف، ۲- د سر خرېيل، ۳- پر مزدلفه شپه تېرول، ۴- په پښوتګ په طواف کي، ۵- په پښو تګ په سعی د صفا اومروا کي، ۶- طواف زيارت د اختر تر ورځو وروسته کول، ۷- طواف صدر پرېښودل.
د حج سنت (۳۲) دي:
۱- طواف قدوم هغه بياباني لره چي حاجي مفرد ياقارِن وي، ۲- اوږې ښورول يعني په پهلواني تلل په اولو درو شوطو کي د هغه طواف چي وروسته تر هغه سعی د صفا وي،۳- د صفا او مروا په مابين د ميلانو زرغونو ځايو کي چابک چابک تګ کول،۴- هغه شپه په منْی کي تېرول چي په صبا يې درې شيطانان ويشتل کېږي، ۵- له منْی څخه عرفات ته تر لمر ختو وروسته روانېدل،۶- د لسم شپه په مزدلفه کي تېرول، ۷- سهار تر لمر ختو د مخه روانېدل، ۸- ترتيب د درو شيطانانو په ويشتلو کي، ۹- د اتم په ورځ تر ماپښين د مخه تلل چي پنځه لمونځونه په منْی کي پوره سي، ۱۰- غسل د عرفات لپاره، ۱۱- پاکوالی د جامې او بدن په هر طواف کي،
۱۲- غسل يا اودس د هر احرام لپاره، ۱۳- اغوستل د پاکو جامو که نوې وي يا پرېولې، ۱۴- دوه رکعاته لمونځ
د مخه تر احرام که وخت مکروه نه و، ۱۵- تلبيه ډېره ډېره ويل په لوړ آواز سره د نارينه لپاره، ۱۶- (اَللهُ اَکْبَرْ)،(لَااِلٰهَ اِلَّا اللهُ)، درود ويل او دعاکول، ۱۷- غسل کول د مکې شريفي
د ښار د داخلېدو لپاره، ۱۸- داخلېدل و مسجدالحرام ته پر باب السلام، ۱۹- په هر طواف کي چي وروسته صفا او مروا لري اضطباع کول معنْی پټو تر راسته
بغل لاندي کول اوږه لوڅول نارينه لره، ۲۰- ډېر طوافونه کول ځکه چي بياباني لره تر لمانځه بهتر دي، ۲۱- ډېري دعاوي کول ځان، قريبانو او ټولو مسلمانانو ته په ټول سفر کي په عاجزي سره، ۲۲- په وخت دشيطانانو ويشتلو کي راسته طرف منْی ته کول چپه طرف مکې شريفي ته کول، ۲۳- د لوی شيطان ويشتل په اوله ورځ له لمر ختو بيا تر زواله سنت دي او ترسپېدو پوري روا دي او په نورو ورځو کي په مابين
د زوال او لمر لوېدو کي ويشتل سنت دي او تر سپېدو پوري روادي، ۲۴- حاجي مفرد لره شکريه حلالول، ۲۵- په ډېر ادب اوبه د زمزم څښل پر سر او بدن اچول مخ پرکعبه دعاکول، ۲۶- وروسته تر صفا او مروا دوه رکعاته کول، ۲۷- صفا ته دومره ختل چي کعبه شريفه ووينې، ۲۸- په ملتزم شريف ځان چسپول مچول ژړا کول که موقع وي، ۲۹- د نفلي حج او تمتع او قِران له پُسه څخه يو څه غوښه خوړل، ۳۰- که د څلورم په ورځ شيطان نه ولې بايد د درېيمي ورځي تر لمرلوېدو مخکي ولاړ سې مکي شريفي ته، ۳۱- پر محصب يو ساعت کښېناستل که ور معلوم و، ۳۲- زيارت د جناب رسول اللهﷺ څوک وايي واجب دی څوک وايي سنت مؤکد دی.
هغه کارونه چي اوښ لازموي (۳) دي:
۱- تر عرفات وروسته تر سر خرېيلو او طواف زيارت مخکي جماع کول پر دغه سړي او ښځي باندي اوښ لازموي، ۲- د طواف زيارت ټول يا زيات شوطونه په جنابت يا حيض يا نفاس سره کول، ۳- په حالت د احرام کي شتر مرغ يا بل دغومره غټ حيوان وژل.
[ص: ۲۶۱، عالمګيري، ص: ۲۹۱، قاضي خان]
هغه کارونه چي پُسه لازموي(۴۱) دي:
۱- سر خرېيل مخکي تر وخت ټول يا څلورمه حصه دم لازموي، ۲- پوره اندام په لږ خوشبويي خوشبويه کول يا څلورمه حصه د اندام په ښه خوشبويي خوشبويه کول دم لازموي، ۳- خوشبويه جامه لوېشت په لوېشت کي دوولس ساعته اغوستل دم لازموي،
۴- ګنډلې جامه دوولس ساعته اغوستل دم لازموي، ۵- ښځو لره د مخ څلورمه حصه او نارينه لره د مخ او سر دواړو يا يوه څلورمه حصه دوولس ساعته پټول دم لازموي، ۶- پوره يو بغل په احرام کي خرېيل دم لازموي، ۷- زير ناف په احرام کي خرېيل دم لازموي، ۸- د يوه لاس يا د يوې پښې نوکان په يوه مجلس کي پرېکول دم لازموي، ۹- بې له طواف زيارته له دانورو طوافو څخه يوطواف په جنابت يا حيض يا نفاس کي کول دم لازموي، ۱۰- طواف زيارت بې اودسه کول دم لازموي، ۱۱- طواف رخصت بې عذره پرېښودل دم لازموي، ۱۲- طواف زيارت بې له عذره د اختر تر ورځو ځنډول دم لازموي، ۱۳- طواف زيارت په بې ستري کول چي لمونځ نه په صحيح کېږي دم لازموي، ۱۴- د عرفات له حدودو تر لمر لوېدو مخکي را وتل دم لازموي،
۱۵- سعی د صفا او مروا پرېښودل او يا بې له عذره په ريړۍ کي کول دم لازموي، ۱۶- نه ويشتل د ټولو شيطانانو يا د زياتوکه د يوې ورځي وي يا د ټولو ورځو وي دم لازموي، ۱۷- په حِل کي سر خرېيل دم لازموي، ۱۸- د سر خرېيل او يالنډول د اختر تر ورځو ځنډول دم لازموي، ۱۹- د مزدلفې د سهار درېدل چي پرېږدي بې له عذره دم لازموي، ۲۰- په خوند مسه کول د ښځي يا هلک تر طواف زيارت دمخه دم لازموي، ۲۱- سر خرېيل دمخه تر ويشتلو د اول شيطان او يا دمخه تر شکريې حاجي قارِن او مُتمتع لره دم لازموي، ۲۲- حاجي متمتع لره د حج احرام په حِل کي تړل دم لازموي، ۲۳- د عمرې يا د حج لپاره بې له احرامه تر ميقات تېرېدل دم لازموي، ۲۴- که له يوې عمرې نه وې خلاص سوی تر سر خرېيلو مخکي د بلي عمرې احرام تړل دم لازموي، ۲۵- په پنځو ورځو د اختر کي عمره کول دم لازموي، ۲۶- په احرام کي يو اندام په خوشبويه صابون پرېولل ياکريم استعمالول دم لازموي، ۲۷- ځنډول
د شکريې د اختر تر ورځو دم لازموي، ۲۸- دوهم وار جماع تر طواف زيارت مخکي کول دم لازموي،
۲۹- پر خوشبويه بستره پرېوتل دم لازموي، ۳۰- طواف زيارت يا طواف رخصت يا د عمرې طواف بې له ضرورته پرکټ يا کجاوه کول دم ، ۳۱- په ويشتلو کي
د شيطانانو اووه ډبرې خطا کېدل يا پاته کېدل دم لازموي، ۳۲- خوشبويه شی خوړل يا څښل چي په اور نه وي پوخ سوی دم لازموي، ۳۳- پر حاجي قارِن په دغه جناياتو کي دوه دمه لازمېږي، ۳۴- طواف زيارت مخکي تر سر خرېيلو دم لازموي، ۳۵- سر يا ږيره سره کول يا تورول په احرام کي دم لازموي، ۳۶- ګنډلې جامه يا نېکر يا نور شيان د احرام دوولس ساعته اغوستل دم لازموي، ۳۷- موزې يا جرابي دوولس ساعته په پښوکول دم لازموي، ۳۸- پر عرفات د ورځي نه درېدل که شرعي عذر نه وو که څه هم بندګي عذر موجود وي لکه حصار يعني بندي کېدل يا غفلت يا طياره ځنډېدل دم لازموي، ۳۹- د خوشبويه دوا خوړل دم لازموي، ۴۰- پښې په نکريځو سري کول دم لازموي، ۴۱- د کعبې شريفي خوشبويي لاس ته رسېدل که څه هم دستي يې پرېولي دم لازموي.[ص: ۲۰۲، ردالمحتار، ص: ۲۰۶، ملاعلي قاري، ص: ۲۴۱، عالمګيری، ص: ۱۹۸، احسن الفتاوْی]
هغه کارونه چي دوه کيلوغنم لازموي (۲۰) دي:
۱- په لږ خوشبويي يو اندام يا په ډېره خوشبويي کم تر څلورمي حصې د اندام خوشبويه کول، ۲- کم تر لوېشت په لوېشت جامه خوشبويه کول دوولس ساعته اغوستل، ۳- سر يا مخ پټول کم تر دوولس ساعته، ۴- ګډېدل
د خوشبويي د داسي شي سره چي څښل کېږي چي خوشبويي زياته او هغه شی کم وي، ۵- اغوستل د ګنډلې جامې کم تر دوولس ساعته، ۶- خرېيل د برېتو،
۷- نفلي طواف بې اودسه کول، ۸- طواف رخصت بې اودسه کول، ۹- درې يا کم تر درو ډبرو شيطان په اوله ورځ پرېښودل، ۱۰- کم ترڅلورمه حصه سر خرېيل،
۱۱- لس يا کم تر لس ډبري شيطان په دا نورو درو ورځو کي پرېښودل، ۱۲- کم تر څلورمه حصه ږيره خرېيل، ۱۳- يو څه چنغړک يعني غوټو خرېيل، ۱۴- کم تر پنځه نوکانود يوه لاس يايوې پښې پرېکول پر هر نوک دوه کېلوغنم دي، ۱۵- کم تردرې شوطه په هر طواف کي چي وي پر پاته سوي شوط دوه کېلوغنم دي، ۱۶- د بل سر خرېيل که محرم وي يا غير محرم وي، ۱۷- د يوه بغل زياته حصه خرېيل، ۱۸- لږ ږيره يا لږ برېت خوشبويه کول، ۱۹- کم تر څلورمي حصې سر پټول که څه هم دوولس ساعته وي، ۲۰- د مار، لړم، غوماشي، موږک اوحمله کوونکي حيوان پرته د نورو حيوانانو په وژلو سره لازمېږي.
د حاجيانو خطاوي (۱۳۷) دي:
۱- مسه کېدل د ښځي په حالت د احرام کي، يا په طياره کي، يا په موټرکي، يا په طواف کي، يا په حجر اسود کي، يا بل د رش په ځای کي دا خطا ده که خپله ښځه وي يا پردۍ ښځه وي مسه کېدل يې حرام دي دم واجبوي که خوند او احساس د حرارت راغلی.
۲- استعمال د صابون او شامپو په حماموکي په حال د احرام کي دم لازموي او بې له احرامه پروا نه لري.
۳- د څټ خوا په احرام کي پټول دا خطا ده ځکه چي هغه په سر کي حسابېږي او کښته خوا يې پروا نه لري.
۴- بېباکي کول په اوداسه کي دا خطا ده ځکه چي اودس ماتېدل په فرض او واجب طواف کي دم لازموي او په نورو طوافو کي کموالی او خیرات لازموي.
۵- خوړل د خوشبويه شيانو په احرام کي دا خطا ده.
۶- نيکر اغوستل په احرام کي دا خطا ده.
۷- ويکس يا بام استعمالول دا خطا ده ځکه خوشبويي ده په استعمال يې دم لازمېږي.
۸- کريم په غاښو وهل دا خطا ده ځکه داخوشبويي ده خُله پوره اندام دی دم لازموي.
۹- د زعفرانو، لونګو، دال چينيو، هېلو او نورو خوشبویه شیانو په وريجو او چايو او يابل شي کي خوړل دا خطا ده ځکه دا شيان خوشبويه دي که څه هم په اور پخ سوي وي. [زبدة المناسک ص۲۰۴]
۱۰- نفلي طواف بې اودسه کول خيرات لازموي.
۱۱- د وريښتانو کښل او سوځل په وخت داوداسه اوغسل کي په حالت د احرام کي داخطاده.
۱۲- و تل حج ته د نرښځي بې له محرمه داخطا ده.
۱۳- وژل د شپږو تر درو زيات خيرات لازموي.
۱۴- د ګل ګلاب، يا ريحان، يابل خوشبويه شي بويول دا خطا ده ځکه داحج زخمي کوي.
۱۵- جنګ اودعوه په سفر د حج کي په لاس، يا خُله، يا په پښه، يا په زړه، ياپه سترګو دا خطاده ځکه اللهﷻ فرمايې:
﴿         ﴾.[البقره/۱۹۷]
ترجمه: نه جماع، نه بدي خبري او نه جنګ سته په حج کي.
۱۶- اضطباع يعنی اوږه لوڅول بې له هغه طوافه چي وروسته د صفا او مروا سعی لري دا خطاده.
۱۷- نه ساتل د سترګو له حرامو په طواف يا بل ځای کي دا خطا ده ځکه اللهﷻ فرمايې:
﴿       ﴾.[النور/۳۰]
ترجمه: ووايه اې! محمدﷺ مؤمنانو ته چي پټي کړئ سترګي له ناروا کتلو او وساتي فرج خپل له ناروا څخه.
﴿      ﴾.[النور/۳۱]
ترجمه: او ووايه مؤمناتو ښځو ته پټي کړئ سترګي خپلي له ناروا کتلو څخه او وساتئ فرج خپل له ناروا څخه.
۱۸- هغه لاس بند چي د حاجيانو د پېژندګلوۍ لپاره يې په حاجي کيمپ کي ورکوي د هغه په چپه لاس کول دا خطا ده ځکه په هغه کي د اللهﷻ نومان دي په وخت د استنجاء او په نوروځايوکي يې سپکاوی راځي.
۱۹- د اوږې لوڅول مخکي له طوافه دا خطا ده.
۲۰- د هميانۍ تړل د لنګ د ټينګېدو لپاره دا خطا ده اوکه د پيسو د حفاظت لپاره وي پروا نه لري.
۲۱- قبر ته ورتلل د هغه چا چي حج ورلره کوې دا خطاده.
۲۲- کتل وبيت الله شريفي ته په حال د طواف کي په نيت د عبادت دا خطا ده ځکه ضرر رسول د ضعيفانو او مسه د ښځو پکښي راځي عبادت نه دی.
۲۳- شروع د طواف بې له حجرالاسوده داخطاده ځکه چي شروع له حجرالاسوده سنت ياواجب ده.
۲۴- رمل يعني ځغستل اوږي ښورول د طواف په ټولو شوطو کي دا خطا ده ځکه دا بي ادبي ده او د خلکو زهيرېدل دي او دا رمل فقط په درو شوطو د هغه طواف کي سنت دی چي وروسته له هغه طوافه سعی د صفا او مروا وي.
۲۵- ذکر او دعاوي په زوره ويل دا خطا ده، بل مسلمان هم په تکليفېږي او ريا هم پکښي راځي او بي ادبي هم ده وقار يعني سنګين تګ سنت دی.
۲۶- زهيرول د ځان او د بل په مسه کولوکي د حجراسود دا خطا ده ځکه چي مسه کول سنت دي او زهيرول
د مسلمان حرام دي خاص بيا په حرم کي الله فرمايې:
﴿         ﴾.
[الحج/۲۵]
ترجمه: هرڅوک چي ارداه وکړي په حرم کي د تېرېدلو تر اندازې په ظلم سره موږ به په ده و څکو عذاب دردناک.
۲۷- د لاس تېرول د کعبې مبارکي دا خطا ده ځکه چي د حطيم شريف يو څه حصه او (افرېز) د کعبي يعني دغه مصنم پای په نزد د بعضو علماوو له بيت الله شريفي څخه دی او طواف بايد پر ټوله بيت الله شريفه وي.
۲۸- د پښو مخامخ کېدل بيت الله شريفي ته په حال د مسه کولو د حجرالاسود کي يا بل ځای دا خطا ده ځکه چي پښې بايد پر خپل حال وي په طواف کي.
۲۹- مسه کول د حجرالاسود يا بيت الله يا مقام ابراهيم په حال د احرام کي دا خطا ده ځکه چي هغه زيات وخت خوشبويه وي او لاس پوره اندام دی خوشبويه کول يې په احرام کي دم لازموي.
۳۰- لاس پورته کول و رکن يماني ته دا خطا ده ځکه چي سنت خو يې مسه کول په راسته لاس ده.
۳۱- طواف کول په حال د خطبې د جمعې کي دا خطا ده.
۳۲- د عورت لوڅول په حال د طواف کي دا خطا ده ځکه چي پټول د عورت د هرطواف له واجباتو څخه دي.
۳۳- طواف په ګاډۍ اوريړۍ کي سره له قدرته پرتګ دا خطا ده.
۳۴- نفلي طواف په بې اودسي کول دا خطا ده ځکه چي اودس يې له واجباتوڅخه دی.
۳۵- لاس پورته کول وحجرالاسود ته د دعاپه شان داخطا ده ځکه چي سنت داسي پورته کول دي لکه
د نيت د لمانځه لپاره.
۳۶- لاس پورته کول پر صفا او مروا باندي د لمانځه پر ډول دا خطا ده ځکه چي داسي به لاسونه پورته کوې لکه د دعا په وخت کي.
۳۷- نه مچول د لاسو په وخت د پورته کېدلو د لاسو کي و حجرالاسود ته او لمونځ کول نژدې مقام ابراهيم ته په وخت د ګڼي ګوڼي کي دا خطا ده. [ص ۱۱۵زبدة المناسک]
۳۸- لمونځ د طواف په لوڅه اوږه کول دا خطا ده ځکه چي (اضطباع) يعني اوږه لوڅول يوازي په طواف کي ده.
۳۹- طواف کول د لمانځه د جنازې په حال کي دا خطا ده لمونځ دي وکړي بيا دي طواف له دغه ځايه شروع کړي.
۴۰- تلاوت د قرآن شريف په طواف کي دا خطا ده په دغه نيت چي تر دعا او ذکر ثواب لري او که هغه نيت نه وي بيا ثواب لري.
۴۱- ګرځول د سينې و بيت الله شريفي ته په طواف کي دا خطا ده ماسيوا له مسه کولو او استيلام د حجراسود يا رکن يماني څخه.
۴۲- نه پيوستوب د شوطو د طواف بې له عذره دا خطا ده ځکه چي پيوستوب سنت يا واجب دی.
۴۳- نه تيمم و بېهوښه ته چي طواف په کوې دا خطا ده.
۴۴- پرېښودل د طواف له سببه د باران يا ګرمۍ دا خطا ده ځکه چي په حديث شريف کي فرمايې چي پرهر څاڅکي او هر ګام يوه يوه نېکي ده. [ص: ۱۶۱زبدة المناسک]
۴۵- پرېښودل د نفلي طواف پسله شروع دا خطا ده ځکه چي هغه لکه لمونځ لازمېږي.
۴۶- لاسونه پورته کېدل په دعاوود طواف کي دا خطا ده.
۵۹- اودس نه تازه کېدل د معذور پسله وتو د وخته دا خطا ده.
۴۷- يوځای کول د دووطوافو ياد ډېروطوافو بې له واجباتو چي وخت مکروه نه وي دا خطا ده اوکه وخت مکروه و، لکه د ماځيګر د لمانځه وروسته ترماښامه او يا د سهارله اذانه وروسته بيا تر اشراقه.
۴۸- دوه رکعاته د طواف په نيت د نفلو کول دا خطا ده ځکه چي هغه واجب دي که يې په نيت د نفلو کړي وي راګرځول يې واجب دي هر وخت او هرځای چي وي که يې نه را وګرځول دم پرلازم دی. [ص: ۵۶۱ملاعلي قاري]
۴۹- راګرځول د واجباتو د طواف پسله اذانه د ماښام مخکي تر فرضو دا خطا ده ځکه چي فرض دمخه دي او بل د امام اعظم د مذهب د سپکوالي وهم کېږي.
۵۰- ګړنګ او ناړي د زمزم مبارک له اوبو سره توکل دا خطا ده ځکه چي د حرم او زمزم بې عزتي ده.
۵۱- د زمزم په اوبو استنجاء وهل يا مردار شی په پرېولل دا خطا ده.
۵۲- نه شروع د سعی د صفا او مروا په استيلام
د حجراسود کي دا خطا ده ځکه چي دا مستحب دی چي صفا ته ځې استيلام د حجرالاسود مبارک به کوې او د طواف په شروع کي استيلام فرض يا واجب ياسنت دی. [ص: ۵۳ ردالمحتار، ص: ۲۹۲، خانيه، ص: ۲۲۵عالمګيري]
۵۳- پورته کېدل د صفا سر ته دا خطاده.
۵۴- پورته کېدل د مروا سر ته دا خطا ده.
۵۵- نه تکبير ويل، نه تهليل، نه درود، نه دعا او نه لاس پورته کېدل د دعاپه رنګه او نه مخامخ کېدل
و قبلې ته پر مروا باندي دا خطا ده.
۵۶- دوه رکعاته نفل نه کول پسله سعی د صفا او مروا څخه دا خطا ده ځکه چي دا مستحب دی او ډېر حاجيان ځني غافل او بې پروا دي.
۵۷- سعی په لڅ عورت سره کول داخطاده.
۵۸- د يو څو و رېښتانو پرېکېدل پر مروا په نيت
د حلالېدو دا خطا ده چي ناپوه خلک او يا د نورو مذهبو خلک و ويني نو دا کار کوي او زموږ په مذهب د ټول سر او يا د څلورمي حصې د سر خرېيل او يا لنډول واجب دي.
۵۹- د ږيري خرېيل په نیت د حلالېدو دا خطا ده ځکه چي د ټول بدن په خرېيلو له احرامه نه وزې بې له خرېيلو د سر او يا لنډولو د سر.
۶۰- د سر ماشين کول چي ورېښتان د ګوتو تر بندو کم وي دا خطا ده ځکه چي بې له خرېيلو نه حلالېږې.
۶۱- د ښځو رواجي ځان له احرامه حلالول دا خطا ده ځکه چي د دواړوکوڅيوسرونه پرېکړي او سره له دې چي واجب پردوی باندي د ټول سر کوچنی کول او لوی ورېښتان پرېکول دي او يا د څلورمي حصې يو بند د ګوتي اندازه پرېکول واجب دي که يو ورېښته
د سر تر څلورمه کم و، ابدي په احرام کي ده مېړه ته نه ده روا په هردم لازمېدونکي شي دم پرلازمېږي.
۶۲- بعضي حاجيان تر پايه د حج او عمرې په څلورمه حصه د سر کفايت کوي او د دې کار څخه (مُثلة) يعني بدرنګي پېښيږي دا هم خطا ده.
۶۳- ځغستل د ښځو په صفا او مروا کي د دوو ميلانو په مابين کي دا خطا ده بلکي دا به پر خپل ډول ځي.
۶۴- پر صفا او مروا لاس پورته کول بيا ايله کول درې واره دا خطا ده ځکه سنت دا دی چي لاس د دعا پر ډول پورته کړي او دعاوي زياتي درې واره تکرارول دي.
۶۵- پر صفا او مروا نفلي سعی کول دا خطا ده.
۶۶- سعی په حالت د جنازې د لمانځه کي دا خطا ده بلکي سعی دي پرېږدي لمونځ دي وکړي بيا دي له هغه ځايه شروع کړي.
۶۷- سعی په رېړۍ يا کجاوه کي سره له قدرته
د ولاړي پر لمانځه دا خطا ده ځکه دم لازموي.
۶۸- سعی يا طواف په مرداروجامو يا څپليو کي دا خطا ده ځکه پاکي د بدن او جامې په طواف کي واجب ده او سعی بې اودسه مکروه ده.
۶۹- په حالت د اختيار کي د ماپښين لمونځ د اتم په ورځ په مکه شريفه کي کول دا خطا ده ځکه چي په منْی کي سنت دی.
۷۰- دنيايي خبري په طواف او سعی کي دا خطاده.
۷۱- د عيدګاه لمونځ په منْی کي کول او په عرفات او منْی کي لمونځ د دوی په امام پسي کول دا خطا ده ځکه چي دوی لمونځ سفريانه کوي او زموږ په مذهب سفر نه دی.
۷۲- جبل رحمت ته لوړ ختل دا خطا ده ځکه نه سنت دی نه ثواب لري د ځان او د بل زهيرېدل دي.
۷۳- پرېښودل د تکبيراتو د تشريق دا خطا ده سره له دې چي واجب دي په نزد د يارانو پر مسافرو، مقيمانو، ښاريانو او کليوالو فتوْی پر قول د يارانو ده.
۷۴- د ماښام يا د ماخستن يا دواړه لمونځونه پر لار کول يا په عرفات کي کول دا خطا ده.
۷۵- د ماښام لمونځ په خپل وخت کي نه کول دا خطا ده که چيري طائف ياجدې يا مکې ته تلې.
۷۶- په مزدلفه کي د ماښام لمونځ په نيت د قضايي
دا خطا ده ځکه دا يې وخت دی د اداء په نيت دې کوي.
۷۷- دمزدلفې په شپه بي پروايي له عبادت، له تهجد، صلْوةالتسبيح، ذکر او دعا څخه دا خطا ده ځکه صحيح دا ده چي دغه شپه د شب قدر تر شپه بهتره ده.
[ص: ۱۷۷ردالمحتار، ص: ۲۳۰عالمګيری]
۷۸- شمېرل د طيارې د سپرتيا پر عرفات د فرضو پرځای کېدل دا خطا ده ځکه چي شرط د درېدو مځکه ده.
[ص: ۱۹۹امدادالاحکام، او په زبدةالمناسک کي د رشيداحمد ګنګوهي يې جواز ورکړی دی]
۷۹- په مزدلفه کي مخکي تر راختلو د سپېدو اذان او لمونځ کول دا خطا ده او دا کار د ډېرو عادت دی.
۸۰- له حدودو د مزدلفې تر سپېدو مخکي وتل دا خطا ده ځکه چي په مابين د سپېدو او لمر ختو کي حاضرېدل د مزدلفې واجب دي. که عذر نه و، دم لازم دی.
۸۱- وعرفات ته د نهم په ورځ تر لمرختو مخکي په خپل اختيار وتل دا خطا ده او که د حکومت په لاس او بس کي وې بيا پروا نه لري.
۸۲- ويشتل د شيطانانو هرډول له هري خوا چي وي دا خطا ده ځکه چي سنت دا دی چي منْی به يې راسته طرف ته وي او کعبه شريفه به يې چپه طرف ته وي په حال د ويشتلوکي.
۸۳- د شيطانانو د نه ويشتلو څلور عذره دي اول ډېره کمزوري، دوهم دومره ناروغي چي لمونځ په ولاړي نه سي کولای، درېيم چي په پښومعذور وي
د سپرېدو شی نه لري او څلورم بېره او زيات ګمان دمرض د زياتېدو وي. [ص: ۷۶، احکام الحج]
۸۴- په منْی کي د شيطانانو د ويشتلو شپې نه تېرول دا خطا ده ځکه چي دا مکروه تنزيهي دي شی نه لازموي. [ص: ۱۸۴ردالمحتار]
۸۵- د اول او دوهم شيطان له ويشتلو وروسته دعا نه کول دا خطا ده ځکه چي دا د دعا د قبلېدوځای دی او د آخري غټ شيطان وروسته دعا نسته.
۸۶- د سر خرېيل د آخري شيطان له ويشتلو وروسته دا خطا ده د متمتع او قارن لپاره ځکه په اوله ورځ چي مفردين حاجيان او يا د نورو مذهبو حاجيان وويني ترشکريې نه مخکي سر وخرېيي دم پر لازمېږي.
۸۷- د حکومت په وکالت شکريه حلالول حکومت ته قيمت تسليمول دا خطا ده ځکه چي په دې کي ډېر فاسدوونکي شيان سته، د حلالېدو وخت يې نه دی معلوم چي ته هغه وخت ځان حلال کړې، د شکريې سلامتي له عيبوڅخه نه ده معلومه، عمر د شکريې يې نه دی معلوم، د اخترپه ورځوکي حلاله سي که وروسته داسي نه چي بل دم لازم نه سي، بسم الله ويل يې هم نه دي معلوم ځکه چي د حکومت قصابان د حلالېدو په وخت کي ليدل سوي دي چي بسم الله نه وايي.
۸۸- حلالول د شکريې په نيت د اختري دا خطا ده ځکه يو بل پر لازمېږي او که تر درو ورځو تېر سي نو بيا بل هم پرلازمېږي.
۸۹- شکريه د بل بې له اجازې د هغه حلالول دا خطا ده ځکه چي هغه به بله حلالوي له ده به د ژوندۍ شکريې قيمت اخلي.
۹۰- د امانت يا خواستي حيوان حلالول بې اجازې چي قيمت به يې ورکړم دا خطا ده.[ص: ۲۸۴معلم الحجاج]
۹۱- د کفارې، نذر او احصار له پُسه څخه خوراک دا خطا ده.
۹۲- نه حلالول د شکريې يا د دم يا کفارې يا جنايت په مځکه د حرم کي دا خطا ده.[ص: ۱۷۵بدائع]
۹۳- د جنايت د پُسه ورکول و غنيانو ملګرو ته دا خطا ده.[ص: ۱۴۰ آپکی مسائل، ص: ۲۲۴فتاوْی خانيه]
۹۴- اوښ پر لازم وي چي درې ځايونه دي او دی د هغه پر ځای اووه پُسونه حلالوي دا خطا ده. [ص: ۵۱فتاوْی رحيميه]
۹۵- نه خرېيل سر د ملګري چي د حج له احکامو يا
د عمرې له اعمالو خلاص سي دا خطا ده ځکه تر خلاصېدو وروسته خپل سر په خپله هم خرېيلای سي
د بل محرم او غير محرم دا هم ور خرېيلای سي ځکه سر خرېيل د حج او عمرې لپاره لکه سلام د لمانځه لپاره په وخت خپل کي حلالوونکی او واجب دی تر وخت له مخه فاسدېدونکی دی.[ص: ۲۲۱ملاعلي قاري، ص: ۵۲۲احسن الفتاوْی، ص: ۱۴۴آپکی مسائل، ص: ۲۹۵فتاوْی رحيميه، ص: ۱۰۹مسائل الحج]
۹۶- د سر خرېيل يا لنډول بې د حرم له مځکي څخه دا خطا ده ځکه چي د حرم په مځکه کي خرېيل واجب دي او خاص د منْی په مځکه کي سنت دي.
۹۷- د خوشبويي استعمال ترطواف زيارت نه مخکي او تر سر خرېيلو وروسته دا خطا ده ځکه چي اختلاف پکښي سته حج په زخمي کېږي احتياط دا دی چي وروسته يې وکړي چي په اجماع حلال سي.
۹۸- په صف کي فراخ کښېناستل بې له ضرورته دا خطا ده ځکه چي پر لمونځ کوونکو او طواف کوونکو تنګي راولي الله فرمايي:
﴿           ﴾.[المجادله/۱۱]
ترجمه: هرکله چي وويل سي تاسي لره فراخي وکړئ په مجلسوکي نو فراخي کوئ فراخي به وکړي الله تاسي لره.
۹۹- نه چسپېدل په ملتزم شريف پوري چي
د حجراسود او خلاصي دروازې په مابين کي دی دا خطا ده ځکه چي چسپېدل مستحب دی او د حجرالاسود مچول سنت دي په شرط د دې که ازدحام نه وو.
۱۰۰- نه مچول د مستجار چي د بيت الله شريفي شا ته د بندي دروازې او رکن يماني په مابين کي دی دا خطا ده او چسپېدل يې مستحب دی که ازدحام نه وو ډېرخلک ځني ناخبره دي.
۱۰۱- مچول او چسپېدل او استيلام کول د مقام ابراهيم او د نورو رکنو په نيت د سنت او استحباب دا خطا ده او په نيت د برکت پروا نه لري.
۱۰۲- چسپېدل د رکن يماني و راسته طرف ته دا خطا ده ځکه چي د شيعه ګانوسره برابري ده او مکروه دی.
۱۰۳- تصويرونه اخيستل چي زيات حاجيان په اخته دي په دغه پاکو ځايو کي چي دا کار حرام دی او سبب د غضب الْهي دی.
۱۰۴- په زوره خندا او د دنيا خبري په مسجدکي منع دي نو په مسجدالحرام کي چي ترټولو بهتر دی څومره به حرام وي.
۱۰۵- د ښځي سره په جماعت کي درېدل که څه هم خپله ښځه اوخپله موراوخپله خور وي دا خطا ده ځکه چي لمونځ د سړیي فاسدېږي.
۱۰۶- د ښځي ترشا برابر درېدل يا د څلورو تر شا که برابر نه وي هم او يا د درو تر شا برابر ترآخر د صفو که امام د دوی د امامت نيت کړی و، دا خطا ده ځکه چي لمونځ يې فاسدېږي اوکه يې امام نيت نه و، کړی بيا
د ښځو لمونځ فاسد دی.
۱۰۷- پرېښودل د روژو په مسجدالحرام او مسجد نبوي کي دا خطا ده ځکه چي ډېرثواب لري لږ تر لږه يو درې خو بايد په هر حرم کي ونيسئ.
۱۰۸- د قرآن عظيم الشان نه ختمېدل په دواړو حرمينو کي دا خطا ده ځکه چي په دواړوحرمينو کي نازل سوی دی لږ تر لږه يو وار يادوه واره خو بايدختم سي.
۱۰۹- نه مخامخ کېدل په لمانځه کي وعين کعبې ته په مسجدالحرام کي دا خطا ده لکه چي زيات د برنډو حاجيان دا کار کوي.
۱۱۰- خيراتونه کول او مېلمستياوي کول د امير له ماله بې له اجازې د اميره او بې له اجازې د وارثانو د هغه چاچي حج ځني کوي دا خطا ده.
۱۱۱- د بل څپلۍ يا چوټې بې له ښکاره يااشارتي اجازې چي د جارو کېدلو پرځای يې کښلي وي په پښوکول دا خطا ده.
۱۱۲- قبرونه ځان ته په معلْی شريف او بقيع شريف کي جوړول په نيت د ثواب دا خطا ده اصل نه لري.
۱۱۳- نه نيت د اعتکاف په حرمينو کي چي هر وار حرم ته داخلېږی دا خطا ده چي لوی ثواب پرېښودل دي.
۱۱۴- تنګي راوستل په مصارفو کي پرځان او ملګرو په داسي مبارک سفر کي دا خطا ده ځکه چي روايت راغلی دی چي يوه روپۍ يې له څلوېښتو زرو سره برابره ده.[ص: ۹۸نزهةالمجالس]
۱۱۵- بد الفاظ په حرم کي خاص بيا په حال د رش کي پر حجراسود مبارک ويل دا خطا ده ځکه چي لويه ګناه ده بلکه ويل يې بېره د کفرده.
۱۱۶- عمره راوړل په ورځ د عرفات او په څلورو ورځو د اختر کي دا خطا ده ځکه په کولو يې دم لازمېږي.
۱۱۷- که احرام په دغه پورته ورځوکي وتړي بيا بيرته بيې عمرې کولو يې مات کړي دا خطا ده، دم پرلازمېږي او احرام بند چي تر پنځم ماښامه پاته سي بياعمره وکړي نو له دمه خلاص دی.
۱۱۸- اقتداپه امام الحرام پسي له داسي ځايه چي
د ده او امام په مابين کي لويه لار او د خلکو د تګ او راتګ وي دا خطا ده.
۱۱۹- نه پرهېز له ټولوګناووڅخه لکه و ښځو ته کتل او هلکانو ته کتل عکسونه اخستل اوعکسونوته کتل اوږيره خرېيل دا خطا ده.
۱۲۰- نويشته کول د نامه د چمپلانو پر کڅوړه داهم خطا ده ځکه چي د حروفو سپکوالی دی.
۱۲۱- نه ويل د سورة (يٰس) او(قُلْ هُوَاللهُ اَحَدْ) په جنت معلْی او په جنت بقيع کي دا خطا ده.
۱۲۲- نه ويل د کلمې طيبې اويازره واره په حرمينوکي دا خطا ده ځکه چي هرځای ويل يې د جنت قيمت دی خاص بيا په حرمينوشريفينوکي.
۱۲۳- پرېښودل د صلْوةالتسبيح په حرمينو کي لويه بې نصيبي او لويه خطا ده.
۱۲۴- جنګ او دعوه په ځايو د رش کي دا خطا ده.
۱۲۵- نه وصيت په پوره کولو د حج يعني په حلالولو د اوښ که له عرفاته وروسته سخت مريض سو بېره
د مرګ وه دا خطا ده ځکه اوښ يا غويی حلالول پرځای د ټولو پاته کارو درېږي حج يې پوره کېږي که مړسو.
۱۲۶- درودشريف ډېرنه ويل پرلارد مدينې شريفي خاص بياچي ښار او آبادي ووينې دا خطا ده ځکه چي کموالی د درود شريف علامه د کموالي د محبت ده ﴿اَللّٰهُمَّ زِدْ هَا لَنَا اٰمِيْنْ﴾ ترجمه: اې اللهﷻ! ته خو محبت
و موږ ته را زيات کړې.
۱۲۷- ډېر په زوره ذکر اوخبري په حرم نبوي کي چي دا بي ادبي او خطا ده ځکه الله فرمايي:
﴿     •﴾.[الحجرات/۲]
ترجمه: تاسه مه پورته کوئ آوازونه خپل زيات تر آواز د نبيﷺ. (دغه آيت هلته نويشته هم دی)
۱۲۸- تېرېدل د لمونځ کوونکي تر مخ په حرم نبوي کي دا خطا ده ځکه چي هغه يو څه روايښت چي لري هغه په مسجدالحرام کي دی نه په ټول سعودي کي لکه چي له زياتو خلکوڅخه ليدل کېږي.
۱۲۹- عناد او غيبت په همسايګانو د اللهﷻ کي او په همسايګانو د رسولﷺ کي دا خطا ده بلکي د دوی بد و اللهﷻ او رسول اللهﷺته سپارئ له ښوسره يې ښه کوئ په ښو يې يادوئ او محبت يې کوئ.
۱۳۰- ضد او عناد او غيبت په مېلمنو د اللهﷻ او
د رسول اللهﷺ کي چي حاجيان دي د هرځای، د هري ژبي او د هر مذهب چي دي دا خطا ده ځکه چي په مېلمانه د سړي څومره خوا بدېږي.
۱۳۱- نه رسول د سلامو که چا وصيت ورته کړی وي او ده قبول کړی وي دا خطا ده ځکه چي دا امانت دی او که سلامونه پر ډېرسول يا يې هېرسول داسي دي وايې: (سلام دي وي پرتااې نبيﷺ! د ټولو هغو خلکو له طرفه چي ما ته يې وصيت په سلام پرتاکړی وي).
۱۳۲- د ګلانو پاشل د غاړګۍ په غاړه کېدل که په راضي و، دا خطا ده ځکه چي دا برابري له بتانوسره ده.
۱۳۳- دا ګُمان چي نفلي خيرات تر نفلي حج بهتر دی دا خطا ده بلکي عکس دی حج پر بهتر دی دا د امام اعظم فتوْی ده له دغه معلومېږي چي ده مبارک پنځه پنځوس حجه کړي دي. [ص: ۴۰۳طحطاوي، ص: ۱۰۷بزازيه]
۱۳۴- نه خبرتيا په مسائلو د حج او نه ملګرتيا د عالم سره دا خطا ده لکه چي دا کار په سترګو ليدل سوی دی.
۱۳۵- د ښځو آواز پورته کول په تلبيه سره دا خطا ده.
۱۳۶- د شيطانانو ويشتل په زياتو تر اوو ډبرو دا خطا ده.
۱۳۷- د شيطانانو ويشتلو ډبري پرېښودل دا خطا ده ځکه چي درې سوه انبياء کړي دي.
هغه شيان چي د حاجي لپاره روا دي:
راز راز تداوي لكه د سترګو، غوږو، پزي او غاښ دوا او د غاښ ايستل، پېچكاري لګول، كه لازم وي
د ملهمو لګول، د بنداژ نښلول يا تړل حتْى د هغه نوك پرېكول چي مات سوى وي. تر ملا د هميانۍ تړل،
د ساختګي غاښو، عينكو، غوږۍ (هغه آله چي كاڼه يې په غوږو كي استعمالوي) ساعت، قلم او كاغذ درلودل.
يادونه:- د حج او سفر په ټولو ورځو كي بايد خوړل او څښل د اړتيا په اندازه وي څو د بې ځايه حاجت
او تكليف مخه ونيول سي او خبري كول هم بايد په لازمه اندازه وي نه بېځايه خبري. حاجي بايد خپل اكثره وختونه په لمانځه، د قرآن كريم په تلاوت، درود او دعا په لوستلو تېركړي. لازم دى چي حاجي بايد د حج په ورځو كي په غسل او طهارت او د امكان تر حده په اوداسه و اوسي.
څو احکام د ښځو:
د ښځو نه زده کول د هغه احکامو چي خاص په دوی پوري اړه لري داخطاده هغه احکام په لاندي ډول دي:
سربه پټوي په احرام کي، آواز به په تلبيه کي نه پورته کوي، رمل به په طوا ف کي نه کوي، اضطباع به نه کوي، د دووميلانوپه مابين کي به نه ځغلي، سر به نه خرېيي بلکي په اندازه د ګوتود سرو به يې پرېکوي، ګنډلي جامې به اغوندي، دستکلې او جورابي او موزې دوی ته روا دي نرو ته نه دي روا، حجرالاسود ته به نه نژدې کېږي، صفا او مروا ته به په ډېر رش کي ډېره نه لوړېږي، د مقام ابراهيم سره به نژدې واجبات نه کوي، د طواف زيارت ځنډول د اختر تر ورځو په عذر
د حيض او نفاس پر ښځه دم نه لازموي، طواف الصدر په دغوعذرو پرېښودل پردوی دم نه لازموي، پر مخ به يو شی له پوسته لوړ سايوان کوي پرځوانه واجب دی او پر زړه سنت دی، د نرو په مابين کي به طواف نه کوي، بې له معلوموځايو د ښځو به لمونځ نه کوي او داهغه خطاوي دي چي ماليدلي او يا اورېدلي دي او تردغه نور زيات ناوړه کارونه هم پېښيږي اللهﷻ دي موږ ته بخښنه وکړي او اللهﷻ مو دي حجونه سره
د دغو نقصاناتو راڅخه قبول کړي.
د کعبې شريفي فضائل او پخوانی احوال:
خداىﷻفرمايي:
﴿• •   ••       ﴾.[آل عمران/۹٦]
ترجمه: په تحقيق سره اولنۍ خونه چي جوړه او وټاکل سوه د خلکو دعبادت لپاره مکه مکرمه ده او هغه مبارکه ده او هدايت د جهانيانولپاره.
په هغه کور کي ډېري نښانې دي او د هغو له جملې نه مقام ابراهيم دى (وَمَنْ دَخَلَهُ کَانَ اٰمِنًا)[ آل عمران/ ۹۶] يعني څوک چي ورننوځي په امن کي دى.
د قرآن کريم ځينو مفسرينو ويلي دي چي کعبه مبارکه اول وار فرشتو او بيا حضرت آدم جوړه کړې وه، څو چي لس واره جوړه سوه دغه موجوده آخري لسمه بنا د حجاج بن یوسف ده. [ملاعلي قاري، تاریخ الخميس اتاک العشر]
بناء البيت بالترتیب فاعلم: ۱- ملائک،۲- آدم،
۳- وکذابنوه،۴- وابراهيم، ۵- عملاق، ٦- وجرهم،
۷- قصْی، ۸- بعده قالوقريش، ۹- عبدالله والحجاج، ۱۰- تمم. [ملاعلي قاري، ص۱۵]
قرآنکريم راښيي چي د مبارکي خوني (بيت الله شريفي) بنسټ ابراهيم او د هغه زوى حضرت اسماعيل لوړ کړی دى او دا هغه وخت دى چي خداىﷻ اراده وفرمايله چي ابراهيم د خلکو لارښوونكى وګرځوي.
﴿     ••    •    ﴾.[البقره/۱۲۵]
ترجمه: کله چي مو وګرځاوه بيت د بيا راګرځېدو ځاى خلکوته او د امن ځاى او وموفرمايل چي وګرځوئ مقام ابراهيم (دابراهيم د درېدو ځاى)
د لمانځه ځاى.
او بيا يې و فرمايل:
﴿         •  •    ﴾.[البقره/۱۲۷]
ترجمه: هغه وخت چي ابراهيم د اسماعيل سره د بيت الله شريفي بنسټونه لوړول (دعا يې وکړه) قبوله کړې له موږ څخه، په تحقيق ته يې اورېدونکى او پوه.
له ابي هريرة څخه روايت دى چي له رسول نه و پوښتل سول: کوم عمل ډېر فضيلت او ښه والى لري؟
رسول وفرمايل: ايمان پر خداى او د هغه پر رسول وي.
بياوپوښتل سول: تر هغه وروسته؟ وې فرمايل:
د خداىﷻ په لاره کي جهاد.
بيا وپوښتل سول: تر هغه وروسته؟ وې فرمايل: مبرور حج (پاک او خداىﷻ ته منل شوى حج).
د ابي هريره څخه روايت دى چي رسول وفرمايل: څوک چي حج وکړي او د حج په شپو کي رفث (شهواني چاري) و نه کړي او فسق ته لاس اوږد نه کړي نو (رَجَعَ کَيَوْمٍ وَلِدْتَهُ اُمَّهُ). يعني بېرته له ګناوو داسي پاک ګرځي لکه په کومه ورځ چي له موره پيدا سي. د دې حديث شريف مطلب دا دى چي حاجي دي
د حج د ادا کولو وروسته د حق لاره نه پرېږدي.
له ابي هريره څخه روايت دى چي د خداىﷻ پېغمبرﷺ وفرمايل: له عمرې تر عمرې پوري د ګناوو لپاره كفاره ده چي د دواړو عمرو ترمنځ وسي (وَالْحَجّ ِالْمَبْرُوْرِ لَيْسَ لَهُ الْجَزَا اِلَّالْجَنَّةِ) يعني مبرور حج بې له جنته بله بدله نه لري.
د ابراهيم په وخت كي (د عيسْى د ميلاد څخه تقريباً دوه زره كاله مخكي) څو واره او تر هغه وروسته د مصر عمالقه وو جوړه كړه او كعبه يې د باطلو بتانو ځاى وګرځوله.
محمد مصطفْىﷺ ماشومتوب او ځواني د كعبې په څنګ كي تېره كړې ده، كله چي محمدﷺ ۲۵ كلن ځوان و، او وحي نه وې ورته راغلي د قريشو قبيلې كعبه بيا جوړه كړه. وحى مكې ته نژدې دحرا په غار كي راغله. تر وحى ۱۳كاله وروسته يعني د رسالت تر شروع وروسته هم د اسلام پېغمبرﷺ په مكه مكرمه كي اقامت درلودى خو د مكې د اكثرو خلکو د دښمنۍ په اثر (چي لا مشركان وو او د رسول د وژلو او بندي كولو په كوشش كي سول) هغه وخت د خپلو يارانو سره مدينې منورې ته هجرت وكړ. تر دې وروسته د مكې كفارو مسلمانان نه پرېښودل چي د حج لپاره د مدينې څخه مكې مكرمې ته راسي.
د هجرت د شپږم كال په ذي القعده كي په حديبيه كي د مكې د كفارو سره د سولي تړون وكړ او مسلمانان پياوړي سول. تردې يوكال وروسته د هجرت د اووم كال په ذي القعده كي سيدالمرسلينﷺ له مدينې منورې څخه مكې مكرمې ته راغى او عمره يې و كړه.
د مکې فتح:
د هجرت په اتم كال كي د خداىﷻ پېغمبر مكې ته ننوتى، مكه فتح او مكه له بتانو پاكه سوه. حج تر دې وروسته فرض سو او په نهم هجري كال حضرت ابوبكر صديق او نور مسلمانان له مدينې څخه مكې ته
د حج لپاره راغلل، د هجرت په لسم كال سيد المرسلينﷺ له مدينې څخه مكې ته د حج لپاره راغى او دې حج ته (حَجَّةُالْوِدَاعِ) وايي مسلمانان له هغه وخته تر اوسه پوري د  د (حَجَّةُالْوِدَاعِ) پر طريقه حج او د حج مناسك ادا كوي او خداىﷻ دي آينده هم توفيق راكړي چي پر دغه مباركه طريقه مناسك ادا كړو.
تر (حَجَّةُالْوِدَاعِ) وروسته چي د پسرلي موسم واقع سو محمدﷺ مدينې ته را وګرځېدى (تر څو هفتو وروسته يې د هجرت د يوولسم كال د ”ربيع الاول“ په مياشت كي يې رحلت وكړ).
دوهم خليفه عمر مسجدالحرام پراخ كړ د اسلام له پيله تر اوسه څو واره كعبه شريفه ترميم او ودانه سوې ده لكه چي د ابن زبير په وخت او د عبدالملك بن مروان په وخت كي، خو وروسته لوى ترميم د هجرت په ۱۰۴۰ هـ ق كال كي د سېلابونو د زيان تر رسولو وروسته سلطان مراد عثماني كړی دى. په وروستيو كلو كي
د سعودي په وخت كي د مسجدالحرام د حريم شا و خوا لويه او پراخه سوېده او د حريم د چارچارپېره په هره خوا كي ترميمونه او زياتوني سوي دي او د مسجد مساحت د ډېرو مسلمانانو لپاره چمتو سوی دى.
د کعبې شريفي برکات او فضائل:
کعبې شريفي ته کتل يوساعت دکال ترعبادت بهتر دی. [ص: ۳۵۳ملاعلي قاري]
کعبه شريفه په قهرطوفان کي پورته سوه مظلومان به له اطرافو څخه راتلل پردغه ځای به يې دعاوي کولې اللهﷻ به قبلولې بيا ابراهيم ته اللهﷻ
ور وښوده او ده جوړه کړه. [ص: ۱۴ملاعلي قاري]
کعبه شريفه د مځکي څخه ترعرشه پوري ده خاص دېوالونه او بام کعبه شريفه نه ده. [ص: ۱۰۲ملاعلي قاري]
کعبه شريفه به په ورځ د قيامت راسي ټول حاجيان به يې په پردو پوري نيوونکي وي جنت ته به يې داخل کړي، علي وايي چي وعده د ميثاق له ارواحانو نوشته سوه حجراسود ته وسپارله سوه نو اوس حجراسود مبار ک شاهد دی په اسلام د مسلمانانو او په کفر
د کافرانو په قيامت به خپله شاهدي ادا کړي.
[ص: ۴۲مختصر احياء العلوم علْی هامش نزهة الناظرين]
لومړی مسجد په دنيا کي مسجدالحرام دی څلوېښت کاله پس بيا مسجد اقصْی جوړ سوی دی.
[متفق عليه حديث دی ص: ۹۹نزهة الناظرين]
رسول اللهﷺ وايي يو لمونځ زما په مسجدکي په لس زره لمونځو دی او په مسجداقصْی کي په زر دی او په مسجدالحرام کي په سل زره دی.[ص: ۴۳مختصراحياء العلوم]
حسن بصري ويلي دي چي يوه روژه په مکه شريفه کي په يولک ده يو درهم خيرات په يولک دی دغه رنګه هره نېکي.[ص: ۴۲مختصراحياء العلوم]
هرڅوک چي حرم ته داخل سي او د حرم قدرکوي نيت يې د اللهﷻ رضا او رحمت وي په ورځ د قيامت به له هره عذابه خلاص وي. [ص: ۹۹نزهة الناظرين، مختصراحياء العلوم]
رواخبري په مسجدکي مکروه تنزيهي دي او بدي خبري مکروه تحريمي دي. [ص: ۱۱۰ملاعلي قاري]
تېرېدل د لمانځه ترمخ چي په ځای د سجدې کي نه وي په مسجدالحرام کي روا دي نه په ټول سعودي کي لکه چي عادت دی.[ص: ۱۰۵ملاعلي قاري، ص: ۳۹۶ردالمحتار ج: ۱]
په مكه مكرمه كي د زيارت كولو نور ځايونه:
څرنګه چي متمتع حاجي د عرفات تر مخه د احرام څخه فارغېږي او دی دا وخت څو فارغي ورځي لري چي په هغو كي كولای سي د مكې مكرمې په ښار كي د هغو ځايونو زيارت وكړي چي د اسلام په تاريخ او
د رسول اكرمﷺ په ژوندانه كي يې لوړ مقام درلود.
۱- د جنت المعلْى هديره: چي هلته د سيد المرسلينﷺ د مباركي مور حضرت آمنې او د مؤمنانو د مور حضرت خديجې، چي د پيغمبر اولنۍ كور والا او د حضرت فاطمې مور وه، قبرونه سته، حضرت خديجه له هجرته درې كاله مخكي په مكه مكرمه كي وفات سوه او تر څو چي دا ژوندۍ وه، پيغمبر بله ښځه نه ده كړې او دا اولنۍ ښځه ده چي د خدایﷻ د پيغمبر پر رسالت باندي يې ايمان راوړ.
۲- جبل النور او د حراء غار: چي هلته محمدﷺ ډېر وختونه په تفكر او د خدایﷻ په عبادت كي تېر كړي دي او هم هلته اولنۍ د رسالت وحي پر ده باندي راغله چي مكې شريفي ته نژدې پروت دى، د حراء غار ته ختل د روغو او تندرستو حاجيانو لپاره ممكن دي، پاته دي نه وي چي د جبل نور او د حراء غار ته ختل
د حج په مناسكو كي شامل نه دي، دا كه يو څوك فارغ وخت ولري نو د زيارت كولو لپاره دي ورسي.
۳- د ثور غار: كله چي د مكې كفار د سيدالمرسلينﷺ په وژلو پسې وه، هلته درې شپې له يارِ غار يعني حضرت ابوبكر صديق سره د خدایﷻ په پناه كي وو، دې غار ته هم د زيارت لپاره خلک ورځي.
عمره په ټول عمر كي يو وار سنت مؤكد ده:
حضرت ابن مسعود روايت كړى دى چي رسول اللهﷺ فرمايلي دي چي: ﴿تَابِعُوْا بَيْنَ الْحَجِّ وَ ا لْعُمْرَةِ﴾.
يعني حج او عمره يو په بل پسې اداء كړئ.
عمره د حج د مراسمو څخه د باندي د ټول كال په اوږدو كي اداكېدای سي خو د عرفات په ورځ او د هغه څخه وروسته تر څلورو ورځو پوري عمره كول مكروه ده ځكه په دې ورځو كي بايد حج ادا سي نه عمره، نو عمره بايد يا د ذي الحجې تر اتمي ورځي مخكي او يا د لوی اختر د ورځو څخه وروسته ادا سي.
د عمرې د اداکولو ترتيب:
زموږ د هيواد څخه چي څوک عمرې ته ځي پکار دی چي د الوتکي تر سپرېدو مخکي غسل وکړي، احرام وتړي او نيت وکړي.
نيت يې دادی:
﴿اَللّٰهُمَّ اِ نِّيْ اُرِيْدُ الْعُمْرَةَ فَيَسِّرْهَا لِيْ وَتَقَبَّلْهَا مِنِّی﴾.
ترجمه: اِلْهي زه اراده لرم د عمرې ته يې راته اسانه کړې ته يې راڅخه قبوله کړې.
نو درې واره لبيک و وايه او بيا درود و وايه او تر حرم شريف پوري لبيک ويل جاري وساته او بيا اووه شوطه طواف او اووه شوطه صفا او مروا وکړه، د عمرې او حج د مناسكو د ادا كولو څخه وروسته د سر خرېيل يا د ورېښتانو لنډول د احرام څخه د وتلو شرط دى، كه يې غوښتل چي بله عمره وكړي دا خرېيل يا لنډول حتمي دي، څو له احرام څخه ووزي او د بلي عمرې لپاره له سره احرام وتړي، كه بله عمره كول غواړي.
عمره په ژوند كي يو ځل سنت او د روژې په مياشت كي زيات ثواب لري، د حج د شپو څخه مخكي دي
د قيمتي وخت څخه د عمرې د ادا كولو لپاره استفاده وسي ځكه چي دوې عمرې د يوه حج ثواب لري. عمره د مسجد (تنعيم) چي مسجد عائشه هم ورته وايي او يا د مسجد (جُعرانه) چي دغه دوه مسجدونه د عمرې د احرام د تړلو ځايونه دي ځکه رسول په خپله
د جُعرانې عمره کړې ده او عائشه يې مسجد تنعيم ته د عمرې لپاره استولې ده.
کېدای سي چي بعضي کسان دا درته و وايي چي طواف کوه عمره مه کوه چي خطا دي نه کړي خپلي عمرې کوه که دجُعرانې وي که تنعيم.
څوك چي عمره كوي، تلبيه د طواف د شروع كېدو څخه مخكي بندوي او پر ځای يې تهليل(لَا اِلٰهَ اِلَّا اللهُ) تكبير (اَللهُ اَ كْبَرْ) او تسبيح (سُبْحَانَ اللهِ) وايي. او ښځي به تلبيه په كرار اواز سره وايي.
كله چي حاجي صاحب (لَبَّيْکَ) وايي بايد پوه سي چي د لوى خداىﷻ د فرمان جواب وركوي او د زړه غوږونه يې بايد د حق ږغ واوري او پوه دي سي چي
د قيامت په ډګر كي به دا اواز د تن په غوږو اوري او ژبه به يې په محشر كي په (لَبَّيْکَ) ويلو اخته وي.
د لبيک ويلو په منځ كي د فاصلې پر مهال دي حاجي صاحب پر پيغمبر درود شريف (اََللّٰهُمَّ صَلِّ عَلٰى مُحَمَّدٍ) په كرار اواز سره وايي.
كه چا نه سوای كولای چي ټولي تلبيې په عربي ژبه ووايې نو ترجمه دي د معلم له خُلې څخه وايي او كه يې دا هم نه سوای ويلای نو دي داسي وايي:
﴿ اَللّٰهُمَّ لَبَّيْكَ، اَللهُ اَ كْبَرْ، اَلْـحَمْدُ لِلّٰهِ ، سُبْحَانَ اللهِ ﴾.
او بيا دي څو واره (اَللهُ اَ كْبَرْ) ووايې او پر له پسې دي تكرار كړي.
طواف د حكم له حسابه څو ډوله دى؟:
۱- طواف قدوم چي اول طواف دی، سنت دى.
۲- طواف زيارت چي هغه د ركن طواف هم بولي يعني د حج ركن او فرض دى.
۳- طواف صدر چي تر شيطانانو وروسته د حج په پاى كي ادا كېږي او هغه طواف ته د رخصت طواف هم وايي هغه اطرافي لره واجب دی.
۴- نفلي طواف چي د تحيې طواف يې هم بولي په فارغ وخت كي بې له احرامه، بې له (رمل) يعني اوږې ښورولو، او بې له (اضطباع) يعني اوږې لوڅولو څخه اجرا كېږي.
د طواف قدوم بيان او حرم شريف ته ننوتل:
د مكې شريفي ښارته د داخلېدو په وخت كي دعا:
﴿اَللّٰهُمَّ اِنَّ هٰذَالْحَرَمَ حَرَمُكَ وَالْاَمْنَ اَمْنُكَ وَ الْعَبْدَ عَبْدُكَ جِئْتُكَ مِنْ بِلَادٍ بَعِيْدَةٍ بِذُنُوْبٍ كَثِيْرَةٍ وَ اَعْمَالٍ سَيِّئَةٍ عَظِيْمَةٍ اَسْئَلُكَ مَسْئَلَةِ الْمُشْفِقِ مِنْ عَذَابِكَ اَنْ تَسْتَقْبِلَنِيْ بِمَحْضِ عَفْوِكَ وَ اَنْ تَدْخِلَنِيْ فِيْ جَنّتِكَ، جَنَّةِ النَّعِيْمِ وَ اجْعَلْ لِّيْ فِيْ هٰذَا الْحَرَمِ قَرَارًا وَارْزُقْنِيْ فِيْهِ رِزْقًا حَلَا لًا. آمِيْنَ﴾.
كله چي د مكې مكرمې ښار ته ور دننه سې او خپل د سفر اسباب او جامې په خوندي ځاى كي كښېږدې، اودس تازه كړه او حرم شريف ته ورسه. تلبيه، حمد او ثنا د الله تعالْیﷻ او درود پر رسول اللهﷺ باندی ډېر وايه چي باب السلام مبارک ته ورغلې نو راسته پښه ور مخکي کړه (اَللهُ اَ کْبَرْ) درې واره ووايه.
بيادا دعاووايه:
﴿(لَا اِلٰهَ اِلَّا اللهُ وَاللهُ اَ کْبَرْ) اَعُوْذُ بِاللهِ الْعَظِيْمِ وَ بِوَجْهِکَ الْکَرِيْم ِوَ سُلْطَانِهِ الْقَدِيْم ِِمِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيْمِ بِسْمِ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلّٰهِ وَالصَّلٰوةُ وَالسَّلَا مُ عَلٰی رَسُوْلِ اللهِ اَلسَّلَا مُ عَلَيْنَا وَعَلٰی عِبَادِاللهِ الصَّالِحِيْنَ اَللّٰهُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدٍ وَّآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلَّمَ تَسْلِيْمًا کَثِيْرًا. اَللّٰهُمَّ اغْفِرْلِیْ ذُنُوْبِیْ وَافْتَحْ لِیْ اَبْوَابَ رَحْمَتِکَ وَاَدْخِلْنِیْ فِيْهَا اَللّٰهُمَّ اِنَّ هٰذَا حَرَمُکَ وَمَوْضِعُ اَمْنِکَ فَحَرِّمْ لَحْمِیْ وَبَشَرِیْ وَدَمِیْ وَعِظَامِیْ عَلَی النَّارِ. اَللّٰهُمَّ اَنْتَ السَّلَا مُ وَمِنْکَ السَّلَامُ وَ اِلَيْکَ یَرْجِعُ السَّلَا مُ فَحَيِّنَا رَبَّنَا بِالسَّلَامِ وَاَدْخِلْنَا دَارَ السَّلَامِ بِرَحْمَتِکَ يَا ذَا لْجَلَالِ وَالْاِ کْرَامِ ﴾.
کله چي دي پربيت الله شريفه سترګي ولګېږي چي زړه دي غواړي هغه دعاوي وکړه بيادادعاووايه:
﴿اَللّٰهُمَّ زِدْ هٰذَالْبَيْتَ تَشْرِيْفًا وَّتَعْظِيْمًا وَّتَکْرِيْمًا وَّزِدْ مَنْ حَجَّهُ وَاِعْتَمَرَهُ تَشْرِيْفًا اَللّٰهُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّعَلٰی آ لِ مُحَمَّدٍ کَمَا صَلَّيْتَ عَلٰی اِبْرَاهِيْمَ وَعَلٰی آلِ اِبْرَاهِيْمَ اِنَّکَ حَمِيْدٌ مَّجِيْدٌ﴾.
﴿اَللّٰهُمَّ بَارِکْ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّعَلٰی آلِ مُحَمَّدٍ کَمَا بَارَکْتَ عَلٰی اِبْرَاهِيْمَ وَعَلٰی آلِ اِبْرَاهِيْمَ اِنَّکَ حَمِيْدٌ مَّجِيْدٌ﴾.
﴿اََللّٰهُمَّ اِنِّیْ اَسْئَلُکَ اَنْ تَغْفِرَلِیْ وَتَرْحَمَنِیْ وَتَقَبَّلْ عُثْرَتِیْ بِرَحْمَتِکَ يَا اَرْحَمَ الرَّاحِمِيْنَ﴾.
په کنزالعبادکي وايي: چي مسجدالحرام ته دي لڅي پښې داخل سي چارچوب دي مچ کړي چي مسجدالحرام ته راسي په بل شي دي نه اخته کېږي.او د مطاف (يعني د طواف دائرې ته) ور دننه سي.
كله چي د خدای تعالْى مبارك كور په سترګو ووينې نو درې واره په لوړ اواز سره (لَا اِلٰهَ اِلَّا اللهُ) او درې واره (اَللهُ اَ كْبَرْ) ووايه، او له هغه وروسته (لَا اِلٰهَ اِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيْكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ) ووايه.
د كعبې شريفي د ليدو په وخت كي دعا:
﴿اَللهُ اَ كْبَرْ اَللهُ اَ كْبَرْ لَا اِلٰهَ اِلَّا اللهُ وَ اللهُ اَ كْبَرْ وَ لِلّٰهِ الْحَمْدُ، اَللّٰهُمَّ اَ نْتَ السَّلَا مُ وَ مِنْكَ السَّلَا مُ وَ اَدْخِلْنَا دَارَ السَّلَامِ، يَا ذَالْجَلَالِ وَ الْاِكْرَامِ، اَللّٰهُمَّ اَفْتَحْ لِيْ اَبْوَابَ رَحْمَتِكَ وَ مَغْفِرَتِكَ وَ عَفْوِ كَ وَ اِحْسَانِكَ يَا اَللهُ يَا رَحْمَانُ يَا رَحِيْمُ، اَللّٰهُمَّ يَا رَبِّ زِدْ بَيْتَكَ هٰذَا تَشْرِيْفًا وَّ تَكْرِيْمًا وَّ زِدْ يَا رَبِّ لِمَنْ شَرَفَهُ وَ كَرَمَهُ مِمَّنْ حَجَّ اَوْ اِعْتَمَرَ تَشْرِيْفًا وَّتَكْرِيْمًا وَّفَضْلًا يَّا اَرْحَمَ الرَّاحِمِيْنَ، اَللّٰهُمَّ اِ نِّيْ اَسْئَلُكَ كَمَا سَئَلَكَ مِنْهُ سَيِّدِنَا وَ مَوْلَانَا مُحَمَّدٍﷺ وَ اَعُوْذُ بِكَ مِمَّا اسْتَعَاذَ بِكَ مِنْهُ سَيِّدِنَا وَ مَوْلَانَا مُحَمَّدٍﷺ وَ عَلٰى اٰلِهِ وَ اَصْحَابِهِ اَجْمَعِيْنَ اٰمِيْنَ﴾.
د طواف په دائره كي په لومړي ځل راسته پښه كښېږده، د حجراسود مخ ته و درېږه او د حج په مناسكو كي د طواف د هرې دورې پيلول له حجره اسوده حتمي ده، دلته (اَللهُ اَ كْبَرْ) او(لَا اِلٰهَ اِلَّا اللهُ) ووايه او خپل لاسونه پورته كړه لكه په لمانځه كي او اوږه دي لوڅه کړه. او
د ښځي لپاره (اضطباع) يعني د اوږې لڅېدل نسته. تر طواف وروسته او تر طواف وړاندي د (اوږې) په لڅولو لمونځ مكروه كېږي. او د طواف نيت دي وكړي.
نيت دا دی:
﴿ اَللّٰهُمَّ اِنِّيْ اُرِيْدُ الطَّوَافَ ﴾.
خدايه د اووه شوطه طواف اراده لرم ستا پر دغه کعبه راته اسانه او راڅخه قبول يې کړي.
۵- د حجراسود استقبال وكړه يعني مخامخ ورته و درېږه او حجر اسود بې ږغه مچ كړه. (كه امكان ولري).
د طواف د اوو شوطو دعاوي:
د طواف د اول شوط دعا:
﴿ سُبْحَانَ اللهِ وَالْـحَمْدُ لِلّٰهِ وَلَا اِلٰهَ اِلَّا اللهُ وَ اللهُ اَ كْبَرْ وَلَا حَوْلَ وَلَا قُوَّة اِلَّا بِاللهِ الْعَلِیِّ الْعَظِيْمُ، اَللّٰهُمَّ اِيْمَانًا بِكَ وَتَصْدِيْقًا بِكِتَابِكَ وَوَفَاءً بِعَهْدِكَ وَ اِتِّبَاعًالِّسُنَّةِ نَبَيِّكَ وَ حَبِيْبِكَ مُحَمَّدٍﷺ، اَللّٰهُمَّ اِنِّيْ اَسْئَلُكَ الْعَفْوَ وَالْمُعَافَاةَ الدَّائِمَةَ فِيْ الدِّيْنِ وَالدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَالْفَوْزَ بِالْـجَنَّةِ وَالنِّجَاةَ مِنَ النَّارِ يَا اَرْحَمَ الرَّاحِمِيْنَ، وَصَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلٰى خَيْرِ خَلْقِهِ مُحَمَّدٍ وَّعَلٰى اٰلِهِ وَاَصْحَابِهِ اَجْمَعِيْن﴾.
يادونه:- د ركن يماني او حجر اسود په منځ كي به هر وار په هر شوط كي دا دعا وايې:
﴿اَللّٰهُمَّ رَبَّنَا اٰتِنَا فِيْ الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّ فِيْ الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَّقِنَا عَذَابَ النَّارِ وَ اَدْخِلْنَا الْجَنَّةَمَع َالْاَبْرَارِ يَا عَزِيْزُ يَا غَفَّارُ يَا رَبَّ الْعَالَمِيْنَ﴾.
د طواف د دوهم شوط دعاء:
﴿اَللّٰهُمَّ اِنَّ هٰذَا الْبَيْتَ بَيْتُكَ وَ الْحَرَمَ حَرَمُكَ و َالْأَمْنَ أَمْنُكَ وَ الْعَبْدَ عَبْدُ كَ وَ أَنَا عَبْدُكَ وَ اِبْنُ عَبْدِكَ وَهٰذَا مَقَامُ الْعَائِذِ بِكَ مِنَ النَّارِ فَحَرِّمْ لُحُوْمَنَا وَ بُشْرَتَنَا عَلَى النَّارِ، اَللّٰهُمَّ حَبِّبْ اِلَيْنَا الْاِيْمَانَ وَ زَيِّنْهُ فِيْ قُلُوْبِنَا وَكَرِّهْ اِلَيْنَاالْكُفْرَ وَالْفُسُوْقَ وَالْعِصْيَانَ وَاجْعَلْنَا مِنَ الرَّاشِدِيْنَ، اَللّٰهُمَّ قِنِيْ عَذَابَكَ يَوْمَ تُبْعَثُ عِبَادَكَ، اَللّٰهُمَّ ارْزُقْنِيْ رَضَائَكَ وَ مُحِبَّتَكَ وَ اِتْبَاعَ شَرِيْعَتَكَ وَ اَدْخِلْنَا الْجَنَّةَ بِغَيْرِ حِسَابٍ يَا اَ كْرَمَ الْاَ كْرَمِيْنَ﴾.
د طواف د درېيم شوط دعاء:
﴿اَللّٰهُمَّ اِنِّيْ اَعُوْذُ بِكَ مِنَ الشَّكِ وَ الشِّرْكِ وَ الشِّقَاقِ وَ النِّفَاقِ وَ سُوْءِ الْاَخْلا َق ِوَ سُوْء ِالْمَنْظَرِ وَ الْمُنْقَلَبِ فِيْ الْمَالِ وَ الْاَهْلِ وَ الْوَلَدِ. اَللّٰهُمَّ اِنِّيْ اَسْئَلُكَ رِضَاكَ وَالْجَنَّةَ وَاَعُوْذُ بِكَ مِنْ سَخَطِكَ وَالنَّارِ يَا عَزِيْزُ يَا غَفَّارُ يَا اَرْحَمَ الرَّاحِمِيْنَ وَ يَا اَ كْرَمَ الْاَ كْرَمِيْنَ﴾.
﴿اَللّٰهُمَّ اِ نِّيْ اَعُوْذُ بِكَ مِنْ ضَيْقِ الصَّدْرِ وَ مِنْ فِتْنَةِ الْقَبْرِ وَ اَعُوْذُ بِكَ مِنْ فِتْنَةِ الْمَحْيَاءِ وَ الْمَمَاتِ وَ صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلٰى خَيْرِ خَلْقِهِ مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰى اٰلِهِ وَ صَحْبِهِ وَ عَلَيْنَا اَجْمَعِيْنَ﴾.
د طواف د څلورم شوط دعاء:
﴿اَللّٰهُمَّ اجْعَلْ حَجَّنَا حَجًّا مَّبْرُوْرًا وَّ سَعْيًا مَّشْكُوْرًا وَّ ذَنْبًا مَّغْفُوْرًا وَّ عَمَلًاصَالِحًا مَّقْبُوْلًا وَّ تِجَارَةً لَّنْ تَبُوْرَ، يَا عَالِمَ الْغَيْبِ وَ مَا فِيْ الصُّدُوْرِ اَخْرِجْنِيْ يَا اَللهُ مِنَ الظُّلُمَاتِ اِلَى النُّوْرِ اََللّٰهُمَّ اِنِّيْ اَسْئَلُكَ مَوْجِبَاتِ رَحْمَتِكَ وَ عَزَائِمَ مَغْفِرَتِكَ وَ السَّلَامـَةَ مِنْ كُلِّ اِثْمٍ وَّ الْغَنِيْمَةَ مِنْ كُلِّ بِرٍّ وَالْفَوْزَ بِالْجَنَّةِ وَالنَّجَاةَ مِنَ النَّارِ يَا رَبَّ الْعَالَمِيْنَ رَبِّيْ قَنِّعْنِيْ بِمَا رَزَقْتَنِيْ وَ بَارِكْ لِيْ فِيْمَا اَعْطَيْتَنِيْ وَاخْلُفْ عَلٰى كُلِّ غَائِبَةٍ لِّيْ مِنْكَ بِخَيْرٍ يَا اَللهُ وَصَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلٰى خَيْرِ خَلْقِهِ مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰى اٰلِهِ وَ صَحْبِهِ وَ عَلَيْنَا اَجْمَعِيْنَ﴾.
د طواف د پنځم شوط دعاء:
﴿اَللّٰهُمَّ اَظِلِّنِيْ تَحْتَ ظِلِّ عَرْشِكَ يَوْمَ لَا ظِلَّ اِلَّا ظِلُّكَ وَلَا بَاقِیَ اِلَّا وَجْهَكَ وَاسْقِنِيْ مِنْ حَوْضِ نَبِيِّكَ سَيَّدِنَا مُحَمَّدٍﷺ شِرْبَةً هَنِيْـئَةً مَّرِيْئَةً لَا نَظْمَاءُ بَعْدَهَا اَبَدًا. اَللّٰهُمَّ اِنِّيْ اَسْئَلُكَ مِنْ خَيْرِ مَا سَأَلَكَ مِنْهُ نَبِيُّكَ سَيِّدِنَا مُحَمَّدٍﷺ وَ اَعُوْذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا اسْتَعَاذَكَ مِنْهُ نَبِيُّكَ سَيَّدِنَا مُحَمَّدٍﷺ، اَللّٰهُمَّ اِنِّيْ اَسْئَلُكَ الْجَنَّةَ وَنَعِيْمَهَا وَمَا يُقَرِّبُنِيْ اِلَيْهَا مِنْ قَوْلٍ اَوْ فِعْلٍ اَوْ عَمَلٍ وَ اَعُوْذُبِكَ مِنَ النَّارِ وَمَا يُقَرِّبُنِيْ اِلَيْهَا مِنْ قَوْلٍ اَوْ فِعْلٍ اَوْ عَمَلٍ﴾.
د طواف د شپږم شوط دعاء:
﴿اَللّٰهُمَّ اِنَّ لَكَ عَلَيَّ حُقُوْقًا كَثِيْرَةً فِيْمَا بَيْنِيْ وَ بَيْنَكَ وَ حُقُوْقًا كَثِيْرَةً فِيْمَا بَيْنِيْ وَ بَيْنَ خَلْقِكَ. اَللّٰهُمَّ مَا كَانَ لَكَ مِنْهَا فَاغْفِرْهُ لِيْ وَمَا كَانَ لِـخَلْقِكَ فَتَحْمِلُهُ عَنِّيْ وَ اَغْنِنِيْ بِحَلَالِكَ عَنْ حَرَامِكَ وَ بِطَاعَتِكَ عَنْ مَعْصِيَتِكَ وَ بِفَضْلِكَ عَمَّنْ سِوَاكَ يَا وَاسِعَ الْمَغْفِرَةِ. اَللّٰهُمَّ اِنِّيْ اَسْئَلُكَ الْعَفْوَ وَالْعَافِيَةَ وَالْمُعَافَاة َ الدَّائِمَةَ فِيْ الدِّيْنِ وَالدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ. اَللّٰهُمَّ اِ نِّيْ اَسْئَلُكَ الْهُدٰى وَالتُّقٰى وَالْعَفَافَ وَالْغِنٰى وَ اَنْ تَجْعَلَنِيْ مِنَ الرَّاشِدِيْنَ﴾.
د طواف د اووم شوط دعاء:
﴿اَللّٰهُمَّ اِنِّيْ اَسْئَلُكَ اِيْمَانًا كَامِلًا وَيَقِيْنًا صَادِقًا وَ رِزْقًا وَاسِعًا حَلَالًا طَيِّبًا وَقَلْبًا خَاشِعًا وَلِسَانًا ذَاكِرًا وَتَوْبَةً نَّصُوْحًا وَ تَوْبَةً مَّقْبُوْلًا قَبْلَ الْمَوْتِ وَ رَاحَةً عِنْدَالْمَوْتِ وَمَغْفِرَةً وَّرَحْمَةً بَعْدَالْمَوْتِ وَالْعَفْوَ عِنْدَالْحِسَابِ وَالْفَوْزَ بِالْجَنَّةِ وَالنَّجَاةَ مِنَ النَّارِ يَا عَزِيْزُ يَا غَفَّارُ يَا اَرْحَمَ الرَّاحِمِيْنَ. اَللّٰهُمَّ اخْتِمْ لَنَا بِالْـخَيْرَاتِ اٰجَالَنَا وَحَقِّقْ بِفَضْلِكَ اٰمَالَنَا وَسَهِّلْ اُمُوْرَنَا اُمُوْرَالدِّيْنِ وَالدُّنْيَا وَالْاٰخِرَةِ يَا اَرْحَمَ الرَّاحِمِيْنَ﴾.
د حجرالاسود مبارک مچېدل او دعا:
﴿اَللّٰهُمَّ رَبَّنَا اٰتِنَا وَوَالِدَيِّنَا وَاَوْلَادِنَا وَجَمِيْعِ الْمُؤْمِنِيْنَ فِی الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّفِیْ الْاٰخِرَةِ حَسَنَةً وَّقِنَا وَوَالِدَیِّنَا وَاَوْلَادِنَا وَجَمِيْعِ الْمُؤْمِنِيْنَ مِنْ عَذَابِ النَّارِ وَاَدْخِلْنَا وَوَالِدَیِّنَا وَاَوْلَادِنَا وَجَمِيْعَ الْمُؤْمِنِيْنَ الْجَنَّةَ مَعَ الْاَبْرَارِ يَا عَزِيْزُ يَا غَفَّارُ﴾.
﴿اَللّٰهُمَّ اِنَّا نَسْئَلُکَ لَنَا وَلِوَالِدَیِّنَا وَاَوْلَادِنَا وَجَمِيْعِ الْمُؤْمِنِيْنَ فِیْ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَمَا بَيْنِهِمَا مِنَ الْخَيْرِ کُلِّهِ عَاجِلِهِ وَاٰجِلِهِ مَا عَلِمْنَا بِهِ وَمَا لَمْ نَعْلَمُ وَمِنْ خَيْرِمَاسَئَلَکَ بِهِ عَبْدُکَ وَنَبِیُّکَ سَیِدِنَا وَ نَبِيِّنَا مُحَمَّدٍ صَلَّی اللهُ تَعَالٰی عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وَعِبَادُکَ الصَّالِحُوْنَ﴾.
﴿اَللّٰهُمَّ يَارَبَّ کُلِّ شَئٍ وَّخَالِقُ کُلِّ شَئٍ وَرَازِقُ کُلِّ شَئٍ بِقُدْرَتِکَ عَلٰی کُلِّ شَئٍ فَاغْفِرْلَنَا وَلِوَالِدَیِّنَا وَاَوْلَادِنَا وَجَمِيْعِ الْمُؤْمِنِيْنَ کُلَّ شَئٍْ وَلَا تَسْئَلْنَا عَنْ شَئٍ وَّلَا تُعَذِّبْنَا بِشَئٍ﴾.
كه د حاجيانو د ګڼي ګوڼي له امله د حجر اسود مچول ممكن نه وي نو استلام دي وكړي، يعني لاس دي ور ورسوي او كه دا هم ممكن نه وي نو نه ښايي چي پر نورو زور او فشار راوړي او څوك ليري كړي نو خپل دواړه ورغوي دي له ليري څخه حجر اسود ته مخامخ كړي او
د خپلو اوږو په اندازه دي لوړ كړي، دا سنت دى، او هر څوك چي د حجر اسود د مچولو هيله لري او ورته اسانه نه سي ګويا حجر اسود يي مچ كړى دى، ښځي دي د ګڼي ګوڼي په وخت كي حجر اسود ته د لاس رسولو هڅه نه كوي.
بيا دي د طواف اول شوط يعني ګرځېدل له حجر اسود څخه پيل كړي په داسي توګه چي چپه اوږه يې د كعبي شريفي وخوا ته وي، د ګرځېدلو په پيل كي دي(بِسْمِ اللهِ)، (اَللهُ اَكْبَرْ) او (اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ) ووايي. د حجر اسود څخه د هر طواف پيلول واجب دي او په طواف كي دي د (حطيم) تر شا تېر سي چي د (حطيم) طواف هم وسي او طواف كول په خپلو پښو واجب دى كه معذور نه وي.
طواف اووه شوطه (ګرځېدني) لري، نارينه دي په دريو اولو شوطو كي (رمل) وكړي يعني د پهلوانانو غوندي دي ولاړ سي او اوږې دي وښوروي، او نارينه وو ته رمل كول سنت دي، ښځي دي رمل نه کوي. او څلور نور شوطونه دي په ورو ورو تګ بې له رمله ادا سي، رمل ځکه ورته وايي چي د حضرت محمدﷺ امت پر اسلام لكه مبارز ين او پهلوانان ولاړ دي، سره له دي چي كفارو به دښمني کول د مكي مشركانو به مسلمانانو ته ويل چي بتان د دوى ملاتړي دي او رسول اكرمﷺ او پيروانو به يې د خداىﷻ شكر كاوه.
په هره ګرځېدنه (رمل) كي چي حجر اسود ته ورسي (لَا اِلٰهَ اِلَّا اللهُ) او (اَللهُ اَكْبَرْ) او د هغه شوط دعادي ووايي. كه دعا لوستل اسانه نه وي نو لَا اِلٰهَ اِلَّا اللهُ ، اَللهُ اَكْبَرْ او اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ دي و وايي او په فارغ وخت كي يا تر لمانځه وروسته دي بيا دعاوي ووايي.
په هرشوط کي که موقع وه رکن یماني دي مسح کړي او که مسحه ممکنه نه وه نو استقبال او اشاره نه غواړي نه الله اکبرغواړي سم دي تېرېږي. او پر حجر اسود دي پاى ته و رسوي او بيا دي بل شوط پيل كړي او اووه شوطه دي تمام كړي او اووه شوطه لكه اووه ركعته لمونځ داسي دي. حاجي دي د طواف كوونكو د هجوم په وخت كي كرار كرار تګ وكړي او د بل حاجي د زحمت او يا ليري كولو سبب دي نه كېږي ځكه د نورو حاجيانو رعايت او له دوى سره مرسته كول او د مؤمنانو پاسداري د حج له آدابو څخه دي.
بيت الله شريفه يوه ناوه لري چي هغي ته د بخښني ناوه يا (ميزاب الرحمة) وايي تر هغه لاندي هم بايد دعا وكړي.
د ملتزم شريف بيان او دعا:
ملتزم د كعبي د شرقي دېوال لوري ته وايي چي
د حجراسود او كعبي د دروازې تر منځ واقع دى، تر طواف وروسته دي حاجي هلته كه ځاى پيدا كړي خپل ځان وموښلوي او لاس دي پورته كړي د كور د لوى څښتن دربار ته دي زارۍ وكړي چي رسول اكرمﷺ همداسي كړي وه. او د ملتزم دعا دي و وايي.
دعا دا ده:- ﴿ اَللّٰهُمَ يَا رَبَّ الْبَيْتِ الْعَتِيْقِ اَعْتِقْ رِقَابَنَا وَرِقَابَ اٰبَائِنَا وَ اُمَّهَاتِنَا وَ اَخَوَانِنَا وَ اَوْلَادِنَا مِنَ النَّارِ يَا اَللهُ يَا رَحْمَانُ يَا اَرْحَمَ الرَّاحِمِيْنَ ﴾.
﴿ اَللّٰهُمَّ اِنِّيْ عَبْدُ كَ وَاقِفًا تَحْتَ بَابِكَ مُلْتَزِمٌ بِاِعْتَابِكَ اَرْجُوْ رَحْمَتَكَ وَاخْشَى عَذَابَكَ يَا ذَالْفَضْلِ وَالْكَرَمِ وَالْاِحْسَانِ. اَللّٰهُمَّ اَرْحَمْ تَضَرُّعَنَا وَاٰمِنْ خَوْفَنَا وَتَقَبَّلْ اَعْمَالَنَا وَاصْلِحْ اَحْوَالَنَا وَاجْعَلْ بِطَاعَتِكَ اِشْتِغَالَنَا وَاِلَى الْـخَيْرِ اٰمَالَنَا وَاخْتِمْ بِالسَّعَادَةِ اٰجَالَنَا، هٰذَا ظِلَّنَا ظَاهِرٌ بَيْنَ يَدَيْكَ وَ حَالُنَا لَا يَخْفٰى عَلَيْكَ اَمَرْتَنَا فَتَـرَكْنَا وَنَـهَيْتَنَا فَارْتَكِبْنَا وَلَا يَسَعَنَا اِلَّا عَفْوَكَ فَاعْفُ عَنَّا يَا خَيْرَ مَأْمُوْلٍ وَاكْرِمْ مَسْؤُلٍ اِنَّكَ عَفُوٌّ غَفُوْرٌرَّحِيْمٌ يَا اَرْحَمَ الرَّاحِمِيْنَ﴾.
ركن يماني:- همداراز ركن يماني مقدس مقام دى (كله چي حاجي حجر اسود ته ولاړ وي يماني ركن يې چپه خوا ته وي). هلته دي د ا دعاو وايي:
﴿ اَللّٰهُمَّ           • ﴾.
د ركن ىماني په مخكي دعا كول مناسب دي خو تكبير په لوړ ږغ ويل او لاس پورته كول سنت نه دى.
مقام ابراهيم او واجب لمونځ د طواف:
حاجي دي په مقام ابراهيم كي يا د هغه په څنګ كي هر ځاى چي اسانه وي دوه ركعته د طواف لمونځ وكړي چي په هر مذهب كي لازم دى خو د امام ابو حنيفه په مذهب کي واجب دى. نيت يي په لاندي ډول دى: (نيت مي وكړ چي ادا كړم دوه ركعته واجب لمونځ په دي مقام ابراهيم كي، مخ مي اړولى دى د خداىﷻ دي خوني ته، خاص د خداىﷻ د رضا لپاره (اَللهُ اَ كْبَرْ).
ښځو ته لازم دى چي د ګڼي ګوڼي په وخت كي دغه دوه ركعته لمونځ د مقام ابراهيم څخه ليري له نورو ښځو سره يو ځاى ادا كړي، او په اوسنۍ ګڼه ګوڼه كي نارينه وو ته هم لازمه ده چي په برنډو كي يې ادا كړي. د طواف تر لمانځه وروسته دي دا دعا وکړي:
﴿اَللّٰهُمَّ اِنَّکَ تَعْلَمُ سِرِّیْ وَعَلَا نِيَتِیْ فَاقْبِلْ مَعْذِرَتِیْ وَ تَعْلَمُ حَاجَتِیْ فَاعْطِنِیْ سُؤَالِیْ وَتَعْلَمُ مَافِیْ نَفْسِیْ فَاغْفِرْلِیْ ذُنُوْبِیْ﴾.
﴿اَللّٰهُمَّ اِنِّیْ اَسْئَلُکَ اِيْمَانًا کَامِلاً يُبَاشِرُ قَلْبِیْ وَیَقِيْنًا صَادِقًا وَرِضَائَکَ وَلِقَائَکَ اَنْتَ وَلِـیِّـیْ وَ وَلِیِّ اَبَائِیْ وَاُمَّهَاتِیْ وَجَمِيْعِ الْمُؤْمِنِيْنَ تَوَفَّنَا مُسْلِمِيْنَ وَاَلْحِقْنَا بِالصَّالِحِيْنَ﴾.
﴿اَللّٰهُمَّ لَاتَدَعْ لَنَا ذَنْبًا مَقَامَنَا هٰذَا اِلَّا غَفَرْتَهُ وَلَا هَمًّا اِلَّا فَرَجْتَهُ وَلَا حَاجَةً مِّنْ حَوَائِجَ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ اِلَّا قَضَيْتَهَا﴾.
﴿اَللّٰهُمَّ يَسِّرْ اُمُوْرَنَا وَاُمُوْرَالْحُجَّا جِ وَ الْمُسْلِمِيْنَ وَاشْرَحْ صُدُوْرَنَا وَصُدُوْرَالْمُؤْمِنِيْنَ وَنَوِّرْقُلُوْبَنَا وَقُلُوْبَ الْمُؤْمِنِيْنَ وَاَلْحِقْنَا وَاَلْحِقْ جَمِيْعَ الْاُمَّةِ بِالصَّالِحِيْنَ غَيْرَ خَزَايَا وَلَا مَفْتُوْنِيْنَ بِحُرْمَةِ طٰهٰ وَ يٰس وَصَلَّی اللهُ عَلٰی حَبِيْبِهِ سَیِّدِنَا وَشَفِيْعِنَا مُحَمَّدٍوَّآلِهِ وَاَصْحَابِهِ اَجْمَعِيْنَ﴾.
د زمزم اوبه:
رسول اللهﷺ د جبرائيل څخه پوښتنه وکړه چي زمزم مشرف دی که حوض کوثر جبرائيل ورته وايي ستا اپرېشن مو د زم زم په اوبو دروکړ نه د حوض کوثر نو زم زم پر مشرف دی.
د زمزم د اوبو چينه د كعبي شريفي په حرم كي واقع ده، حاجي دي په روحاني تنده د هغې خوا ته ورسي او پوه دي سي چي سيدالمرسلين او يارانو يې اوبه ځني څښلي دي، هغه څوك چي په پاك نيت او د خير په دعا دا اوبه وڅښي سره له دې چي ظاهراً تږى نه وي او تر هغه وروسته په پاك نيت پاته ژوند وكړي، له ټولو فكري او روحاني دردونو څخه به شفا پيداكړي. او د زمزم د اوبو د څښلو په وخت كي به دا دعا ووايي:
﴿اَللّٰهُمَّ اِ نِّيْ اَسْئَلُكَ عِلْمًا نَافِعًا وَّ رِزْقًا وَّاسِعًا وَّ شِفَاءً مِّنْ كُلِّ دَا ءٍ وَّ سَقْمٍ بِرَحْمَتِكَ يَا اَرْحَمَ الرَّاحِمِيْنَ ﴾.
د زمزم له اوبو سره د اوداسه او غسل لپاره ځايونه ټاكل سويدي خو ادب دادى چي حاجي تر دې وړاندي تر حرم دباندي استنجا وهلې وي او بيا وروسته دلته اودس وكړي. د ا اودس متبرك دى كه وار تر لاسه سو او امكان يې و، غسل دي هم وكړي. په دې ځاى كي لومړنى طواف او د طواف سره مربوطه مناسك پاى ته رسېږي كه اسانه وي حاجي دي يو وار بيا حجراسود مچ كړي او يا دي د دوو ورغو په اشاره استلام وكړي.
حاجي دي د صفا او مروا تر منځ سعي ته چي د كعبې شريفي څخه څه مسافه لري چمتو سي، دا سعي تر طواف وروسته لازمه ده، دا چي سعي دي په طواف پسي پيوسته اجرا سي دې ته (موالات) وايي.
د صفا او مروا تر منځ سعى:
حاجي دي د بيت الله شريفي په ورڅېرمه كي د باب الصفا له لاري د صفا غونډۍ ته ولاړ سي، صفا له كعبې شريفي څخه ډېره ليري نه ده. (سعي) د صفا او مروا
تر منځ تګ او راتګ ته وايي يعني د خداىﷻ د مهربانۍ په هڅه كي تګ او راتګ دى، او واجب ده.
بايد ياد ولرو چي هاجره چي د ابراهيم ښځه وه له خپل زوى اسمْعيل سره دې وچي مځكي ته راغلې وه، شيدې يې وچي سوي وې او د اوبو په پيدا كولو كي يې د صفا او مروا تر منځ اووه واره سعى وكړه، يعني په چابكۍ سره وځغاستل او اوبه يې پيدا نه كړې، او د خداىﷻمرسته يې وغوښته ځكه ټولي دروازې تړلي وې بي د فرياد اورېدونكي خداىﷻتر دروازي پرته، كله چي خپل زوى ته ور ورسېده ويې ليدل چي اسمْعيل خپلي دواړي پښې پر مځكه وهي او اوبه فوارې كوي، اوبو ته يې وويل زم زم يعني ارامي و اوسئ، ارامي واوسئ، خداىﷻ د هاجرې د قدمونو بركتونه پر خلكو باندي د پيروۍ په غرض تر قيامته پوري لازم كړل.
سعى تر طواف وروسته د احرام په جامو كي صحيح ده يوازي د طواف زيارت وروسته چي په اختر كي د احرام تر ختمېدو وروسته ادا كېږي، سعى د كعبې تر طواف ماسيوا صحيح نه ده كه په حج كي وي او يا په عمره كي وي، تر طواف وروسته بايد سعى وكړي خو په نفلي طواف كي نه، يعني نفلي طوافونه د سعى ايجاب هم نه كوي، نو سعى بايد بې له طوافه ونه سي.
د صفااومروا پوره تفصيل:
۱- حاجي دي په صفا كي د خداىﷻكور ته مخ واړوي چي دې ته د بيت استقبال وايي او د صفا دعا دي وكړي:
﴿(اَبْدَءُ بِمَا بَدَءَاللهُ وَرَسُوْلُهُ)لَا اِلٰهَ اِلَّااللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيْکَ لَهُ لَهُ الْمُلْکُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلٰی کُلِّ شَئٍ قَدِيْرٌ﴾.
﴿سُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلّٰهِ لَا اِلٰهِ اِلَّا اللهُ وَاللهُ اَ کْبَرْ﴾.
﴿وَلَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ اِلَّا بِاللهِ الْعَلِیِّ الْعَظِيْمِ لَا اِلٰهَ اِلَّااللهُ وَحْدَهُ وَصَدَقَ وَعْدَهُ وَنَصَرَ عَبْدَهُ وَهَزَمَ الْاَحْزَابَ وَحْدَهُ﴾.
﴿اَللّٰهُمَّ صَلِّ عَلٰی سَيِّدِنَا وَمَوْلَانَا مُحَمَّدٍوَّ عَلٰی آلِهِ وَ اَصْحَابِهِ وَ اَتْبَاعِهِ اِلٰی يَوْمِ الدِّيْنِ وَ عَلَيْنَا مَعَهُمْ اَجْمَعِيْنَ وَالْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعَالَمِيْنَ بِرَحْمَتِکَ يَا اَرْحَمَ الرَّاحِمِيْنَ﴾.
او په دې دعا كي دي دا مبارك آيت ووايي:
﴿•                      •    ﴾.[البقره/۱۵۸]
حاجي بايد په صفا كي دا وخت د قرآنكريم د يوه متوسط سورت د تلاوت په اندازه ودرېږي او دا دعا دي و وايي:
﴿اَللّٰهُمَّ اِسْتَعْمَلْنِیْ بِسُنَّةِ نَبِيِّکَ صَلَّی اللهُ تَعَالٰی عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وَتَوَفَّنِیْ عَلٰی مِلَّتِهِ وَاَعِذْنِیْ مِنَ الْفِتَنِ مَاظَهَرَ مِنْهَا وَمَابَطَنَ بِرَحْمَتِکَ يَا اَرْحَمَ الرَّاحِمِيْنَ﴾.
صفا او مروا ته همدومره ختل كفايت كوي چي كعبه شريفه وليدل سي تر هغه زيات ختل لازم نه دي.
۲- دا چي حاجي په خپلو پښو سعى وكړي واجب ده خو كه معذور وي هلته دي د وسيلي له لاري تګ وكړي او بې له عذره په پښو نه تګ باندي ذبح لازمېږي، نيت دي يې په زړه كي وكړي او په خُله دي ووايي:
﴿ اَللّٰهُمَّ اِ نِّیْ اُرِيْدُ اَنْ اَسْعَى بَيْنَ الصَّفَا وَالْمَرْوَةِ ﴾.
ترجمه: اې خدايه! زه اراده لرم چي سعی وکړم
د صفا اومروا په منځ کي.
۳- سعى دي د صفا څخه د مروا پر لور پيل كړي او د سعى پيلول په صفا كي واجب دي د دوو شنو ستنو (ميلين اخضرين) چي په چت كي هم په زرغونو برقي څراغونو روښانه سوي دي تر دغه حده پوري چي ورسېږي نو هلته دي د دې دوو ستنو تر منځ په چابكي وځغلي (د ښځو لپاره ځغاسته نسته).
او دا دعا دي وکړي:
﴿رَبِّ اغْفِرْ وَارْحَمْ وَتَجَاوِزْ عَمَّا تَعْلَمُ اِنّکَ تَعْلَمُ مَالَمْ نَعْلَمُ اِنَّکَ اَنْتَ الْاَعَزُّالْاَکْرَمُ وَاهْدِنِیْ وَلِوَالِدَیَّ وَ لِاَوْلَادِیْ وَلِجَمِيْعِ الْمُؤْمِنِيْنَ فِی الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّ فِیْ الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَّقِنَا عَذَابَ النَّارِ﴾.
كله چي د مروا غونډۍ ته ورسېږي پورته دي دومره وخېژي که مخه خلاصه وای کعبه شریفه به ورته ښکاره سوی وای، تر دې زيات ختل حتمي نه دي خصوصاً د ښځو لپاره (همداسي د صفا تر غنډۍ پوري).
۴- هغه وخت دي له مروا څخه بيرته صفا ته راوګرځي او بيا دي راسي او بيا دي ولاړ سي، هر تګ يو شوط او هر راتګ يو شوط شمېرل كېږي، چي اووه شوطه د مروا په لوړه كي تر سره كېږي يعني څلور واره د صفا څخه مروا ته او درې واره له مروا څخه صفا ته.
۵- د سعى د نيمګړي پرېښودلو اجازه نسته.
۶- د صفا او مروا تر منځ د سعى دعا او د سعى د ختمېدو دعا وي دي ووايي هرڅومره چي كېداى سي د صفا يا سعى په ختم كي دي ووايي او كه هلته دعاوي اسانه نه سوې په خارج وخت كي دي ووايي.
د صفا او مروا د اوو شوطو دعاوي:
د صفا او مروا د اول شوط دعا:
﴿اَللهُ اَ كْبَرْ اَللهُ اَ كْبَرْ كَبِيْرًا وَالْحَمْدُ لِلّٰهِ كَثِيْرًا وَسُبْحَانَ اللهِ بُكْرَةً وَّاَصِيْلاً، رَبِّ اغْفِرْ وَارْحَمْ وَاعْفُ وَتُكْرِمْ وَتَجَاوِزْ عَمَّا تَعْلَمُ اِنَّكَ تَعْلَمُ مَا لَا نَعْلَمُ، اِنَّكَ اَ نْتَ الْاَعَزُّ الْاَ كْرَمُ، رَبَّنَا نَجِّنَا مِنَ النَّارِ وَاَدْخِلْنَا الْجَنَّةَ مَعَ الْاَ بْرَارِ. لَا اِلٰهَ اِلَّا اللهُ وَحْدَهُ وَانْجِزَ وَعْدَهُ وَنَصَرَ عَبْدَهُ وَهَزَمَ الْاَحْزَابَ وَحْدَهُ لَا شَیْءَ قَبْلَهُ وَلَا بَعْدَهُ، يُحْيِـيْ وَيُمِيْتُ وَ هُوَ حَيٌّ لَّا يَمُوْتُ دَائِمًا بِيَدِهِ الْخَيْرُ وَاِلَيْهِ الْمَصِيْرُ. اَللّٰهُمَّ اجْعَلْنَا سَالِمِيْنَ غَانِمِيْنَ مُسْتَبْشِرِيْنَ مَعَ عِبَادِكَ الصَّالِحِيْنَ مَعَ الَّذِيْنَ اَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ مِنَ النَّبِيِّيْنَ وَالصِّدِّيْقِيْنَ وَالشُّهَدَاءِ وَالصَّالِحِيْنَ وَ حَسُنَ اُوْلٰئِکَ رَفِيْقًا. اَللّٰهُمَّ اِنَّا نَسْئَلُكَ مِنْ خَيْرِمَا تَعْلَمُ وَ نَعُوْذُبِكَ مِنْ شَرِّ مَا تَعْلَمُ وَنَسْتَغْفِرُكَ مِنْ كُلِّ مَا تَعْلَمُ اِنَّكَ تَعْلَمُ وَلَا نَعْلَمُ وَاَنْتَ الْعَلَّا مُ الْغَيُوْبِ لَا اِلٰهَ اِلَّا اللهُ وَلَا نَعْبُدُ اِلَّا اِيَّاهُ وَ صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلٰى خَيْرِ خَلْقِهِ مُحَمَّدٍ وَّعَلٰى اٰلِهِ وَ صَحْبِهِ وَ عَلَيْنَا اَجْمَعِيْنَ﴾.
يادونه:- د هر شوط په پاى كي دي دا آيت مبارك وايي:
﴿•                      •    ﴾.[البقره/۱۵۸]
د سعى د دوهم شوط دعا:
﴿اَللهُ اَ كْبَرْ اَللهُ اَ كْبَرْ اَللهُ اَ كْبَرْ كَبِيْرًا وَالْحَمْدُ لِلّٰهِ كَثِيْرًا. اَللّٰهُمَّ اِنَّكَ قُلْتَ اَدْعُوْنِيْ اَسْتَجِيْبُ لَـكُمْ، دَعَوْنَاكَ يَا رَبَّنَا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوْبَنَا جَمِيْعًا صَغِيْرًا وَ كَبِيْرًا قَدِيْمًا وَ جَدِيْدًا رَبَّنَا اِنَّنَا سَمِعْنَا مُنَادِيًا يُّنَادِيْ لِلْاِ يْمَانِ اَنْ اٰمِنُوْا بِرَبِّكُمْ فَاٰمَنَّا يَا رَبَّنَا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوْبَنَا وَكَفِّرْ عَنَّا سَيِّئَاتِنَا وَ تَوَفَّنَا مَعَ الْاَبْرَارِ وَاٰتِنَا مَا وَعَدْتَّنَا عَلٰى رُسُلِكَ وَلَا تُخْزِنَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ اِنَّكَ لَا تُخْلِفُ الْمِيْعَادِ. اَللّٰهُمَّ عَلَيْكَ تَوَكَّلْنَا وَاِلَيْكَ اَنَبْنَا وَاِلَيْكَ الْمَصِيْرُ، رَبَّنَا اغْفِرْلَنَا وَلِاِخْوَانِنَا الَّذِيْنَ سَبَقُوْنَا بِالْاِيْمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِيْ قُلُوْبِنَا غِلًّا لِّلَّذِيْنَ اٰمَنُوْا رَبَّنَا اِنَّكَ رَؤُفٌ رَّحِيْمٌ﴾.
﴿اَللّٰهُمَّ اِنَّ لِيْ ذُنُوْبًا فِيْمَا بَيْنِيْ وَ بَيْنَكَ وَ فِيْمَا بَيْنِيْ وَ بَيْنَ خَلْقِكَ ﴾.
﴿اَللّٰهُمَّ مَا كَانَ لَكَ مِنْهَا فَاغْفِرْهُ وَمَا كَانَ لِخَلْقِكَ فَتَحْمِلُهْ عَنِّيْ وَاغْنِنِيْ بِفَضْلِكَ اِنَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ يَا ذَالْجُوْدِ وَالْكَرَمِ وَالْعَطَاءِ وَالْفَضْلِ وَالْاِحْسَانِ وَصَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلٰى خَيْرِ خَلْقِهِ مُحَمَّدٍ وَّعَلٰى اٰلِهِ وَ صَحْبِهِ وَ عَلَيْنَا اَجْمَعِيْنَ ﴾.
د سعى د درېيم شوط دعا:
﴿اَللهُ اَ كْبَرْ اَللهُ اَ كْبَرْ اَللهُ اَ كْبَرْ وَ لِلّٰهِ الْحَمْدُ. اَللّٰهُمَّ رَبَّنَا اَتْمِمْ لَنَا نُوْرَنَا اِنَّكَ عَلٰى كُلِّ شَئٍ قَدِيْرٌ اَللّٰهُمَّ اِ نِّيْ اَسْئَلُكَ مِنَ الْخَيْرِ کُلِّهِ عَاجِلِهِ وَاٰجِلِهِ وَاَعُوْذُبِكَ مِنَ الشَّرِ كُلِّهِ عَاجِلِهِ وَاٰجِلِهِ. اَللّٰهُمَّ حَبِّبْ اِلَيْنَا الْاِيْمَانَ وَزَيِّنْهُ فِيْ قُلُوْبِنَا وَكَرِّهْ اِلَيْنَا الْكُفْرَ وَالْفُسُوْقَ وَالْعِصْيَانَ وَاجْعَلْنَا مِنَ الرَّاشِدِيْنَ. اَللّٰهُمَّ اِنِّيْ اَعُوْذُ بِرِضَاكَ مِنْ سَخَطِكَ وَبِمُعَافَاتِكَ مِنْ عَقُوْبَتِكَ وَاَعُوْذُ بِكَ مِنْكَ لَا اَحْصٰـى ثَنَاءً عَلَيْكَ اَ نْتَ كَمَا اَثْنَيْتَ عَلٰى نَفْسِكَ فَلَكَ الْحَمْدُ حَتّٰى تَرْضٰى. اَللّٰهُمَّ اجْعَلْ فِيْ قَلْبِيْ نُوْرًا وَّ فِيْ سَمْعِيْ نُوْرًا وَّ فِيْ بَصَرِيْ نُوْرًا وَّ فِيْ لِسَانِيْ نُوْرًا وَّعَنْ يَمِيْنِيْ نُوْرًا وَّفَوْقِيْ نُوْرًا وَّاَنْزِلْ عَلٰی مِنْ بَرَكاَتِكَ وَرَحْمَتِكَ يَا رَبَّ الْعَالَمِيْنَ﴾.
﴿اَللّٰهُمَّ اِ نِّيْ اَسْئَلُكَ النَّعِيْمَ الْمُقِيْمَ الَّذِيْ لَا يَحُوْلُ وَلَا يَزُوْلُ اَبَدًا. اَللّٰهُمَّ اِ نِّيْ اَعُوْذُبِكَ مِنْ شَرِّ مَا يَلِجُ فِيْ اللَّيْلِ اِذَا يَغْشٰى وَمِنْ شَرِّ مَا يَلِجُ فِيْ النَّهَارِ اِذَا تَجَلّٰی وَمِنْ شَرِّ مَا تَهِبُ بِهِ الّرِيَاحُ يَا اَرْحَمَ الرَّاحِمِيْنَ﴾.
د سعى د څلورم شوط دعا:
﴿ اَللهُ اَ كْبَرْ اَللهُ اَ كْبَرْ اَللهُ اَ كْبَرْ كَبِيْرًا وَالْحَمْدُ لِلّٰهِ كَثِيْرًا ﴾.
﴿اَللّٰهُمَّ اِ نِّيْ اَسْئَلُكَ مِنْ خَيْرِمَا تَعْلَمُ وَاَعُوْذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا تَعْلَمُ اِنَّكَ اَنْتَ الْعَلَّا مُ الْغُيُوْبِ. لَا اِلٰهَ اِلَّا اللهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ الْمُبِيْنِ مُحَمَّدُ رَّسُوْلِ اللهِ الصَّادِقُ الْوَعْدِ الْاَمِيْنِ﴾.
﴿اَللّٰهُمَّ اِ نِّيْ اَسْئَلُكَ كَمَا هَدَيْتَنِيْ لِلْاِسْلَامِ بِفَضْلِكَ اَنْ لَّا تَنْزِعَهُ مِنِّی حَتّٰى تَتَوَفَّانِيْ وَ اَ نَا مُسْلِمٌ وَمُؤْمِنٌ، سُبْحَانَكَ مَا شَكَرْنَاكَ حَقَّ شُكْرِكَ وَمَا عَبَدْنَاكَ حَقَّ عِبَادَتِكَ اَرْجُوْكَ رِجَاءَ الْعَبْدِ الْفَقِيْرِ مِنَ اللهِ الْقَدِيْرِ اَنْ تَفْعَلَ بِيْ مَا اَ نْتَ اَهْلُهُ وَلَا تَفْعَلَ بِيْ مَا اَ نَا اَهْلُهُ﴾.
﴿اَللّٰهُمَّ اجْعَلْنِيْ مِمَّنْ لَزِمَ مِلَّةَ نَبِيِّكَ مُحَمَّدٍﷺ وَ عَظَمَ حُرْمَتَهُ وَاَعَزَّ كَلِمَتَهُ وَحَفَظَ عَهْدَهُ وَذِمَّتَهُ وَنَصَرَ حِزْبَهُ وَ دَعْوَتَهُ وَكَثُرَ تَابِعِيْهِ وَ فِرْقَتِهِ وَ اُوْفِىَ زَمَرَتَهُ وَلَمْ يُخَالِفْ سَبِيْلَهُ وَ سُنَّتَهُ﴾.
﴿اَللّٰهُمَّ اِنِّيْ اَسْئَلُكَ اِلَّا اسْتِمْسَا كَ بِسُنَّتِهِ وَاَعُوْذُ بِكَ مِنَ الْاِنْحِرَافِ عَمَّا جَاءَ بِهِ وَ صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلٰى خَيْرِ خَلْقِهِ مُحَّمَدٍ وَّ عَلٰى اٰلِهِ وَصَحْبِهِ وَ عَلَيْنَا اَجْمَعِيْنَ﴾.
د سعى د پنځم شوط دعا:
﴿ اَللهُ اَ كْبَرْ اَللهُ اَ كْبَرْ اَللهُ اَ كْبَرْ كَبِيْرًا وَالْحَمْدُ لِلّٰهِ كَثِيْرًا ﴾.
﴿اَللّٰهُمَّ اَرْحَمْ تَضَرُّعَنَا وَ اٰمِنْ خَوْفَنَا وَتَقَبَّلْ اَعْمَالَنَا وَاصْلِحْ اَحْوَالَنَا وَاجْعَلْ بِطَاعَتِكَ اِشْتِغَالَنَا وَاِلَى الْخَيْرِ اٰمَالَنَا وَاخْتِمْ بِالسَّعَادَةِ اٰجَالَنَا، هٰذَا ظِلَّنَا ظَاهِرٌ بَيْنَ يَدَيْكَ وَ حَالُنَا لَا يَخْفٰى عَلَيْكَ اَمَرْتَنَا فَتَـرَكْنَا وَنَهَيْتَنَا فَارْتَكِبْنَا وَلَا يَسَعَنَا اِلَّا عَفْوَكَ فَاعْفُ عَنَّا يَا خَيْرَ مَأْمُوْلٍ وَاكْرِمْ مَسْؤُوْلٍ اِنَّكَ عَفُوٌّغَفُوْرٌرَّحِيْمٌ يَا اَرْحَمَ الرَّاحِمِيْنَ. تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنَّا. اَللّٰهُمَّ لَا تَكِلْنَا اِلٰى اَنْفُسِنَا وَلَا اِلٰى اَحَدٍ مِّنْ خَلْقِكَ طَرْفَةَ عَيْنٍ وَّلَا اَقَلَّ مِنْ ذٰلِكَ، اَللّٰهُمَّ رَبَّنَا ظَلَمْنَا اَنْفُسَنَا وَاِنْ لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُوْنَنَّ مِنَ الْخَاسِرِيْنَ وَتُبْ عَلَيْنَا اِنَّكَ اَ نْتَ التَّوَّابُ الرَّحِيْمُ﴾.
﴿اَللّٰهُمَّ اِنَّا نَسْئَلُكَ فِعْلَ الْخَيْرَاتِ وَتَرْكَ الْمُنْكَرَاتِ وَ حُبَّ الْمَسَاكِيْنَ وَ اَنْ تَغْفِرَ لَنَا وَ تَرْحَمْنَا وَ اِذَا اَرَدْتَّ فِتْنَةً فِيْ قَوْمٍ فَتَوَفَّنَا غَيْرَ مَفْتُوْنِيْنَ. وَنَسْئَلُكَ حُبَّكَ وَحُبَّ حَبِيْبَکَ وَ حُبَّ مَنْ يُّحِبُّكَ وَحُبَّ عَمَلٍ يُّقَرِّبُنَا اِلٰى حُبِّكَ وَ صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلٰى خَيْرِ خَلْقِهِ مُحَمَّدٍ وَّعَلٰى اٰلِهِ وَ صَحْبِهِ وَ عَلَيْنَا اَجْمَعِيْنَ﴾.
د سعى د شپږم شوط دعا:
﴿ اَللهُ اَ كْبَرْ اَللهُ اَ كْبَرْ اَللهُ اَ كْبَرْ كَبِيْرًا وَالْحَمْدُ لِلّٰهِ كَثِيْرًا ﴾.
﴿اََللّٰهُمَّ كُنْ لَنَا صَاحِبًا فِيْ سَفَرِنَا وَخَلِيْفَةً فِيْ اَهْلِنَا وَاَطْمِسْ عَلٰى وُجُوْهِ اَعْدَائِنَا وَامْسِخْهِمْ عَلٰى اَمَاكِنَتَهِمْ فَلَا يَسْتَطِيْعُوْنَ الْمَضِئَ وَلَالْمَجِئَ اِلَيْنَا. اَللّٰهُمَّ لَكَ الْحَمْدُ كَالَّذِيْ نَقُوْلُ وَ خَيْرًا مِمَّا نَقُوْلُ. اَللّٰهُمَّ اِنَّا نَسْئَلُكَ رِضَاكَ وَالْجَنَّةَوَ نَعُوْذُ بِكَ مِنْ سَخَطِكَ وَالنَّارِ اَللّٰهُمَّ اِنِّيْ عَائِذٌ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا اَعْطَيْتَنَا وَمِنْ شَرِّ مَا مَنَعْتَنَا يَا ذَالْقُوَّةِ الْمَتِيْنِ وَيَا رَبَّ الْعَالِمِيْنَ. اَللّٰهُمَّ اَعْصِمُنِيْ مِنْ شَرِّالْفِتَنِ وَعَافِنِيْ مِنْ جَمِيْعِ الْمِحَنِ وَاصْلِحْ مِنِّيْ مَا ظَهَرَ وَمَا بَطَنَ وَنَقِّ قَلْبِيْ مِنَ الْحَقْدِ وَالْحَسَدِ وَلَا تَجْعَلْ عَلٰی تَبَاعَةً لِّاَحَدٍ. اَللّٰهُمَّ نَوِّرْ بِالْعِلْمِ قَلْبِيْ وَاسْتَعْمِلْ بِطَاعَتِكَ بَدَنِيْ وَخَلِّصْ مِنَ الْفِتَنِ سِرِّيْ وَاشْتَغِلْ بِالْاِعْتِبَارِ فِكْرِيْ وَقِنِيْ شَرَّ وَسَاوِسَ الشَّيْطَانِ وَاَجِرْنِيْ مِنْهُ يَا رَحْمَانُ حَتّٰى لَا يَكُوْنَ عَلٰی سُلْطَانٍ وَ صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلٰى خَيْرِ خَلْقِهِ مُحَمَّدٍ وَّعَلٰى اٰلِهِ وَ صَحْبِهِ وَ عَلَيْنَا اَجْمَعِيْنَ ﴾.
د سعى د اووم شوط دعا:
﴿ اَللهُ اَ كْبَرْ اَللهُ اَ كْبَرْ اَللهُ اَ كْبَرْ كَبِيْرًا وَالْحَمْدُ لِلّٰهِ كَثِيْرًا ﴾.
﴿اَللّٰهُمَ اَخْتِمْ لَنَا بِالْخَيْرَاتِ اٰجَالَنَا وَ حَقِّقْ بِفَضْلِكَ اٰمَالَنَا وَسَهِّلْ اِلَی الْبُلُوْ غِ رَضَاكَ سُبُلَنَا وَ حَسِّنْ فِيْ جَمِيْعِ الْاَحْوَالِ اَعْمَالَنَا يَا مُنْجِیِّ الْهَلَكِىِّ وَ يَا شَاهِدَ كُلِّ نَجْوٰى يَا قَدِيْمَ الْاِحْسَانِ يَا دَائِمَ الْمَعْرُوْفِ يَا ذَالْجُوْدِ وَالْكَرَمِ وَالْعَطَآءِ وَالْاِحْسَانِ. اَللّٰهُمَّ اِنِّيْ اَسْئَلُكَ مَا سَأَلَكَ مِنْهُ عَبْدُكَ وَ نَبِيُّكَ مُحَمَّدٌﷺ وَعِبَادُکَ الصَّالِحُوْنَ وَاَعُوْذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَااسْتَعَاذَكَ مِنْهُ عَبْدُكَ وَرَسُوْلُكَ مُحَمَّدٌﷺ وَعِبَادُکَ الصَّالِحُوْنَ﴾.
﴿اَللّٰهُمَّ اَعْصِمُنِيْ مِنْ شَرِّالْفِتَنِ وَ عَافِنِيْ مِنْ جَمِيْعِ الْمِحَنِ وَاصْلِحْ مِنِّيْ مَا ظَهَرَ وَمَا بَطَنَ وَنَقِّ قَلْبِيْ مِنَ الْحَقْدِ وَالْحَسَدِ يَا رَبَّ الْعَالَمِيْنَ. اَللّٰهُمَّ لَا تَدَعْ لَنَا فِيْ مَقَامِنَا هٰذَا ذَنْبًا اِلَّا غَفَرْتَهُ وَلَا هَمًّا اِلَّا فَرَّجْتَهُ وَلَا فَسَادًا اِلَّا اَصْلَحْتَهُ وَلَا مَرِيْضًا اِلَّا عَافَيْتَهُ وَلَا حَاجَةً مِّنْ حَوَائِجِ الدُّنْيَا وَالْاٰخِرَةِ لَكَ فِيْهَا رِضًا وَّلَنَا فِيْهَا صِلَاحٌ اِلَّا قَضَيْتَهَا وَ صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلٰى خَيْرِ خَلْقِهِ مُحَّمَدٍ وَّعَلٰى اٰلِهِ وَ صَحْبِهِ وَعَلَيْنَا اَجْمَعِيْنَ﴾.
د اتم له ورځي څخه پوره تفصيلي بيان بيا د حج تر ختمېدو پوري:
ورځ او شپه په منْی كي:- د ذي الحجې په اوومه ورځ امام خطبه وايي او مسلمانانو ته د حج مناسك ورښيي، حاجي دي د تمتع په حج كي سنت غسل وكړي او په مكه يا مسجد حرام يا ميقات كي يعني د احرام
د تړلو په ځايونو كي دي احرام وتړي او د احرام دوه ركعته سنت دي وكړي، بيا دي خپل سر لوڅ كړي او تلبيه (لبيک) دي درې واره ووايي، د متمتع حاجي لپاره كه د احرام تړل د ذي الحجې د اتم څخه تر مخه وي، ښه به وي، خو پر ده د قدوم طواف نسته ځكه مخكي يې عمره كړې ده.
حاجي د افراد په حج او حاجي د قِران په حج كي (چي د قِران په حج كي حاجي پخوا د حج او عمرې دواړو نيت كړى دى) احرام تړلى او اوس له نيت كولو او احرام تړلو څخه فارغ دى.
د منْی او جبل رحمت دعاوي:
کله چي پرمنْی اوجبل رحمت باندي دي سترګي ولګېدې نو دا دعا ووايه:
اَللهُ اَ کْبَرْ(۱۰۰) واره ووايه.
سُبْحَانَ اللهِ (۱۰۰) واره ووايه.
لَا اِلٰهَ اِ لَّااللهُ (۱۰۰) واره ووايه.
اودرود (۱۰۰) واره ووايه.
اواستغفار(۱۰۰) واره ووايه.
﴿سُبْحَانَ اللهِ الَّذِیْ فِیْ السَّمَاءِ عَرْشُهُ سُبْحَانَ اللهِ الَّذِیْ فِیْ الْاَرْضِ مَوْطِئُهُ﴾.
سُبْحَانَ اللهِ الَّذِیْ فِیْ الْبَحْرِ سَبِيْلُهُ
سُبْحَانَ اللهِ الَّذِیْ فِیْ النَّارِ سُلْطَانُهُ
سُبْحَانَ اللهِ الَّذِیْ فِیْ الْجَنَّةِ رَحْمَتُهُ
سُبْحَانَ اللهِ الَّذِیْ فِیْ الْقَبْرِقَضَائُهُ
سُبْحَانَ اللهِ الَّذِیْ رَفَعَ السَّمَاءَ بِغَيْرِعَمَدٍ
سُبْحَانَ اللهِ الَّذِیْ یُوْضَعُ الْاَرْضَ عَلٰی مَاءٍ جَمَدٍ
سُبْحَانَ اللهِ الَّذِیْ لَامَلْجَأَ اِلَّا اِلَيْهِ
سُبْحَانَ اللهِ الَّذِیْ فِیْ الْهَوَآءِ رُوْحُهُ.
د ذي الحجې په اتمه ورځ دي د سهار تر لمانځه وروسته يعني تر لمر ختلو مخكي په لبيك ويلو سره له مكې څخه منْی ته ولاړ سي او د شپې دي هلته پاته سي، د ذي الحجې اتمي ورځي ته ترويه ويل كېږي او دا ترويه د تفكر يعني فكر كولو په معنْى ده، چي حضرت ابراهيم په تفكر كي و، چي ايا زوى قرباني كړم او يا زما خوب رشتيا دى.
حاجي دي په منْي كي هڅه وكړي چي د خيف په مبارك مسجد كي او يا هر ځاى چي په منْی شريفه كي ورته اسانه وي، پنځه فرض لمونځونه ادا كړي، لكه چي رسول اكرمﷺ كړي وو، (چي عبارت دي له ماپښين، ماځيګر، ماښام، ماخوستن او د ذي الحجې د نهم سهار څخه) شپه دي په ذكر، استغفار، تلاوت او ضرورت په اندازه استراحت سره تېره كړي او دا مبارك لمونځونه بې حده ثواب لري، د خيف په مسجد كي پيغمبر لمونځ كړى او خطبه يې ويلې ده.
د عرفات ورځ:
د ذي الحجې نهمه د عرفات ورځ ده، عرفات
د پېژندني په معنا دى او علماء وايي چي ابراهيم په دې ورځ پوه سو چي خوب يې د زوى د قرباني كولو په اړه حق دى او په عرفات كي درېدل فرض دي په دې شرط چي احرام يې تړلى وي او احرام تړل هم فرض دی، دا درېدل د عرفات قيام يا عرفاتِ وقوف په نامه يادېږي.
طريقه يې په لاندي ډول ده:
۱- حاجيان د سهار تر لمانځه او د لمر ختلو وروسته له منْی څخه عرفات ته ځي، حاجي دي ډېر كوشش وكړي چي د خپلو ملګرو څخه جلا نه سي څو خدایﷻ دي نه كوي چي په سر ګردانۍ وا نه وړي او د ې مهمي ورځي عبادت ور څخه پاته نه سي، عرفات ته تګ په دې وخت كي سنت دى او د عرفات څخه مخكي غسل كول هم سنت دى او که كمزورى يا ناروغ وي بيا دي يوازي اودس وكړي.
د عرفات پر لاره تلبيه، استغفار، درود او دغه دعا وايه:
﴿اَللّٰهُمَّ اجْعَلْهَا خَيْرَغَدْوَةٍ غُدُوَّتِهَا قَطُّ وَقْرَبُهَا مِنْ رِّضْوَانِکَ وَاَبْعَدَهَامِنْ سَخَطِکَ﴾.
﴿اَللّٰهُمَّ اِلَيْکَ تَوَجَّهْتُ وَعَلَيْکَ تَوَکَّلْتُ وَوَجْهَکَ اَرَدّْتُ فاَ جْعَلْ ذَنْبِیْ مَغْفُوْرًا وَّحَجِّيْ مَبْرُوْرًا وَّارْحَمْنِیْ وَلَا تَخْيِبَنِیْ وَبَارِکْ لِیْ فِیْ سَفَرِیْ وَاقْضِ بِعَرَفَاتِکَ حَاجَتِیْ اِنَّکَ عَلٰی کُلِّ شَئٍ قَدِيْرٌ﴾.
د عرفات د داخلېدو پر وخت دادعاوايه:
﴿اَللّٰهُمَّ اجْعَلْنِیْ مِمَّنْ تُبَاهِیْ بِهِ الْيَوْمَ مَلَا ئِکَتِکَ اِنَّکَ عَلٰی کُلِّ شَئٍ قَدِيْرٌ ﴾.
د عرفات دعاوي:
﴿لَا اِلٰهَ اِلَّااللهُ وَحْدَهُ لَاشَرِيْکَ لَهُ لَهُ الْمُلْکُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَعَلٰی کُلِّ شَئٍ قَدِيْرٌ﴾.
﴿اَللّٰهُمَّ اِهْدِنِیْ بِالْهُدٰی وَاعْصِمُنِیْ بِالتَّقْوٰی وَاغْفِرْلِیْ وَلِوَالِدَیَّ وَلِاَوْلَادِیْ وَلِجَمِيْعِ الْمُؤْمِنِيْنَ فِی الْآخِرَةِ وَالْاُوْلٰی اَللّٰهُمَّ اجْعَلْهُ حَجًّا مَّبْرُوْرًا وَّذَنْبًا مَّغْفُوْرًا اَللّٰهُمَّ لَکَ صَلَاتِیْ وَنُسُکِیْ وَمَحْیَایِ وَمَمَاتِیْ وَاِلَيْکَ مَآلِیْ اَللّٰهُمَّ اِنِّیْ اَعُوْذُبِکَ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ وَ وَسْوَسَةِ الصَّدْرِوَشَتَاتِ الْاَمْرِ اَللّٰهُمَّ اِهْدِنَا وَاِهْدِالْمُؤْمِنِیْنَ وَزَيِّنَا وَزَيِّنِ الْمُؤْمِنِيْنَ بِالتَّقْوٰی وَاغْفِرْلَنَا وَلِوَالِدَيْنَا وَاَوْلَادِنَا وَلِجَمِيْعِ الْمُؤْمِنِيْنَ فِی الْآخِرَةِ وَالْاُوْلٰی اَللّٰهُمَّ اِنِّیْ اَسْئَلُکَ رِزْقًا حَلَالًا طَيِّبًا مُّبَارَکاً اَللّٰهُمَّ مَاحَبَبْتَ مِنْ خَیْرٍفَاَحِبْهُ اِلَيْنَاوَاِلٰی اَوْلَادِنَا وَاِلَی الْمُؤْمِنِيْنَ وَيَسِّرْهُ اِلَيْنَاوَاِلَيْهِمْ. اَللّٰهُمَّ مَاکَرَهْتَ مِنْ شَرٍّ فَکَرِّهْهُ اِلَيْنَاوَاِلٰی اَوْلَادِنَا وَاِلٰی جَمِیْعِ الْمُؤْمِنِيْنَ وَجَنِّبْنَا وَاِیَّاهُمْ عَنْهُ رَبَّنَالَاتُزِغْ قُلُوْبَنَا بَعْدَ اِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِنْ لَّدُنْکَ رَحْمَةً اِنَّکَ اَنْتَ الْوَهَّابُ اَللّٰهُمَّ اجْعَلْ فِیْ صَدْرِیْ وَصُدُوْرِ الْمُؤْمِنِيْنَ نُوْرًا وَفِیْ سَمْعِیْ وَسِمَاعِ الْمُؤْمِنِیْنَ نُوْرًا وَفِیْ بَصَرِیْ وَاَبْصَارِ الْمُؤْمِنِيْنَ نُوْرًا وَفِیْ قَلْبِیْ وَقُلُوْبِ الْمُؤْمِنِيْنَ نُوْرًا اَللّٰهُمَّ اشْرَحْ لِیْ صَدْرِیْ وَصُدُوْرَنَاوَيَسِّرْلِیْ وَلَنَا اَمْرِیْ وَاُمُوْرَنَا مَعَ رَاحَةٍ لِّقُلُوْبِنَا. اَللّٰهُمَّ اِ نِّیْ اَعُوْذُ بِکَ مِنْ شَرِّ مَايَلِجُ فِی اللَّیْلِ وَشَرِّ مَايَلِجُ فِی النَّهَارِ اَللّٰهُمَّ رَبَّنَا آتِنَا وَوَالِدَیِّنَا وَاَوْلَادِنَا وَجَمِيْعِ الْمُؤْمِنِيْنَ عَذَابَ النَّارِ. اُعِيْذُ نَفْسِیْ وَوَالِدَیِّ وَاَوْلَادِیْ وَجَمِيْعِ الْمُؤْمِنِیْنَ بِاللهِ الْعَظِيْمِ وَوَجْهِهِ الْکَرِيْمِ وَسُلْطَانِهِ الْقَدِيْمِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيْمِ اُعِيْذُ نَفْسِیْ وَوَالِدَیَّ وَاَوْلَادِنَاوَ جَمِيْعَ الْمُؤْمِنِيْنَ بِکَلِمَاتِ اللهِ التَّآمَّاتِ مِنْ شَرِّ مَاخَلَقَ اُعِيْذُ نَفْسِیْ وَوَالِدَیَّ وَاَوْلَادِنَا وَجَمِيْعِ الْمُؤْمِنِيْنَ بِکَلِمَاتِ اللهِ التَّآمَّاتِ مِنْ غَضَبِهِ وَعِقَابِهِ وَمِنْ شَرِّعِبَادِهِ وَمِنْ هَمَزَاتِ الشَّيَاطِيْنَ وَاَنْ یَّحْضُرُوْنَ اُعِيْذُ نَفْسِیْ وَاَنْفُسِنَاوَوَالِدَیِّنَا وَاَوْلَادِنَاوَجَمِيْعِ الْمُؤْمِنِيْنَ بِوَجْهِ اللهِ الْکَرِیْمِ وَبِکَلِمَاتِ اللهِ التَّآمَّاتِ اللَّتِیْ لَا يُجَاوِزُهُنَّ بِرٌّ وَّلَا فَاجِرٌ وَّبِاَسْمَاءِ اللهِ الْحُسْنٰی کُلِّهَا مِنْ شَرِّ مَاخَلَقَ وَذَرَءَ وَبَرَءَ وَمِنْ شَرِّ مَا اسْتَعَاذَمِنْهُ عَبْدُ کَ وَنَبِيُّکَ سَیِّدِنَا مُحَمَّدٌ صَلَّی اللهُ تَعَالٰی عَلَیْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وَعِبَادُکَ الّصَالِحُوْنَ. اَللّٰهُمَّ يَارَبَّ کُلِّ شَئٍ وَّ خَالِقَ کُلِّ شَئٍ وَّ رَازِقَ کُلِّ شَئٍ فَاغْفِرْلَنَا وَ لِوَالِدَيِّنَا وَ اَوْلَادِنَا وَلِجَمِيْعِ الْمُؤْ مِنِيْنَ کُلِّ شَئٍ وَّارْحَمْنَابِکُلِّ شَئٍ وَّ لَاتَسْئَلْنَاعَنْ شَئٍ وَّلَاتُعَذِّبْنَا بِشَئٍ اَللّٰهُمَّ اِنَّا نَسْئَلُکَ لَنَا وَلِوَالِدَيِّنَاوَاَوْلَادِنَا وَلِجَمِيْعِ الْمُؤْمِنِيْنَ فِیْ الدُّنْیَاوَالْآخِرَةِ وَبَيْنَهُمَامِنَ الْخَيْرِ کُلِّهِ عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ مَاعَلِمْنَابِهِ وَمَالَمْ نَعْلَمُ وَخَيْرَ مَاسَئَلَکَ بِهِ عَبْدُکَ وَنَبِيُّکَ سَیِّدِنَامُحَمَّدٌ صَلَی اللهُ تَعَالٰی عَلَیهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ﴾.
۲- په لاره كي دي ذكر، استغفار او لبيك وايي.
۳- كله چي عرفات ته ورسېدى د عرفات دعاء دي ووايي.
۴- د عرفات د دښت هره برخه د درېدلو لپاره مناسبه ده بغير له (بطن عُرنه) څخه، چي د مسجد نمره غرب (لوېديځ) خوا ته ده.
۵- په عرفات كي د ماپښين او ماځيګر لمونځونه دواړه په يوه اذان او دوو اقامتو په يوه وخت كي يو په بل پسې په جماعت سره ادا کېږي خو د مسجد نمره امام يې شرط دی که په خپل اطاق يا بل ځای حاجيان په خپل ميان کي جماعت کوي بيابه هر لمونځ په خپل وخت کي کوي کتابونه د (فقهي) وايي او د مزدلفې جمع شرط نه لري په امام پسي ادا كېږي، (که حاجي ته تکلیف و، د مسجد حاضرېدل ورته اسانه نه وه بیابه په خپلوخېموکي هر لمونځ پرخپل وخت اداکړي) امام تر لمانځه مخكي دوې خطبې وايي، حاجې دې د (اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ)، (اَللهُ اَ كْبَرْ)، (سُبْحَانَ اللهِ) او تلبيې په ويلو ځان مشغول لري.
۶- امام او ټول حاجيان تر لمانځه وروسته جبل رحمت ته (د عرفات د دښت په څنګ كي يوه غونډۍ ده) ور نژدې كېږي او غونډۍ ته مخ پر قبله درېږي. غره ته ختل نه فرض، نه واجب او نه سنت دي او په ازدحام كي ورتلل لازم نه دي او حضرت رسول اكرمﷺ د غره تر لمني پوري راغلی و، او غره ته نه و، ختلى.
۷- حاجي دي د عرفات د ورځي دعا ووايي:
﴿لَا اِلٰهَ اِلَّااللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيْكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَ هُوَ عَلٰى كُلِّ شَیْءٍ قَدِيْرٌ ﴾.
درې سوه واره، د دې مباركي دعا ويل پوره وخت نيسي. په حديث شريف كي راغلي دي چي ډېره ښه دعا د عرفات د ورځي دعا ده او رسول اللهﷺ په دې برخه كي فرمايي: ډېره ښه دعا چي ما ويلې ده او پېغمبرانو ويلې ده داده:
﴿لَا اِلٰهَ اِلَّااللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيْكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَ هُوَ عَلٰى كُلِّ شَیْءٍ قَدِيْرٌ ﴾.
۸- تر لمر لوېدو پوري د عرفات قيام رسول د حج له واجباتو څخه دى، نو حاجي دي تر لمر لوېدو مخكي عرفات نه پرېږدي او مزدلفې ته تر تګ مخکي دي
د عرفات د رخصت دعا ووايي:
د عرفات آخري دعا:
﴿اَللّٰهُمَّ لَاتَجْعَلْ هٰذَا آخِرُعَهْدٍ مِنْ هٰذَالْمَوْقَفِ الْعَظِيْمِ وَارْزُقْنِیَ الرَّجُوْعَ اِلَيْهِ مَرَّاتٍ کَثِيْرَةٍ بِلُطْفِکَ الْعَمِيْمَ وَاجْعَلْنِیْ مُفْلِحًا مَرْحُوْمًا مُسْتَجَابُ الدُّعَآءِ فَآئِزًا بِالْقَبُوْلِ وَالرِّضْوَانِ وَالتَّجَاوُزٍ وَالْغُفْرَانِ وَالنِّعْمَةِ وَالرِّزْقِ الْحَلَالِ وَبَارِکْ لِیْ فِیْ اَهْلِیْ وَمَالِیْ وَاَوْلَادِیْ رَبَّنَاآتِنَا وَوَالِدَيِّنَا وَاَوْلَادِنَا وَلِجَمِيْعِ الْمُؤْمِنِيْنَ فِی الدُّ نْیَاحَسَنَةً وَّقِنَاعَذَابَ النَّارِ وَاغْفِرْلَنَاوَ لِوَالِدَيِّنَا وَذُرِّيَّتِنَا وَاِخْوَانِنَا وَاَهْلِنَاوَالْحَاضِرِیْنَ وَالْغَآئِبِيْنَ مِنَ الْمُسْلِمِيْنَ اَجْمَعِيْنَ بِرَحْمَتِکَ يَااَرْحَمَ الرَّاحِمِيْنَ وَصَلَّی اللهُ تَعَالٰی عَلٰی سَیِّدِنَامُحَمَّدٍ صَلَی اللهُ تَعَالٰی عَلَیهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وَاَصْحَابِهِ اَجْمَعِيْنَ﴾.
عائشې روايت كړى دی چي رسول اللهﷺ فرمايلي دي: خداىﷻ په هيڅ ورځ كي د عرفات تر ورځي زيات بندګان له اور څخه نه خلاصوي او خداىﷻ پرشتو ته بلاكيف ولاړ او مؤمنان يادوي.
د عبدالله زوى طلحه روايت كړی دى چي رسول اللهﷺفرمايلي دي: شيطان په هيڅ ورځ كي د عرفات تر ورځي حقير، خوار او اسكېرلی نه وي ځكه ويني چي د ده بېلاري كول بې نتېجې پاتېږي او ويني چي
د رحمت او ګناوو بخښل كېدل و مځكي ته را اوري لكه د بدر په غزا كي چي پر رسول او اصحابو مباركانو را اورېدل .
يادونه:-
۱- د عرفات فرضيت د ذي الحجې د نهمي ورځي
د زواله شروع كېږي بيا د ذي الحجې د لسمي ورځي
تر سپېدو پوري دوام لري، كه په دې موده كي حاجي عرفات ته و نه رسېدى حج يې نه صحيح كېږي او حج بې عرفاته باطل دى.
۲- حاجي بايد خبر وي چي دى او ملګري يې د بې نظمۍ له امله له عرفاته پاته نه سي، بايد په عرفات كي د خپلو ټاكلو خېمو په حدودو كي حاضر وي او له ملګرو ليري نه سي.
۳- د عرفات ميدان هر ځای د درېدلو دى خو د حاجيانو هري ډلي ته يو ځاى ټاكلى دی، يوازي يوځاى
د درېدلو نه دى هغه (بطن عُرنه) چي يوه شېله ده.
د اختر شپه په مزدلفه كي:
۱- كله چي د ذي الحجې د نهمي ورځي د ماښام
د لمانځه وخت را ورسېدى حاجي دي په تلوار له عرفاته د مزدلفې خوا ته روان سي.
د مزدلفې پر لار دعا:
له عرفاته د مزدلفې خوا ته پرلاري دادعاوايه:
﴿اَللّٰهُمَّ اِلَیْکَ اَفَضْتُ وَمِنْ عَذَابِکَ اَشْفَقْتُ وَاِلَيْکَ رَغَبْتُ وَمِنْ سَخَطِکَ رَهَبْتُ فَاقْبِلْ نُسُکِيْ وَاَعْظِمْ اَجْرِیْ وَتَقَبَّلْ تَوْبَتِیْ وَارْحَمْ تَضَرُّعِیْ وَاسْتَجِبْ دُعَآئِيْ یَااَرْحَمَ الرَّاحِمِيْنَ﴾.
د ماښام لمونځ دي په عرفات يا لاره كي نه كوي كه څه هم د ماښام وخت راورسېږي خو قضا كېږي نه ځكه په دې شپه كي د ماښام او ماخستن لمونځونه په مزدلفه كي په جمع باندي د ماخستن پر وخت په يوه اذان او يوه اقامت ادا كېږي. د حنفي مذهب حكم همدا دى كه په مزدلفه كي عمومي جمع ته و نه رسېدې نو
د مزدلفې په بله جمع كي دي ادا كړي. او كه هغه ته هم و نه رسېد نو يوازي دي وكړي، د ماښام دوه ركعته سنت او د ماخستن دوه ركعته سنت دي د ماښام او ماخستن تر فرضو كولو وروسته وكړي او بيا دي وتر وكړي. پر راسته اړخ دي ارام و كړي او بيا دي بيدار سي چي ښه يې طبيعت برابر سي.
۲- په دې پاكه شپه يعني د اختر په شپه دي له توان سره سم ذكر، استغفار او د قران كريم تلاوت وكړي روايت راغلی دی چي دغه شپه د شب قدرتر شپه بهتره ده، د شپې استراحت روا دى خو سهار دي ژر پورته سي او د سهار لمونځ دي په تياره كي تر سپېدو وروسته ادا كړي. له دې ځايه دي په سهاركي اويا شګي (هره يوه د لوى نخود په اندازه) ټولي كړي.
په مزدلفه كي د دې شپې تېرول سنت دي او له سپېدو څخه تر لمرختو پوري واجب دي او ټول ساعتونه يې له بركته ډك دي.
په مشعرالحرام كي د اختر سهار:
الله فرمايي: ﴿          ﴾.[البقره/۱۹۸]
ترجمه: كله چي له عرفاته روان سئ خداىﷻپه مشعرالحرام كي ياد كړئ.
حاجي دي مشعرالحرام چي د مزدلفې لوړه ده يعني (جبل قــُزح) د سهار ترلمانځه وروسته د اختر په ورځ ور وخېژي او دعاوي دي وكړي تر لمر ختو مخكي دي له هغه ځايه نه ځي او دا توقف واجب دى.
په مزدلفه کي دعا:
﴿اَللّٰهُمَّ هٰذِهِ جَمْعٌ اَسْئَلُکَ اَنْ تَرْزُقَنِیْ جَوَامِعَ الْخَيْرِ کُلِّهِ فَاِنَّهُ لَايُعْطِيْهَا غَیْرَ کَ اَللّٰهُمَّ رَبَّ الْمَشْعَرِالْحَرَامِ وَرَبَّ الزَّمْزَمِ وَالْمُقَامِ وَرَبَّ الْبَيْتِ الْحَرَامِ وَالْمُعْجِزَاتِ الْعِظَامِ وَاسْئَلُکَ اَنْ تَبْلُغَ رُوْحَ سَیِّدِنَامُحَمَّدٍ اَفْضَلُ الصَّلٰوةِ وَالسَّلَامِ وَاَنْ تَصْلِحَ لِیْ ذُرِّيَّتِیْ وَدِيْنِیْ وَتَشْرَحَ لِیْ صَدْرِیْ وَتَطْهِرَقَلْبِیْ اَللّٰهُمَّ اِنِّیْ اَسْئَلُکَ لِیْ وَلِوَالِدَیِّ وَلِاَوْلَادِیْ وَلِجَمِیْعِ الْاُمَّةِ اَنْ تَرْزُقَنَافِیْ هٰذَالْمَکَانِ جَوَامِعَ الْخَيْرِکُلِّهِ وَاَنْ تَصْرِفَ عَنَّاالسُّوْءَ کُلِّهِ فَاِنَّهُ لَايَفْعَلُ ذَالِکَ غَيْرُ کَ وَلَايَجُوْدُبِهِ اِلَّا اَنْتَ﴾.
د دعا او توقف لپاره هر ځاى مناسب دى بې له (بطن مُحَسَر) چي یوشېله ده، دا سيمه د مزدلفې په پاى او د منْی لور ته پرته ده چي د حج معلم يې در ته ښيي.
د وادي محسر د تېرېدو په وخت کي دا دعا وايه:
﴿اَللّٰهُمَّ لَا تَقْتُلْنَا بِغَضَبِکَ وَ لَا تُهْلِکْنَا بِعَذَابِکَ وَ عَا فِنَا قَبْلَ ذَالِکَ﴾.
په احاديثو كي راغلي دي: رسول اللهﷺ د عرفات په ما ښام خپل امت ته دعا وكړه څو خداىﷻ بخښه ورته وكړي او قبوله سوه، خداىﷻالهام ورته وكړ چي ما د دوى ګناوي ور بخښلي دي، نه د بنده حق (حق العبد)، رسول اللهﷺ عرض وكړ: خدايه! د بنده حق هم را وبخښه! قبوله نه سوه.
په مزدلفه کي سهار پر (جبل قُزح) رسول اللهﷺ نوموړې دعا تكرار كړه او مهربانه خداىﷻ قبوله كړه. چي دا وخت رسول اللهﷺ غاښونه مباركان سپين كړل، يارانو چي پوښتنه ځني وكړه، ويې فرمايل چي: ومي ليدل چي شيطان پر سر خاوري بادولې ځكه چي زما دعا ومنل سوه.
د لوى اختر اوله ورځ، منْی او جمره يعني شيطانان:
كله چي لمر را وخېژي او يا د لمرختو يو څو د قيقې مخكي دي حاجي د منْی پر لور روان سي. د ذي الحجې پر ۱۱مه او ۱۲ مه شپه په منْی كي پاته كېدل سنت دي، د يو چا كه تلوار نه وي نو ديارلسمه شپه دي هم هلته تېره كړي او په سبا دي د څلورم وار لپاره درې سره شيطانان و ولي او دا دعا دي و وايي:
﴿اَللّٰهُمَّ هٰذِهِ مِنِّیْ قَدْ اَ تَيْتَهَاوَاَ نَاعَبْدُ کَ وَابْنُ عَبْدِ کَ اَسْئَلُکَ اَنْ تُمْنَ عَلٰی بِمَامَنَنْتَ عَلٰی اَوْلـِيَآئِکَ اَللّٰهُمَّ اِنِّیْ اَعُوْذُبِکَ مِنَ الْحِرْمَانِ وَالْمُصِيْبَةِ فِیْ دِيْنِیْ يَااَرْحَمَ الرَّاحِمِيْنَ اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ بَلَغَنِیْ سَالِمًا مُعَافِيًا﴾.
په منْی كي درې شيطانان دي. او د همدې شيطانانو ويشتل په حج كي واجب دي.
د شيطانانو د ويشتلو طريقه:
شيطانان د دوو ګوتو په سر باندي په دريو ځايونو كي د اوو اوو شګو ويشتل دي (هره يوه يې بايد د لوى نخود يا باغلي په اندازه وي) او د شيطانانو ويشتلو ته (رمي) وايي.
شيطانان په لاندي ډول دي:
۱- اولْى يعني کوچنی شيطان چي د مسجد خيف لور ته دی.
۲- وسطْى يعني منځنی شيطان چي په منځ كي دی.
۳- عقبْى يعني لوی شيطان چي د مكې شريفي خوا ته دی.
حاجي دي منْی ته په رسېدلو سره تر هر څه مخكي عقبْى يعني لوی شيطان وولي او که د دې شيطان ويشتل تر غرمې مخكي سي ښه به وي او په هر وار ويشتلو كي دي داسي وايي.
﴿بِسْمِ اللهِ اَللهُ اَ کْبَرْرَغْمًالِّشَيْطَانٍ وَّ رِضًا لِّلرَّحْمَانِ﴾.
(خدايه تا راضي کوم شيطانه تا ترټم ” بِسْمِ اللهِ اَللهُ اَکْبَرْ “). د شيطانانو د ويشتلو په وخت كي بايد حاجي داسي ودرېږي چي منْی يې و راسته خوا او كعبه شريفه يې چپې خوا ته سي، حاجي دي د شيطان د اولنۍ شګي له ويشتلو سره تلبيه قطع كړي او د تلبيې پر ځاى دي په مناسبو وختونو كي (ا َللهُ اَكْبَرْ)، (اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ)، (سُبْحَانَ اللهِ) او (لَا اِلٰهَ اِلَّااللهُ) ووايي.
يادونه:- ترڅو چي څوك سخت ناروغ نه وي شيطانانو ته دي وكيل نه نيسي كه بستر وي وكيل دي ونيسي، د شګو ويشتلو لپاره د شپې مهال ښه دى ځکه چي ازدحام نه وي.
د شكرانې ذبح:
د شيطان تر ويشتلو وروسته حاجي (مذبح) ته ځي يعني د حلالولو ځاى ته.
ذبح د حج د ادا شكرانه او واجب ده د هغه حاجي لپاره چي د قِران د حج يا د تمتع نيت يې كړى وي، د حاجي افراد او عمرې كوونكي لپاره ذبح واجب نسته، دا د شكرانې ذبح قرباني نه ګڼله كېږي ځكه حاجي مسافر دى او پر ده قرباني نسته. نو د شكرانې د ذبح نيت دي وكړي نه د قربانۍ.
د شكرانې د ذبح پُسه يا بُزه يوازي د يوه نفر لپاره ده او د غوايي يا اوښ په قرباني كي اووه كسان شريكېدلای سي.
د قربانۍ ورځي هماغه د لوى اختر ورځي دي اوله، دوهمه او درېيمه. حاجي حق لري چي د قربانۍ كولو لپاره وكيل ونيسي اوکه عذرنه وي هم وکيل نيولای سی.
د نوبت ترتيب دي حتمًا مراعت سي چي اول شيطان دی، بيا ذبح او بيا حلق يا قصر دى.
څوك چي د شكرانې د قربانۍ مالي قدرت و نه لري او د تمتع يا قِران د حج نيت يې كړى وي (درې ورځي د اختر مخكي او اووه ورځي د حج د اصلي ورځو څخه وروسته كه په مكه مكرمه كي وي، يا کور وي، روژې دي ونيسي. چي لس روژې پوره سي.
الله فرمايي: ﴿ تِلْكَ عَشْرَة ٌ كَامِلَةٌ ﴾.
په حديث شريف كي راغلي دي چي ښه حج هغه حج دى چي په هغه كي عج (تلبيه په لوړ ږغ ويل) وي، او ثج (قرباني) وي.
كله كه د تمتع حاجي يا د قِران حاجي د حج د مناسكو په ترڅ كي كوم واجب ترك كړى وي نو د شكرانې پر ذبح سربېره د كفارې ذبح (دم) هم پر واجبېږي. لكه څرنګه چي د افراد پر حاجي باندي د شكرانې ذبح نسته نو كه واجب پرېږدي د كفارې ذبح باندي لازمېږي.
د قربانۍ د حلالېدو په وخت کي دي دا دعاووايي:
﴿اَللّٰهُمَّ اِ نِّیْ وَجَّهْتُ وَجْهِیَ لِلَّذِيْ فَطَرَالسَّمٰوَاتِ وَالْاَرْضَ حَنِيْفًا وَمَا اَ نَا مِنَ الْمُشْرِکِيْنَ اِنَّ صَلٰوتِیْ وَنُسُکِیْ وَمَحْیَایِ وَمَمَاتِیْ لِلّٰهِ رَبِّ الْعَالَمِيْنَ لَاشَرِيْکَ لَهُ وَبِذَالِکَ اُمِرْتُ وَاَ نَا اَوَّلُ الْمُسْلِمِيْنَ اَللّٰهُمَّ هٰذَامِنْکَ وَاِلَيْکَ بِسْمِ اللهِ اَللهُ اَ کْبَرْ﴾.
حاجي دي د كفارې ټوله ذبح د خداى پر نامه خيرات كړي ځكه د هغې څخه د خوراك اجازه نسته او دا كفاره د واجباتو د تركولو په صورت كي لازمېږي.
كه حاجي ځيني سنتونه پرېښودل، پر ده دم نه لازمېږي خو صدقه (خيرات) ضرور باندي كېږي مثلاً د شپږو مسكينانو خوراك. او زما په نظر احتياطاً بايد د پنځه كيلو څخه تر لس كيلو پوري خُرما خيرات كړي.
د سر خرېيل يا لنډول:
حاجي دي د شكرانې د قربانۍڅخه وروسته د سر خرېيل يا لنډول وكړي، د دې كار معنْى داده چي د حج مهم منا سك ادا سول.
پر نارينه وو واجب ده چي ټول سر وخريي يا يې ماشين كړي او يا د ګوتي د يوه بند په اندازه ورېښتان لنډ كړي، دا كار دي پر ټول سر يا د هغه پر څلورمه برخه وكړي، نه پر لږ برخه.
د ښځو لپاره سر خرېيل نسته خو د ګوتي د يوه بند په اندازه دي خپلي څوڼي لنډي كړي.
طواف زيارت:
د زيارت طواف چي د اختر په ورځو كي بايد تر سره سي د حج يو له دري ګونو فرضو څخه دى، دوه نور فرضونه احرام او پر عرفات درېدل دي.
تر حلق او قصر وروسته حاجي له احرامه خلاص سو نو دي خپل عادي لباس واغوندي.
د اختر په لومړۍ، دوهمه يا درېيمه ورځ دي طواف زيارت وكړي. كه تر درېيمي ورځي را وروسته سو هغه وخت دي هم طواف وكړي خو دم پر لازمېږي. تر دې فرض طواف وړاندي كه ممكن وي غسل دي وكړي او كه نه اودس لازم دی. كه حاجي په طواف زيارت كي بې اودسه سي دم پر لازمېږي، دا طواف په عادي جامو كي بې له اضطباع او رمل څخه دى اوږې دي نه ښوروي او پهلواني دي نه كوي.
تردې فرض طواف او د طواف تر لمانځه وروسته دي د صفا او مروا سعى وكړي چي هغه هم په عادي جاموكي كېږي خو كه د اختر نه مخکي صفا او مروا سوې وي نو بيا د صفا او مروا سعى نه پر لازمېږي.
تر طواف زيارت وروسته دي د ملتزم په مقام كي خپل ځان وموښلوي او د خداىﷻ د كور و څښتن ته دي زارۍ وكړي او د همدې مقام دعا دي ووايي.
تر طواف زيارت وروسته د ملتزم شريف دعا:
دعا داده:
﴿اَللّٰهُمَّ يَا رَبَّ الْبَيْتِ الْعَتِيْقِ اَعْتِقْ رِقَابَنَا وَرِقَابَ اٰبَائِنَا وَ اُمَّهَاتِنَا وَ اَخَوَانِنَا وَ اَوْلَادِنَا مِنَ النَّارِ يَا اَللهُ يَا رَحْمَانُ يَا اَرْحَمَ الرَّاحِمِيْنَ﴾.
﴿اَللّٰهُمَّ اِ نِّيْ عَبْدُكَ وَاقِفًا تَحْتَ بَابِكَ مُلْتَزِمٌ بِاِعْتَابِكَ اَرْجُوْ رَحْمَتَكَ وَاخْشَى عَذَابَكَ يَا ذَا الْفَضْلِ وَالْكَرَمِ وَالْاِحْسَانِ. اَللّٰهُمَّ اَرْحَمْ تَضَرُّعَنَا وَاٰمِنْ خَوْفَنَا وَتَقَبَّلْ اَعْمَالَنَا وَاصْلِحْ اَحْوَالَنَا وَاجْعَلْ بِطَاعَتِكَ اِشْتِغَالَنَا وَاِلَى الْخَيْرِ اٰمَالَنَا وَاخْتِمْ بِالسَّعَادَةِ اٰجَالَنَا، هٰذَا ظِلَّنَا ظَاهِرٌ بَيْنَ يَدَيْكَ وَ حَالُنَا لَا يَخْفٰى عَلَيْكَ اَمَرْتَنَا فَتَـرَكْنَا وَنَهَيْتَنَا فَارْتَكِبْنَا وَلَا يَسَعَنَا اِلَّا عَفْوَكَ فَاعْفُ عَنَّا يَا خَيْرَ مَأْمُوْلٍ وَاكْرِمْ مَسْؤُلٍ اِنَّكَ عَفُوّ ٌغَفُوْرٌرَّحِيْمٌ يَا اَرْحَمَ الرَّاحِمِيْنَ﴾.
څو ضروري يادوني:
۱- كه حاجي د منْی ټاكلي وظيفې لكه ذبح، حلق او يا قصر نه وي پوره كړی په دې صورت كي د ده دا طواف او سعى په احرام كي كېږي.
۲- كه ښځه د اختر په لمړۍ يا دوهمه ورځ په مياشتني معذرت (حيض) كي وي په درېيمه ورځ دي طواف زيارت وكړي او كه معذرت يې دوام وكړ نو
د معذرت تر ختمېدو وروسته دي د طهارت غسل وكړي او طواف زيارت دي وكړي، هماغه ثواب ترلاسه كوي او د دې ځنډ له وجي دم نه پر لازمېږي.
۳- كه څوک طواف زيارت په جنابت كي ادا كړي، نه روا كېږي او بايد بېرته يې را وګرځوي، يو اوښ يا يو غويی پر لازمېږي.
۴- د اختر په دوهمه منْی ته بيرته راتلل او شيطانان ويشتل. حاجي تر طواف وروسته بيرته منْی ته راګرځي، په منْی كي د اختر د شپو تېرول سنت دي او په منْی كي د پنځو لمونځو ادا كول لوى ثواب لري.
۵- د اختر د دوهمي ورځي شيطانان او د درېيمي ورځي شيطانان تر غرمي وروسته ويشتل كېږي.
تر کوچني او ميانه شيطان ويشتلو وروسته دعا بايد وسي او تر غټ شيطان ويشتلو وروسته دعا نسته.
د شيطانانو د ويشتلو وختونه:
د اختر لومړۍ ورځ د لمرختو څخه بيا تر بلي ورځي سپېدو پوري چي تقريباً درويشت ساعته كېږي وخت لري.
د اختر دوهمه ورځ د زوال څخه بيا د بلي ورځي تر سپېدو پوري چي تقريباً اتلس ساعته كېږي وخت لري.
د اختردريمه ورځ له زواله بيا د بلي ورځي تر سپېدو پوري چي داهم تقريباً اتلس ساعته کېږي وخت لري.
د اختر څلورمه ورځ له سهاره تر ماځيګره پوري چي تقريباً دوولس ساعته كېږي وخت لري.
په دې شرط چي تېره شپه يې په منْی کي تېره کړې وي پرده د شيطانانو ويشتل واجب دي خو په دغه ورځ تر زوال وروسته سنت دي.
ښځو ته روا ده چي تر لمر لوېدو وروسته شيطانان وولي او د ځوانو ښځو لپاره د نارينه وو تر ازدحام وروسته پسله لمر لوېدو ښه دي.
په دي ترتيب حاجي د ذى الحجي پر يوولسمه نېټه يعني د اختر پر دوهمه يوويشت شګي ورسره واخلي او د خيف د مسجد له خوا دي اول شيطان اووه شګي وولي او پر هره شګه دي الله اكبر ووايي. بيا دي توقف وكړي لږ دي بغل ته سي، دعا دي وكړي چي دا د اجابت وخت دى، بيا دي منځنی شيطان اووه شګي وولي
او دعا او توقف دي وكړي، بيا دي لوی شيطان ته ورسي او اووه شګي دې وولي نور هلته درېدل لازم نه دي او تر عقبْى شيطان وروسته دي توقف نه كوي، په دوولسمه ورځ چي د اختر درېيمه ده حاجي دي همدا درې شيطانان لكه د تيري ورځي غوندي وولي. حاجي ته نه ښايي چي خپل سامان له منْی څخه مكې ته واستوي او پخپله دي په منْی كي پاته سي دا مكروه دى.
د رخصتۍ طواف:
حاجي دي د ټولو شيطانانو تر ويشتلو وروسته له منْی څخه مكي مكرمې ته بيرته را وګرځي.
د كعبې شريفي په حرم كي د رخصت طواف بې له احرامه، بې له اضطباعه او بې له رمله تر سره كېږي، دا طواف واجب دى. د رخصت تر طواف وروسته دي د زمزم اوبه وڅښي، د ملتزم په مقام كي دي د طواف رخصت دعا ووايي:
دعا دا ده:- ﴿اَللّٰهُمَّ هٰذَابَيْتُکَ الَّذِیْ جَعَلْتَهُ مُبَارَکًا لِّلْعَالَمِيْنَ فِيْهِ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ مقَامُ اِبْرَاهِيْمَ وَمَنْ دَخَلَهُ کَانَ آمِنًا اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ هَدَانَا لِهٰذَاوَمَا کُنَّالِنَهْتَدِیَ لَوْلَا اَنْ هَدَانَااللهُ اَللّٰهُمَّ فَکَمَاهَدَيْتَنَافَتَقَبَّلْ مِنَّا﴾.
او كه حاجي په مكه مكرمه كي د پاته كېدلو اراده لري د صدر طواف دي فعلاً نه تر سره كوي او په مكه كي د اوسېدلو پاى ته دې پرېږدي او د سفر كولو په وخت كي دې تر سره كړي، چي دې طواف ته د وداع طواف هم وايي. يعني حاجي رخصت سو او دې ته طواف رخصت وايي. او په ډېرو زاريو او ژړا دي د كعبې شريفي څخه را ووزي.
يادونه:- هغه ښځه چي د صدر طواف يې نه وي كړى او په دې وخت كي په مياشتني معذرت كي وي او نور په مكه مكرمه كي د اوسېدلو وخت و نه لري له طواف رخصته معاف ده، د كعبې شريفي لور ته د ي د حرم شريف تر دروازو دباندي ګوري په زړه كي دي دعا وكړي او رخصت دي وغواړي او د حج ټول مناسك يي همدلته سر ته رسېږي.
د مدينې منورې زيارت:
مدينه منوره هغه ښار دی چي د خداىﷻ پيغمبر يې د بعثت په ديارلسم كال په ډېره مينه او عزت منلى دى (كوم وخت چي د مكې مشركانو د ده د وژلو كوشش كاوه). د دې ښار نوم يثرب و، او د هغه وروسته په (مدينة النبي) مشهور سو.
اولنى اسلامي دولت د خداىﷻپيغمبر په همدې ښار كي تأسيس كړ. د سيدالمرسلين رحلت د نهم هجري كال د لومړۍ خور (ربيع الاول) پر دوولسمه نېټه په مدينه كي پېښ سو او مدينه منوره د خلفاء راشيدينو د دورې تر پايه پوري د اسلام سياسي مركز وو.
ابوهريره روايت كړی دی چي رسول اللهﷺ فرمايلي دي: زما په دې مسجد كي يو لمونځ كول د بل مسجد د پنځوسو زرو(۵۰۰۰۰) لمونځو سره برابر دى ماسېوا د مسجد حرامه (د مكې شريفي حرم)، په صحيح بخاري او صحيح مسلم او ابن ماجه كي راغلي دي چي په مسجد نبوي كي يو لمونځ كول له پنځوسو زرو(۵۰۰۰۰) لمونځو سره برابر دى او يو لمونځ د مكې مكرمې په مسجد حرام كي د سل زره لمونځو سره برابر دى. لنډه دا چي په دې پاكه او سپېڅلې سجده ګاه كي د رحمت سيند په جوش دى ځكه په عربي اصطلاح كي پنځوس زره او سل زره(۱۰۰۰۰۰) د بې شماره په معنا دي.
ابوهريره روايت كړی دی چي رسول اللهﷺ فرمايلي دي:
﴿مَا بَيْنَ بَيْتِیْ وَمَنْبَرِیْ رَوْضَةٌ مِّنْ رِّيَاضِ الْجَنَّةِ وَمَنْبَرِیْ عَلٰى حَوْضِیْ﴾.
يعني زما د خوني او زما د منبر ترمنځ د جنت د باغچو څخه يوه باغچه ده او زما منبر پر حوض كوثر دى او د ممبر بنياد په جنت کي دی. دلته په دغه رياض الجنة کي چي د جنت ځمکه ده که وخت پيداسي نو نفل کول په جنت کي زيات ثواب لري که وخت نه وي نو ضرور به يو وار ورځې هلته به دعاکوي داسي دعاچي: ياالله تا وعده کړې ده چي مؤمن جنت ته راسي بيايې له جنته نه باسم نو يا الله مامه باسه زه مؤمن يم که مي باسې دا به امانت وي په مؤقته توګه ځم. د مدينې منورې زيارت كېدلاى سي تر حج او عمرې مخكي او يا تر هغه وروسته وسي او دا د حاجي په وخت پوري اړه لري چي د دواړو ثواب سره يو دى. نو كه څوك تر لوى اختر وروسته هيواد ته راګرځېدونكی وي، كولاى سي د مدينې منورې زيارت تر اختر مخكي وكړي او ثواب يې نه لږېږي.

د مسجد نبوي مبارك د حرم زيارت:
زيارت كوونكى چي كله مدينې منورې ته ورسېدى تر دې وروسته چي كالي او د سفر سامان يې په يوه خوندي ځاى كي كښېښودل نو د رسول اكرمﷺ مطهر زيارت ته دي ورسي. زيارت كوونكى دي د باب جبرېل، باب السلام، باب الصديق، باب عمر او يا باب عثمان څخه حرم شريف ته ورننوزي (هره دروازه چي حاجي ته اسانه وي). حرم شريف څو دروازې لري چي يوه يې هم باب النساء د ښځو په نامه ده.
زيارت كوونكى دي پرله پسى درود وايي، حرم يا مسجد ته د ننوتلو په وخت كي دي اول د راسته پښې قدم كښېږدي.
حاجي دي په مسجد كي د محراب محمدﷺ سره (يا هغه ته نژدې هر څومره چي كېداى سي) دوه ركعته د تحيې لمونځ ادا كړي. او ټول فرض لمونځونه دي په مسجد نبوي شريف كښي په جماعت ادا كوي او كه هلته يا هغه ځاى ته نژدې وي هم دي يې په جماعت ادا كړي چي ډېر ثواب لري.
حضرت رسولﷺ فرمايلي دي: څوك چي زما په مسجد كي څلوېښت پرله پسې لمونځونه وكړي او يو لمونځ هم قضا نه كړي نو ده ته د اور، عذاب او نفاق څخه خلاصون ليكل كېږي. د مسجد نبوي مبارك ودانۍ او حرم شريف په اول كي همدلته په وړه ساحه كي وه او د اسلام د تاريخ په اوږدو كي څو واره ترميم سوې او پراختيا وركړه سوې ده او عثماني پاچاهانو تر هر څه زيات دا خدمت كړی دى او په ورستيو كلونو كي هم پراخ اوترتيب سوې ده.
د سيد المرسلينﷺ د قبر زيارت:
زيارت كوونكى دي په ډېر ادب د حضرت رسول اللهﷺ قبر ته و درېږي او و دي پوهېږي چي پر مبارك باندي خپل امت ډېر ګران وو او پوه دي شي چي د  پاك روح د ده سلام مني.
د حجرې مچول او پر هغه خپل ځان مښلول حرام دي او طواف كول يا د قبر لور ته لمونځ كول كفر دى ځكه خداى پاك او د هغه رسول دغه عبادت يوازي كعبې شريفي ته خاص كړی دى هغه هم د خداى پاك په نامه. هر قبر ته طواف او سجده كول، كه څه هم د مبارك قبر وي كفر دى ځكه رسول په خپله د يوه او لاشريكه خداىﷻ لپاره د عبادت او سجده كولو تبليغ كړی دى. زيارت كوونكى دي په دې لوړ مقام كي سلام ووايي (اَلسَّلَا مُ عَلَيْكَ يَا رَسُوْلَ اللهِ، اَلسَّلَا مُ عَلَيْكَ يَا نَبِیَّ اللهِ.. نور سلامونه وروسته راځي)،
يادونه:-
۱- زيارت كوونكى دي هڅه وكړي چي په مدينه منوره كي دي د اوسېدلو په موده كي خپل ټول لمونځونه د مسجد النبوي د حرم په مباركه روضه كي ادا كړي.
۲- د اقتدا كولو په وخت كي دي څارونکی اوسي چي تر باب السلام د باندى د بې خبرۍ په حالت كي تر امام مخكي نه سي ځكه، كه تر امام د مخه سو لمونځ يې صحت نه لري.
د رسول اللهﷺ د يارانو قبرونه:
د لومړي خليفه اميرالمؤمنين ابوبكرصديق او دويم خليفه اميرالمؤمنين عمر ابن خطاب قبرونه
د رسول اللهﷺ د مبارك قبر تر څنګ واقع دي.
حضرت ابوبكر صديق دوه كاله خلافت وكړ او د ديارلسم هجري كال د جمادى الثاني (څلورمي خور) پر ۲۲ مه نېټه وفات سوى دى. حضرت عمر فاروق لس كاله خلافت وكړ او د ۲۳ هجري كال
د ذى الحجې په ۲۶مه نيټه شهيد سوى دى.
د مسجد په حريم كي دي په جمع باندي پر پنځو لمونځونو سربېره هر څومره وخت چي لري د قراٰنكريم په تلاوت او دعاګانو دي بوخت سي. پر محمدي محراب سربېره د عثمان ذى النورين محراب او د سلطان سليمان رومي يعني عثماني محراب ته دي نژدې نفل وكړي او پر دي درود ووايي.
د جنةالبقيع هديره:
دا هديره د رسول اللهﷺ په وخت كي موجوده وه او رسول اللهﷺ چي تر څو ژوندى و، ځيني خپلوان، ياران او د كورنۍ غړي يې پكښي ښخ كړي دي او نور يې له خپلوانو او له كورنۍ له غړو څخه دده تر وخت وروسته پكښي ښخ سويدي.
داهديره د مبارك مسجد له حرم څخه په قدم وهلو سره څو دقيقې فاصله لري او د قبرونو ټولي لوحې او نخښي يې ليري كړيدي خو معلم قبرونه سره پېژندلاى سي او زيارت كوونكي ته يې ورښيي.
د دې هديرې حريم ته د ورننوتلو په وخت كي دي زيارت كوونكى ووايي: (اَلسَّلَا مُ عَلَيْكُمْ يَا دَارَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِيْنَ) او (اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ) او (قُلْ هُوَاللهُ) دي پرله پسې ووايي او بيادي ووايي: (اې د خداى دوستانو! پر تاسو سلام) او په زړه كي دي ووايي موږ هم له دې جهانه تلونكي او له تاسو سره يو ځاى كېدونكي يو او د ا مبارك اٰيت دي ووايي: اِنَّا لِلّٰهِ وَ اِنَّا اِلَيْهِ رَاجِعُوْنَ.
د دريم خليفه اميرالمؤمنين عثمان ابن عفان پر قبر دي هغه سلام ووايي او ور پياد دي كړي چي دا
د قرآنكريم را ټولوونكى دی (د هغو له مخي چي
د حافظانو صحابه وو په ياد و، يا د هغو له مخي چي پر څرمن، لرګي او هډوكو ليكل سوى، را جمع او ترتيب کړ) او د اسلام رڼا دده په وخت كي د خراسان سيمي ته رارسيدلې ده. (اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ) او درې واره (قُلْ هُوَاللهُ) دي ووايي. عثمان ابن عفان يوولس كاله خلافت وكړ او د پنځه دېرش هجري كال په پاى كي شهيد سو.
او د لويو صحابه وو او رسول اللهﷺ د كوروالا وو چي د مسلمانانو مېندي كېږي چي عايشه صديقه هم پكښې ده پر قبرونو سلام ووايي او دعا دي وكړي او (اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ) او درې واره (قُلْ هُوَاللهُ) دي هم ووايي.
عايشه د حضرت ابوبكر صديق لور ده او په ۵۷ هجري كال كي وفات سوه.
د حضرت رسول اللهﷺ د لوڼو پر قبرونو چي د هغې جملې څخه د فاطمةالزهراء يعني د اميرالمؤمنين حضرت علي كوروالا بي بي، د امام حسن او د امام حسين مور پر قبر دي سلام ووايي او د عا دي وكړي.
فاطمه د اسلام د ستر پيغمبر او خديجې لور وه، د خپل مبارك پلار د رحلت په كال لږ تر هغه وروسته په ۲۸ كلنۍ كي وفات سوه، پلار ډېر پر ګران و، او دې هم د پلار په زړه كي ځاى درلودی.
د رسول اللهﷺ د عمه صفيې پر قبر او د رسول اللهﷺ د دايي حليمې سعديې پر قبر دي هم دعا وكړي. لكه څنګه چي په خپله رسول اللهﷺ د دوى پر قبرونو دعا كړې ده.
بايد پوه سو چي څلورم خليفه اميرالمؤمنين علي د ۴۰ هجري كال په روژه كي تر څلورنيم كاله خلافت وروسته په د عراق په كوفه كي د ۶۳ كلنۍ په عمر شهيد سو. څرنګه چي زيات اولادونه يې په بقيع كي ښخ دي نو د څلورم خليفه اسدالله الغالب پر روح دي دلته يعني له ليري څخه (اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ) او درې واره (قُلْ هُوَاللهُ) و وايي.
د حضرت پيغمبرﷺ ياران لكه ابوهريره په (۵۹هـ کي وفات) او ابوسعيدالخدري په (۶۴ هجري کي وفات) هم په بقيع كي ښخ دي. دوى د سيرةالنبي او احاديثو روايتونه كړي دي هم سلام و وايي.
د اُحُد غر:
له مدينې منورې څخه يو ساعت پياده او د موټر په وسيله د اُحُد غره ته د لسو دقيقو لار ده.
تر هجرت وروسته په درېيم كال كي د مكې كفار له درې زره لښكر سره د غچ اخستلو په غرض د مدينې لور ته روان سول. په مدينه منوره كي څرنګه چي يو شمېر منافقانو د اسلام پېغمبر پرې ايښى و، نو د اسلام قوه لږ وه. سيدالمرسلينﷺ له مدينې څخه را ووت او له اسلامي جنګياليو سره د اُحُد غره ته ولاړ. سره له دې چي د مسلمانانو شمېر كم وو خو په لومړي سر كي يې برى په برخه سو. وروسته چي ځيني غازيان
د غنيمت په مال پسي ولاړل، كفارو په خپله پر حضرت رسول اللهﷺ يرغل راوړ. اوازه وه چي حضرت رسول اللهﷺ شهيد سو خو حقيقت داسي نه و، د اُحُد د جنګ ورځ د مسلمانانو سخته ورځ وه خو د خداىﷻ په مرسته د مكې د مشركانو لښكر د جنګ ډګر پرېښود او بيرته مكې ته راوګرځېدل.
د اُحُد په غره كي د اُحُد د شهيدانو قبرونه چي
د رسول اللهﷺ نژدي ياران وه واقع دي. له دې جملې څخه يو د رسول اللهﷺ اكا حمزه هم دی چي د اُحُد په غزا كي د ۵۷ كلنۍ په عمر شهيد سو حمزه په مكه مكرمه كي د ابوجهل سره مقابله كړې وه او
د رسول اللهﷺ ملاتړی و، او د رسول اللهﷺ سره يې مدينې ته هجرت وكړ او ده ته يې د (اسدالله و رسوله) لقب وركړی و، او د اُحُد غر د دې نړۍ د مباركو ځايونو څخه دى.
مسجد قبا او د مدينې منورې نور مسجدونه:
هغه مسجدونه چي د رسول اللهﷺ له وخته را پاته دي او هر يو څو څو واره ترميم او ودان سوي دي.
۱:- مسجد قبا: له نبوي مسجد څخه يو ساعت فاصله لري، لومړنى مسجد دى چي د رسول اللهﷺ په لاس ودان سوى دى.
د قبا د مسجد په باب په قرانكريم كي راغلي دي:
﴿          •                ﴾. [التوبه/۱۰۸]
ترجمه: داسي مسجد چي بنسټ يې له لومړيو ورځو څخه پر پرهېزګارۍ اېښودل سوى دى، ډېره ښه ده چي ته هلته لمونځ وكړې اې محمده! هلته داسي كسان دي چي غواړي سپېڅلي وي او خداى خوښوي هغه كسان چي ځانونه پاك كړي، هره ورځ مسجد قبا ته ورتلل که په پښو وي که په موټر کي دوه رکعاته نفل کول د يوې عمرې ثواب لري.[حديث]
۲- د جمعې مسجد: د جمعې لومړنى لمونځ رسول اللهﷺ په هغه كي ادا كړى دى.
۳- د فتح مسجد.
۴- ذو قبلتين يا د دوو قبلو مسجد: دا مسجد دوې قبلې لري، رسول اللهﷺ او د ده يارانو يو كال او دوې مياشتي په مدينه منوره كي د بيت المقدس پر لور لمونځ كاوه چي د پخوانيو دينونو قبله وه. د لمانځه په منځ كي وحيه راغله او د خداى پيغمبر يو په يو خپل مخ د مكې د ښار او د بيت الحرام د مسجد پر لور راواړاوه او لمونځ يې خلاص كړ. د مقتديانو له جملې څخه لسو جنتي يارانو (عَشَرَةْ مُبَشَّرَةْ) د لمانځه په ترڅ كي بې له كوم خبره دده پيروي وكړه او مخونه يې مكې ته كړل او دوى ته د جنت زيرى راغلى نو ځكه (عَشَرَةْ مُبَشَّرَةْ) (لس كسه زيری وركړل سوي) ونومول سول.
هغوى چي زيرى د جنت ور باندي وكړ سبحان
يو ابوبكر، بل عمر، بل و علي، بل عثمان
ورپسې سعد او سعيد و بيا زبير ؤ طلحه
وروسته تر دوئ ابوعبيده او بل و عبد الرحمْن


دوه وروستني كسان ابوعبيده ابن جراح او عبدالرحمْن ابن عوف دي.
مسجد غمامه، مسجد ابوبكر صديق، مسجد فاطمةالزهراء، مسجد عمر فاروق، مسجد على مرتضْى او مسجد بلال. پورتني مسجدونه
د فتحي د مسجد سره نژدې دي.
يادونه:- په مدينه منوره كي د څلوېښتو لمونځونو كول لوى ثواب لري يعني په اتو شپو او ورځو كي كه
د زړه په حضور په جمع ادا سي. خو كه د مدينې منورې اقامت تر حج مخكي و، او د حج وخت راورسېد حاجي بله لار نه لري بې له دې چي مكې مكرمې ته راسي، په دې صورت كي دي د رسول اللهﷺ په مباركه روضه كي دعا وكړي څو دده په شفاعت ټول ثواب ترلاسه كړي او پوه دي سي چي د خداىﷻ مهرباني شمېر او پاى نه لري. حركت دي وكړي او مكې مكرمې ته دي ولاړسي په شپه او ورځ كي دي څليرويشت ساعته درود وايي،
دا د حاجي وظيفه ده بل كار دي نه كوي او په مدينه منوره كي په هر وخت په هر ځاى كي او خاص خاص
د پيغمبر په حضور كي درورد ويل ډېر ثواب لري.
خاص د نبي کریمﷺ قبرشریف ته درېدل:
د مځکي پرمخ تر ټولومشرف ځای قبر د  مبارک دی هلته عسکر ولاړدي تاسو نه پرېږدي چي دعا وکړئ، درته وايي چي مخ کعبې ته کړئ او چي لاس پورته نه کړئ بيا کار نه درلري نو په داطريقه سلامي وکړئ: بايد لنګوټه پرسر، ږيره پر شريعت برابره په ميانه اواز سره نه ډېرلوړ او نه ډېرکښته په دغو سلامونو شروع وکړئ:
اَلسَّلَا مُ عَلَیْکَ اَيُّهَا النَّبِیُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَکَاتُهُ
اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَا مُ عَلَيْکَ يَا رَسُوْ لَ اللهِ
اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَا مُ عَلَيْکَ يَاحَبِيْبَ اللهِ
اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَا مُ عَلَيْکَ يَاخَلِيْلَ اللهِ
اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَا مُ عَلَيْکَ يَاخَيْرَ خَلْقِ اللهِ
اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَا مُ عَلَيْکَ يَا سَیِّدَ الْمُرْسَلِيْنَ
اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَا مُ عَلَيْکَ يَا اِمَامَ الْمُتَّقِيْنَ
اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَا مُ عَلَيْکَ يَا مَنْ اَرْسَلَهُ اللهِ رَحْمَةَ لِّلْعَالَمِيْنَ
اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَا مُ عَلَيْکَ يَا شَفِيْعَ الْمُذْنِبِيْنَ
اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَا مُ عَلَيْکَ يَا مُبَشِّرَ الْمُحْسِنِيْنَ
اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَا مُ عَلَيْکَ يَا خَاتَمَ النَّبِيِّيْنَ
اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَا مُ عَلَيْکَ وَعَلٰی جَمِيْعِ الْاَنْبِيآءِ وَالْمُرْسَلِيْنَ وَالْمَلَا ئِکَةِ وَاَهْلِ بَيْتِکَ وَاَصْحَابِکَ اَجْمَعِيْنَ جَزَاکَ اللهُ عَنَّا اَفْضَلَ مَا جَزٰی بِهِ رَسُوْلًاعَنْ اُمَّتِهِ اَشْهَدُ اَنْ لَّا اِلٰهَ اِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَاشَرِيْکَ لَهُ وَاَشْهَدُ اَنَّکَ عَبْدُهُ وَرَسُوْلُهُ وَخَيْرَتَهُ مَنْ خَلَقَهُ وَاَشْهَدُ اَنَّکَ بَلَغْتَ الرِّسَالَةَ وَاَدَّيْتَ الْاَمَانَةَ وَنَصَحْتَ الْاُمَّةَ وَجَاهَدْتَّ فِی اللهِ حَقَّ جِهَادِهِ وَصَلَوٰةُ اللهِ وَمَلَائِکَتِهِ وَجَمِيْعِ خَلْقِهِ مِنْ اَهْلِ سَمَاوَاتِهِ وَاَرْضِهِ عَلَيْکَ يَا رَسُوْلَ اللهِ اَللّٰهُمَّ آتِيْهِ الْوَسِیْلَةَ وَالدَّرَجَةَ الرَّفِيْعَةَ وَابْعَثْهُ مَقَامًا مَّحْمُوْدَا نِ الَّذِیْ وَعَدْتَّهُ رَبَّنَا آمَنَّا بِمَا اَنْزَلْتَ وَاتَّبَعْنَا الرَّسُوْلَ فَاکْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِيْنَ يَا رَسُوْلَ اللهِ اَسْئَلُکَ الشَّفَاعَةَ یَا رَسُوْلَ اللهِ اَسْئَلُکَ الشَّفَاعَةَ یَا رَسُوْلَ اللهِ اَسْئَلُکَ الشَّفَاعَةَ يَا رَسُوْلَ اللهِ.
بيانودعاوي اوزارۍ د ځان او ټول امت لپاره وکړه. ځکه موږ الله امر کړي يو په بخښه او دعا سره:
﴿                ﴾.
[النساء/٦۴]
ترجمه: که چيري مسلمانان ګناه وکړي او بيا راسي و تاته بيا بخښه وغواړي د الله تعالْیﷻ څخه او بخښه وغواړي دوی له رسول اللهﷺ څخه نو خامخا به پيدا کړي الله تعالْیﷻ توبه قبلوونکی او زيات رحم کوونکی.
سلامونه د ابوبکرصديق:
د رسول اللهﷺ له سلامو وروسته يوه هته يعني يو ګز پر راسته طرف ځان وښوروه نو سلام پر صديق اکبر چي اول خليفه او د نبي اکرمﷺخسر دی داسي و وايه:
اَلسَّلَا مُ عَلَيْکَ يَاخَلِيْفَةَ رَسُوْلِ اللهِ
اَلسَّلَا مُ عَلَيْکَ يَا وَزِيْرَ رَسُوْلِ اللهِ
اَلسَّلَا مُ عَلَيْکَ يَا صَفِیَّ رَسُوْلِ اللهِ
اَلسَّلَا مُ عَلَيْکَ يَا صَاحِبَ رَسُوْلِ اللهِ
اَلسَّلَا مُ عَلَيْکَ يَا ثَانِیَ رَسُوْلِ اللهِ فِی الْغَارِوَرَفِيْقِهِ فِیْ الْاَسْفَارِ وَاَمِيْنِهِ فِیْ الْاَسْرَارِ عَلَمِ الْمُهَاجِرِيْنَ وَالْاَنْصَارِ
اَلسَّلَا مُ عَلَيْکَ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَکَاتُهُ جَزَاکَ اللهُ عَنْ رَّسُوْلِهِ وَعَنِ الْاِسْلَامِ وَاَهْلِهِ خَيْرَ الْجَزَاءِ
سلامونه د حضرت عمر:
د ابوبکرصديق له سلامونو وروسته بيایوه هته یعني يوګز پر راسته طرف وښوره پردوهم خليفه حضرت عمر باندي داسي سلامونه ووايه:
اَلسَّلَا مُ عَلَيْکَ يَا اَمِيْرَ الْمُؤْمِنِيْنَ عُمَرَ الْفَارُوْقِ
اَلسَّلَا مُ عَلَيْکَ يَا مَنْ کَمَلَ بِهِ الْاَرْبَعِيْنَ
اَلسَّلَا مُ عَلَـيْکَ يَا مَنْ اِسْتَجَابَ فِیْهِ دَعْوَةَ خَاتَمِ النَّبِيِّيْنَ
اَلسَّلَا مُ عَلَـيْکَ يَا مَنْ اَعَزَّ اللهُ بِهِ الدِّيْنَ مَنْ نَطَقَ بِالصَّوَابِ وَوَافَقَ قَوْلَهُ مُحْکَمَ الْکِتَابِ مَنْ عَاشَ حَمِيْدًاوَّخَرَجَ مِنَ الدُّنْيَا شَهِيْدًا جَزَاکَ اللهُ عَنْ نَّبِيِّهِ وَخَلِـيْفَتِهِ وَاُمَّتِهِ خَيْرَ الْجَزَاءِ.
سلامونه د ابوبکرصديق او عمر ابن خطاب:
د حضرت عمر تر سلامونو وروسته بيرته را وګرځه د ابوبکرصديق او عمر پرمابين باندي برابر ودرېږه داسي ووايه:
اَلسَّلَا مُ عَلَيْکُمَا يَا خَلِيْفَتَیِّ رَسُوْلِ اللهِ صَلَّی اللهُ تَعَالٰی عَلَیهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ
اَلسَّلَا مُ عَلَيْکُمَا يا وَزِيْرَیِّ رَسُوْلِ اللهِ صَلَّی اللهُ تَعَالٰی عَلَیْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ
اَلسَّلَا مُ عَلَيْکُمَا يَا ضَجِيْعَتَیِّ رَسُوْلِ اللهِ صَلَّی اللهُ تَعَالٰی عَلَیْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ
اَلسَّلَا مُ عَلَيْکُمَا يَا مَعِيْنَیِّ رَسُوْلِ اللهِ صَلَّی اللهُ تَعَالٰی عَلَیْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وَالْقَآئِمَيْنِ بِسُنَّتِهِ حَتّٰی اَتَاکُمَا الْیَقِيْنُ فَجَزَاکُمَا اللهُ عَنْ ذَالِکَ مُرَافَقَتِهِ فِیْ جَنَّتِهِ وَاِيَّانَا مَعَکُمَا بِرَحْمَتِهِ اِنَّهُ اَرْحَمُ الرَّاحِمِيْنَ جِئْنَا يَا صَاحِبَیِّ رَسُوْلِ اللهِ صَلَّی اللهُ تَعَالٰی عَلَیهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ زَائِرِيْنَ لِنَبِيِّنَا وَصِدِّيْقِنَا وَفَارُوْقِنَا وَنَحْنُ نَتَوَسَّلُ بِکُمَا اِلٰی رَسُوْلَ اللهِ صَلَّی اللهُ تَعَالٰی عَلَیهِ وَآلِه وَسَلَّمَ لِـيَشْفَعَ لَنَا اِلٰی رَبِّنَا وَاَنْ يَّتَقَبَّلَنَا وَاَنْ يُّمِيْتَنَا عَلٰی مِلَّتِهِ آمِيْنَ يَا رَبَّ الْعَالَمِيْنَ.
تر سلامو وروسته د شفاعت غوښتل د رسول اللهﷺ:
وروسته تر سلامو دعا کوه لاس مه پورته کوه مخامخ قبر شريف ته و درېږه سترګي مه ځني اړوه هلته د قبر شر يف اندازې ته ګوره خلق مه تنګوه حوصله کوه، دغه ځای د حوصيلې دی ژاړه په ژړا دعا کوه که دي زړه سخت وي د ژړا چم کوه غاړه اوږده اوږده مه کوه دا ځای د بې ادبۍ نه دی، بي ادبي د رسول اللهﷺ په حضور کي کفر دی ډېر احتياط کوه هغه ستا خپل
د وطن د زيارتونو خيال مه ور ته کوه چي هلته سروزونه پر وهي دلته ملايکي ولاړي دي او رسول اللهﷺ ژوندی دی مړ نه دی، نو ته څنګه پر سنت طريقه و قبر شریف ته نه درېږې؟ د دوو کونو سردار دی ټليفون
د باندي لا بند کړه، فهم کوه چي د انډيوال سره لا خبري و نه کړې، د بخښني ځای دی، که ته دلته د خدایﷻ څخه بخښنه و نه غواړې نو يې چيري غواړې:
هر کله چي منصور حج وکړ نو راغلی و مدينې منورې ته د پېغمبر زيارت ته ودرېدی نو پوښتنه يې وکړه د امام مالک څخه چي مخ روضي ته کړم او که کعبې ته يعني قبر مبارک ته مخامخ دعا وکړم او که مخ قبلې ته شا قبر شريف ته کړم نو امام مالک ورته وويل چي اې منصوره! مخ څنګه ګرځوې د محمدرسول اللهﷺ څخه چي هغه ستا وسيله ده او ستا د نيکه آدم وسيله والله تعالْیﷻ ته، مخ مه ګرځوه د قبر شريف څخه دعا وکه چي يا الله تعالْی په حرمت او برکت او روی د محمد رسول اللهﷺ ماته بخښه وکې الله تعالْیﷻ به يې قبوله کړي ستا مشکل به در حل کړي.
﴿وَيَجُوْزُالتَّوَسُّلُ اِلَی اللهِ بِرُسُلِهِ وَاَ نْبِيَآئِهِ عَلَيْهِمُ الصَّلٰوةُ وَالسَّلَا مُ وَعَلٰی آلِهِمْ وَبِاَوْلِـيَآئِهِ رِضْوَانُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْهِمْ اَجْمَعِيْنَ﴾.
جائز دی توسل واسطه جوړول و اللهﷻ ته په رسولانوسره په نبيانوسره په وليانو سره دغه توسل روادی جائز دی په نزد د (اهل حق) يعني په حکم په وينادهغوعلماء کرامو چي هغه علماء دحق علماء دي بلکي دغه واسطه جوړول په انبياوو اورسولانو سره مستحب ده صَلَوٰةُ اللهِ عَلَیْهِمْ اَجْمَعِيْن.
په دې کي هيڅ شک لږ شبه هم د شرک نسته په ورځ د قيامت ټوله امت، ټوله مخلوق، رسولان، او نبيان الله تعالْیﷻ ته شفيع کوي، توسل په کوي حتْی ټوله راځي ورسول اکرمﷺ ته چي اجازه د شفاعت غواړي او اللهﷻ اجازه د شفاعت هم ورته کوي او رسول اللهﷺ د هرمؤمن مسلمان که څه هم ګناه کار وي شفاعت يې کوي او اللهﷻ يې هم شفاعت قبلوي وعده يې ورسره کړې ده چي الله فرمايي: ﴿وَلَسَوْفَ يُعْطِيْكَ رَبُّكَ فَتَرْضٰى﴾ ترجمه: خاماخا ژردی دربه کړي تا ته اې محمدهﷺ! اجازه د شفاعت اواختيار د شفاعت پروردګار رب ستا، ته به راضي سې رسول اللهﷺويلي دي: چي زه نه راضي کېږم چي زمايو امتي په دوزخ کي وي نودغه آيت شریف او دغه وينا د رسول اللهﷺ د حمد او شکر سوه، نو ددغه جاهلانو خبرو ته غوږ مه نيسئ چي دغه شرک دی دغه بدعت دی دا هم د کفارو، یهودانو يوچال دی لږ فهم وکړئ چي مځکه او اسمانونه ټول سره زر سي او ټول هم د خدای پر نامه خيرات کړئ
د دغه نعمت شکر به نه کړئ اداڅومره لوی نعمت دی چي اللهﷻپه مدينه منوره کي و موږ ته تر قیامته راکړی دی نو ته بياهلته خندا او پُسخند او مسخر ې او بې باکي خبري، غيبت، بهتان څنګه کوې دغه يادګار در پر زړه کړه بيامدينې منورې ته ورسه، الله فرمايي: ﴿لَااُقْسِمُ بِهٰذَالْبَلَدِ﴾. ترجمه: زما دي قسم وي په دغه مبارک ښار سره.
تفسيرقرطبي وايي چي دلته مراد له ښاره مدينه منوره ده، داښار ډېر خصوصيات لري، په کتابوکي راځي چي دا ښار د لپاره دارالسکون او دارالهجرت جوړ دی او قيامت ته نژدې به تر ټولو ښارو آخرينی ښار مدينه منوره نړېږي او امت محمدي به د قيامت په ورځ له دغه ښاره اوبيږي او قبرمبارک ترمکه معظمه، تر لوح محفوظ، تر عرش، تر کرسي، تر مقام محمود او ترټولوځايو مشرف دی چي دومره شان او شوکت لري نو ته بيا ولي واسطه او تبرک او توسل نه پر کوې او که په مکه مکرمه کي زيارتونه دي که په مدینه منوره کي زيارتونه دي که مسجدونه که نور مقدس مقامات دي پر ټولو تبرک او توسل او واسطه کوه.
بدعت او شرک نه دی حتْی چي خپل وطن ته راسې ته حاجي يې پر تا دي دغه نور خلک تبرک او توسل
او واسطه کوي داسي چي يا اللهﷻ! په روی د دغه حاجي ما وبخښه زما فلانی مشکل راحل کړه او په خپل وطن کي چي هر څه زيارتونه او مقدس ځايونه دي د تبرک او واسطې لپاره ورځه او د زيارتوڅخه هيڅ مسلمان څه نه غواړي نه د مقدس ځايوڅخه يومسلمان څه غواړي، دغه پر زيارتو چي دغه ناروا عملونه کېږي چي خلک وايي طواف پرکېږي ياسجدې ورته کېږي دغه د يهودانو يو سازش دی مسلمانان په نفرت کي سره اچوي، چي قبر شريف و وينې او سلام ور واچوې، نو دلته دا وعده کول په کاردي چي يارسول اللهﷺچي تا د قرآن شرح وکړه او دين ستا په واسطه زموږ وطن ته راغلی او زه څورلس صدۍ ورسته راغلم ستا ملاقات لره زه به دا وعده کوم چي اللهﷻد دغه دين د خدمت لپاره پيداکړی يم دلته مي دا وعده ده چي د دغه مبارک دين هر دښمن که قلمي، که تبليغاتي، که عقيدوي، اوکه داسي دښمن وي چي هغه زماسره په وسائلوجنګ کوي په هره طريقه چي وي زه يې مقابلې ته تيار يم زه خپل نفس او ځان تردغه مبارک دين قربانوم.
د دين سره د ميني په هکله رسول اللهﷺ د حضرت عمر څخه پوښتنه کوي چي ياعمر! زه پر تا څومره ګران يم عمر ورته وايي تر ټوله دنيا او مافيها رسول اللهﷺ بيا پوښتنه ځني کوي، دوهم وار عمر ورته وايي چي يا رسول اللهﷺ زما تر خپل نفس راباندي ګران يې يعني خپل نفس او ځان تر تا قربانوم رسول اللهﷺ ورته فرمايي چي: ستاايمان اوس پوره سو، ياعمر! بل دلته داسي صحابه کرام پراته دي چي رسول اللهﷺ يې جنازه وړله او د ګوتو پرسرو تلی صحابه کرام پوښتنه ځني کوي چي يا رسول اللهﷺ ستا پښې خوږ دي چي د ګوتو پر سرو ځې؟ رسول اللهﷺ ورته فرمايي چي: نن دومره ډېري ملایکي راغلي دي جنازې ته چي د پښې د ايښودلو ځای نسته هغه مبارکان هم دلته په بقيع کي ښخ دي هوښيار سه ځان وپېژنه د خپل ځان مالک سه ډېرادب کوه!. او د مدينې منورې څخه په داسي وخت کي چي ته کور يا مکې مکرمې ته روانېږې د قبر شريف د رخصت دعا وکړه.
د رخصت دعا دا ده:- ﴿اَللّٰهُمَّ اِنَّا نَسْئَلُکَ فِیْ سَفَرِنَا هٰذَا الْبِرَّ وَالتَّقْوٰی وَمِنَ الْعَمَلِ مَا تُحِبُّ وَتَرْضٰی اَللّٰهُمَّ لَا تَجْعَلْ هٰذَا لْعَهْدَ اٰخِرَ الْعَهْدِ بِنَبِيِّکَ وَمَسْجِدِهِ وَحَرَمِهِ وَيَسِّرْ لِیَ الْعَوْدَ اِلَيْهِ وَالْعَکُوْفَ لَدَيْهِ وَارْزُقْنِیَ الْعَفْوَ وَالْعَافِيَةَ وَالْمُعَافَاةَ فِی الدِّيْنِ وَالدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ اٰمِيْنَ بِرَحْمَتِکَ يَا اَرْحَمَ الرَّاحِمِيْنَ﴾.[جذالقلوب الْی ديارالمحبوب، ص:۲۴۲]
د دعا لپاره څو شيان ضروري دي:
حاجی صاحب د دعاپه باره کي بايدڅو شيانو ته متوجه سي. لومړی دا چي: تسبيح او درود و وايي ځکه چي رسو ل اللهﷺ فرمايي: چي اللهﷻ وايي چي بنده زماپه ذکر او تسبیح اخته وي زه يې حاجتونه ترټولو حاجت والاوو زيات ورپوره کوم دوهم پخپله مورنۍ ژبه د زړه له اخلاصه چي کوم رواحاجت لري هغه دي وغواړي ځکه چي حضور او اخلاص لوی سبب د قبلېدو د دعا دی.
د دعااثر:
ابواسحْق ابراهيم بن علي هروي چی ډېرغټ شخصيت او نامداره بزرګ و، چي د هرات خلکو ډېر عزت ورکاوه کوم وخت چي اللهﷻ د ده نصیب و حج ته وکړ نو ده دا دعا وکړه چي يا الله د هرات د خلکو په مال او نفقه کي زما روزي بنده کړي او د هرات د خلکو زوړنه زما څخه لیري کړې د دعا اثر دا و، چي واپس راغلی هرات ته څو ورځي يې خوراک نه کاوی بيا بازار ته را ووتی د بازار خلکو بد ويل ورته کول بالکل يې دا نه ويل چي داهغه شیخ بزرګ دی بياوروسته د ده وفات په قزوين کي وسو نو عزت د اللهﷻ ښه دی نه د مخلوق.[اعيان الحجاج ص ۲۳۰]
د دعاد قبلېدو ځايونه (۲۲) دي:
۱- په وخت د ليدو د کعبې شريفي کي دعاقبلېږي.
۲- په هر طواف کي دعاقبلېږي.
۳- ترشا د مقام ابراهيم دعا قبلېږي.
۴- د زمزم د اوبوڅښلووروسته دعاقبلېږي.
۵- پر صفاباندي دعاقبلېږي.
۶- پرمروا باندي دعاقبلېږي.
۷- د دوو شنو څراغونو سره د صفااومروا دعاقبلېږي.
۸- په حطيم شريف کي لاندي ترناوې دعاقبلېږي.
۹- په منْی شريفه کي دعاقبلېږي
۱۰- په عرفات کي دعاقبلېږي
۱۱- په مزدلفه شريفه کي دعاقبلېږي
۱۲- تراول اودوهم شيطان ويشتلووروسته دعاقبلېږي
۱۳- په داخل کي د کعبې شريفي دعاقبلېږي.
۱۴- پر ملتزم شريف دعاقبلېږي
۱۵- په مابين د رکن يماني او حجراسود دعاقبلېږي
۱۶- د بيت الله شريفي په کتلوسره دعاقبلېږي
۱۷- د رسول اللهﷺ له سرايه سره دعاقبلېږي
۱۸- د رکن يماني او مستجار په مابين کي دعا قبلېږي
۱۹- په غارحراء جبل نور کي دعاقبلېږي
۲۱- د حجراسو د په مسه کولو دعاقبلېږي
۲۲- په ټول حطيم شريف کي دعاقبلېږي.
[ص: ۳۳۲، ملاعلي قاري، ص: ۳۵۲، بحررائق]
د حج په اداکولو سره اللهﷻ حاجي ته پنځه انعامه ورکوي:
حاجی صاحب چي حج وکړي اللهﷻ پنځه انعامونه ورکوي د دغه پنځو شپو په بدل کي چي تا په مزدلفه او منْی کي تيري کړې.
۱- حاجي داسي پاک سي لکه تازه چي له موره پيداسي.
۲- حاجي صاحب مستجاب وګرځي د لومړۍ خور د مياشتي تر شلمي پوري د حاجي دعا قبلېږي.
۳- حاجي صاحب د فقر او مسکنته په امن سي.
۴- څلورسوه کسه د دوزخ لائقان اللهﷻ ور بخښي.
۵- د حج مبرور بدل اللهﷻ جنت ورکوي.
نو که درپياد سوو دعاراته وکړئ. حاجي صاحب چي کور ته راسي د لومړۍ خور د مياشتي تر شلمي پوري يې دعا قبلېږي هرڅوک چي ملاقات او مبارکۍ ته ورته راسي ښه په اخلاص سره دي د مغفرت دعاورته وکړي.
د مسافو جدول:
له جدې څخه تر مكې مكرمې پوري ۷۵كيلومتره
له مكې مكرمې تر عرفات پورى ۲۲كيلومتره
له جدې تر مدينې منورې پورى ۴۵۰كيلو متره

له مكې تر مدينې منورې پوري ۴۳۰كيلو متره
له صفا څخه تر مروا پوري ۳۷۴متره
د لوی شيطانه تر منځني پوري ۱۵۶متره
د منځني شيطانه تر کوچني پوري ۱۱۶ متره

د کوچني شيطانه د وادي محسر پوري ۳۵۲۸ متره
د مؤلف خاصه غوښتنه:
اللهﷻ دي ستاسو حج او ټول زيارتونه قبول وګرځوي. آمين يا رب العلمين
ګرانومسلمانانوکه تاسو ته تکليف نه وي چي پر هر مقدس مقام که په مکه مکرمه کي وي که په مدينه منوره کي زه در پياد سوم يا هرځای چي ياست دغه کتاب چي ګورئ خو به ضرور در پياد سم و ما خوار ته هم دعاوکړئ زمانوم ګل محمد او زما د پلار نوم ملا عبدالغفار اخند مرحوم دی د حج په ارمان وفات سو ډېر غريبکاره او عاجزه و، ده به امامت کاوی د تنخوا په پيسو به يې موږ ته نفقه او کتابونه اوقلمان را اخستل ډېري نیستۍ پرتېري سوې د روسانو په وخت کي چي د حج لپاره ده څه پيسې برابري کړې نو له دامانه ښار ته راغلی د علماوو څخه يې فتوْی طلب کړه چي جهاد هم شروع سو اوحج هم راغلی نو د علماوو فیصله وسول چي د حج وخت نه دی پيسې مجاهدینو ته ورکړه نو ده هم همداسي وکړل نو د جهاد سلسله پيل سوه موږ به کتابونه هم ويل خدایﷻ لره دی حمد او ثناوي جهاد به مو هم کاوه هلته به په اطاق او جبهه کي د شيرسُرخ يعني مالجات کي به ناست وو خو هغه صف به په موږ ډېر و. پلار مو امامت کاوه بل مو هيڅ نه درلودل ځکه مو دا واقعه درته وليکل دحاجیانو زړه نازک وي زما پلار ته هم خصوصي دعا وکړئ چي قبر يې ګل وګلزار سي او موږ ته هم دعا وکړئ د فتنو باران دی خداناخواسته چي کفار مو په کتابونو پُسخند و نه وهي او چي د کفارو او ملګرو مقابلې ته نور هم چمتو سو موږ به تاسو ته دعا کوو او تاسو به موږ ته دعاوي کوئ خو دعابه په ژړاوي.


بسم ا لله ا لرحمْن ا لرحيم

د جناب مو لو ی محمد اصغر «الحنفي» تقريظ

ډېر حمد او ثنا دي وي و مهربانه خدایﷻ لره چي مامحمداصغر الحنفي ته يې په دغه کوچني او کم علم اوعلَم او عمل دومره توفيق راکړ چي ما د قاري ګل محمد سَلَمَه اللهُ الاَحَد کتاب (مختارالمناسک) له سره تر پايه پوري په ډېر دقيق نظر او سالم دماغ وکتی او د قاري صاحب په اجازه مي ټولي هغه غلطياني، نيمګړتياوي په حسب قدرت صحيح او پوره کړې ځکه صحيح اوسالم خو صرف قرآن کريم دی اللهﷻ فرمايي:
﴿          ﴾.[النساء/۸۲]
﴿     ﴾.[الکهف/۱]
دوهم زه اجازه ورکوم حاجي قاري صاحب ته چي زما د کتاب (اصغرالمناسک) څخه چي څومره ضرورت لري له سره تر پايه دي په خپل (مختارالمناسک) کي درج کړي، نو به حاجيان صاحبان ما او قاري صاحب دواړه په دعا کي شريک ونيسي او زه به د قاري صاحب احسان منم.

محمداصغر «الحنفي»

د مؤلف لنډه پېژندنه په خپل قلم

مؤلف په کال ۱۳۴۸هـ ش کي د کندهار ولايت د دامان ولسوالۍ په (نوي دِه) کلي کي په يوه علمي او روښانفکره کورنۍ کي نړۍ ته سترګي راپرانيستي دي، خپلي ټولي زده کړي يې په همدې ولايت کي د بېلابېلو استادانو څخه تر لاسه کړي او په همدې ولايت کي يې په ۱۳۷۸هـ ش کي د ديني زده کړو د فضيلت دستار پر سر کړ پاته دي نه وي چي ما خاص د لوی څښتن د رضا لپاره (حتی الوسع) خپلو مسلمانو هيوادوالو ته د علم، پوهي او ديني لارښوونو لپاره څه نه څه ليکل کړي دي چي چاپ سوي هم دي او له پاکه خدايه غواړم چي نور توفيق هم را په برخه کړي چي د خپلو هيوادوالو لپاره نور هم د خدمت مصدر وګرځم.
کوم آثار چي د يادولو وړ دي په لاندي ډول دي:
۱- صحيح البخاري: پښتو ترجمه په پنځه ټوکه کي په مکتبه غفاريه ارګ کندهار کي ترلاسه کولای سی.
۲- اُمُ العلوم: پښتو شرح د ارشادالصرف د ابتدايي طالبانو لپاره. رشيديه کتب خانه.
۳- اِقناعُ الضمير: پښتو شرح د نحومير د ابتدايي طالبانو لپاره . رشيديه کتب خانه.
۴- کتاب التجارت پښتو: ۳۱۰ مسئلې د رانيولو او خرڅولو د تجارانو لپاره. مير حمزه کتب خانه ارګ بازار کندهار.
۵- کتاب الصلْوة والعقايد: پښتو د عقايدو مسائل. ميرحمزه کتب خانه ارګ بازار کندهار.
٦- مختارالمناسک پښتو: د حاجيانو لپاره مفت في سبيل الله به و حاجيانو ته ورکول کېږي په حسن کتب خانه ارګ بازار کندهار کي ترلاسه کېږي.
۷- مختارالعقايدپښتو: د څلورو مذهبو او خاص د حنفي مذهب د پيروانو لپاره يو په زړه پوري لار ښود کتاب، په حسن کتب خانه ارګ بازار کندهار کي مفت في سبيل الله به و هر چاته ورکول کېږي.
زه مختورن ګناهکار بنده خپله سوانح، په خپله ليکل غواړم او خپل تعارف او پېژندنه د خلکو سره
په خپله کوم دا د دې لپاره چي د چا څه شک او شبه پاته نه سي او دې ته خو زما خيال او اراده نه وه خو چي کله ما خپل پورته اووه کتابونه وليکل نو چي يو څوک زما نوم پر کتاب وويني نو په اشتباه کي راسي چي داکوم ګل محمد دی؟ نو څوک زړه ور ته ښه کړي او څوک نفرت ځني کوي نو زما په زړه کي راغلل چي زه دي خپل تعارف په خپل قلم او خپله ژبه و خلکو ته وړاندي کړم.
زما نوم ګل محمد ولد ملاعبدالغفار ولد سلطان محمد ولد عطامحمد قوم پوپلزايي مذهب حنفي وطن دامان. زما شپږم کتاب مختارالمناسک چي زه يې
و حاجيانو ته په حرمين شريفين کي بې له کومي معاوضې څخه ورکوم هغه داسي چي زموږ د وطن حاجيان د حج په مناسکو کي زيات ناواقف دي و موږ ته دي الله تعالْیﷻ زياته مزدوري راکړي د دنيا
د مزدورۍ نه غوښتونکی يم پر ټولو هغو کړو چي زه يې د خپلووطنوالو سره کوم.
(و ما توفيقي الا بالله)

1 comment:

  1. ماشاالله ډیر په زړه پوري کار مو کړيدی الله پاک دي یې په دنیا او اخرت کښي اجرونه در په نصیب کړي

    امین

    ReplyDelete